اتمر د افغانستان ضد مثلث په رأس کې

حکيم روان

داسې ښکاري چې روسان غواړي يو ځل بيا د شمال ائتلاف توطئه عملی کړي . شورای نظار ، حزب وحدت ، جنبش اسلامی د خاديست اتمر تر مشرۍ لاندې !  د مثلث اضلاع  پاکستان ، روس او ايران . راشه که يې ګورې !

ضمير کابلوف د خدای د پاره اسلام آباد ته نه وو تللی . په اسلام آباد کې کابلوف د آی-اس-آی سره د دوو غونډو تابيا کړي وه

–  د مسکو غونډه

–  ورپسې د اسلام آباد غونډه

کله چې مسکو د افغان حکومت د جدی مخالفت او په ملګرو ملتو کې د افغانستان د احتمالی شکايت سره مخامخ شو ، نو په دوه مخۍ سره يې وويل چې د مسکو غونډه د کرملين له خوا نه بلکې د افغان مهاجرينو له خوا تنظيم شوي ده او روسان په کې ګډون نه کوي . د روسانو د رسوايي تشت له بامه را وغورځيد او د کاسې لاندې نيم کاسه يې رسوا او افشاء شوه .

مسکو ، اسلام آباد او تهران هڅه کوي چې د اشرف غنی په مشرۍ حکومت ګوښه او بی اعتباره کړي او په دې توګه له اشرف غنی ځانونه خلاص کړي . کابلوف او آی-اس-آی پتييله وه چې د افغان حکومت په شا کې به د غونډو تابيا کوي . ځکه په دواړو غونډو کې د ټولو نړيوالو منل شوو نورمونو پر خلاف افغان حکومت ته حتی خبر نه وو ورکړل شوی . دا په داسې حال کې ده چې له دې درو شيطانانو يو يې هم ددې جرأت نه لري چې له افغان حکومت څخه د خپل رسميت پيژندلو حق واخلي . ځکه په دې صورت کې ددې درو شيطانانو مداخله ګر، شيطانی او غرضی ماهيت نړيوالو ته ښکاره کيږي .

د اسلام آباد تروريستو سپین سترګو د مسکو له غونډې زده کړه ونه کړه ، د کابلوف سره د پروتوکول له مخې يې د اسلام برباد غونډه اعلان کړه . خو د کابل جدی عکس العمل او د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د مسکو او اسلام آباد د سرغړونو په هکله د افغان حکومت شکايت د اسلام برباد غونډه برباد کړه او ګواګې پر طالبی مزدورانو بنديزونه عملی شوه . د دې تر څنګ دا خبره هم د ژبو په سر شوه چې د طالبانو په مشرتابه کې د جدي مخامختياؤ او تقابل له امله د اسلام آباد غونډه وځنډيده .

د سعودي شهزاده د خوشالۍ او رضايت د جلبولو له پاره د خوشخدمتی او تحفې په توګه اسلام برباد د جيش العدل په واسطه پر ايران تروريستی بريد وکړاو همدارنګه يې د جيش محمد پر مټ پر هند د بريد په واسطه سعودی شهزاده ته ورياده کړه چې د هند پر ضد د ترور ګډ تاريخ هېر نه کړي . سعودي شهزاده د امريکا د هدايت او فرمايش سره سم  شل مليارده ډالره شرطي مرسته د تروريسم بدلمني مور (پاکستان ) ته ومنل .

تروريست پلوه پاکستان د سعودی په نوکرۍ کې د مخ په زوال آخوندانو د چيغو ، غرتو او پرتو هيڅ پروا ونه کړه ، خو د هند له ډاره يې قرآنونه وخوړل چې د هند پر ضد بريد کې د پاکستان لاس نه شته .  د هند د غچ تکل د ترور مور مجبوره کړه چې نه يواځې د آی-اس-آی د تروريسم له سلو کړکيو څخه يو کړکۍ ( جيش محمد ) وتړي ، تر څنګ يې د امريکا او ملګرو ملتونو لمن هم ونيوه چې د هند د بريد مخنيوئ وکړي .

اوس د ترويسم د مور دريم ميړه ضمير کابلوف نوي ګلان اوبو ته ورکړل . ضمير کابلوف د دوکتور نجيب الله د پرزيدو د پاره د زاړه شمال ائتلاف توره تجربه نه ده هېره کړي او نن يې د نوی شمال ائتلاف له مخ نه پرده پورته کړه . هغه د شمال ائتلاف چې ک ج ب ، افغان وطن پلورونکو او تهران يې اضلاع جوړول ، نن د نوي شمال ائتلاف په محور کې روس ، ايران او پاکستان او پر مدار يې اتمر ، يونس قانونی ، محقق ، دوستم او کرزيان  څرخيږي . څه عجيبه غوندې دنيا ده ؟  شرم او حيا له دې کلی کډه کړيده .

لا په افغانستان کې د ولسمشري ټاکنو ته د کمپائن وخت نه دی پيل شوی ، پوتين او کابلوف وار د مخه د خپلو اجنټانو له پاره کمپائن پيل کوي ، د هيبت او دهشت د تحميلولو سره يې موازي ګوډ اتمر ته کمپائن پيل کړی دی . راشه دې ته څه وايي ؟

افغانستان او افغانانو ته په هر ګام کې پردو د ځان پلورونکو سره په ګډه مورچلونه نيولی دي . خو افغان ولس نور د ګوډ ملا د وخت ولس نه دي . ګوډان او ړانده  نور دا ملت غولولی نه شی . مونږ اوس خپل رنګارنګ دښمنان پيژندلی دي . افغان ملت به د پاخه او نه لړزيدونکی ملی يووالی او پيوستون په مټ ، په پولادين تکل او ژمنتيا سره د خپلې مور وطن سپيڅلی لمن له هره لوثه او کثافته پاکه کړي . مونږ وينو چې رڼا را روانه ده او تياره په ورکيدو ده . د اجيرو پنجابيانو ، ايرانی آخوندانو او روسی مزدورانو په ناولو لاسو ، زمونږ ويجاړو شوو او غمځپلو کوڅو ته د سولې او اختر د راتلو څرک له ورايه ښکاري .

د سولې ، دموکراسۍ او ټولنيز عدالت د بري په اميد !

 

 

Comments are closed.