|
هرچاته ځان خپله هنداره کې زمرى ښکاري
ځکه عاقل په لېونو کې لېونى ښکاري
تندى کړې ګونځې په غوسه دې رانه مخ واړوې
ولې مې ګل غوندې نظر درته اغزى ښکاري
زه لکه لمر خواته درځم ته لکه ستورى تښتې
په عادتونو کې دې دا عادت پردى ښکاري
لا يې دتورې نه چې ستا دوينو وږم راځي
شهيده ولسه تاته څنګه سکنئ ښکاري
د ژوند په لار يې له اوياو اړولى قدم
همزولى هسې په همزولو کې ځلمى ښکاري