افغانستان او سيمه کي د ” لوئي لوبي ” د امريکائي پړاو پيچلتيا

ليکنه : اميرګران

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وروسته د کابل له سفر ، قطر ته ورسيد او په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر رئيس ملا برادر ئي خپل حضور ته طلب کړ ، او د خپل سفر په هکله ئي هغه ته معلومات ورکړل ، خارجه وزير پومپيو واشنګټن ته له رسيدو سره سمدلاسه او په بيړه د سټيټ ډيپارټمنټ اعلاميه نشر کړه چي په هغي کي ئي افغانستان ته په روان ميلادي کال کي په مشروط ډول د يو ميليارد ډالرو مالي کومکونو د کمښت او هم ئي تهديد کړي چي په ۲۰۲۱ کال کي به هم يو ميليارد ډالر کم شي ، ولي که ۵۰۰۰ طالب زندانيان ژر خوشي او د دري سري حکومت لپاره په جوړجاړي باندي توافق وشي ، بيا به په کومکونو کي کمښت نه راځي ، داسي معلوميږي چي دا فيصله به مخکي له مخکي شوي وي ، او پومپيو په عجله اعلان کړه ، ټرمپ او سپيني ماڼۍ د جنوبي اسيا لپاره په خپله ستراتيژۍ د بطلان کرښه کش کړه او د تير په څير ئي يوځل بيا U-Turn يا ۱۸۰ درجي تغير وکړ ، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميي وروسته د افغانستان جمهور رئيس ډاکتر اشرف غني ملت ته په خطاب کي وويل او ډاډ ئي ورکړ چي ( د امريکا له اقتصادي مرستو مننه کوو ، او که دا مرستي چي مشروطي دي ، بندي هم شي ، په افغانستان به کوم اغيز ونه لري ځکه د افغانستان حکومت ئي بديلي لاري وار د مخه لټولي دي )

بايد زياته شي چي د Global ويب پاڼي د پوځي مصارفو په يوه مقاله کي راغلي چي ( … له دي سره سره چي امريکا ۲۲ تريليون ډالره قرضداره ده ، بياهم په خارج کي د ۸۰۰ نظامي اډو لګښتونه ورکوي ، او پنتاګون رپوټ ورکړ چي په ۲۰۱۸ کال کي ئي د افغانستان په جګړه کي ۴۵ ميليارده ډالر مصرف کړي چي ۱۳ميليارده ئي د خپلو پوځيانو ، ۵ ميليارده د افغانستان د وسله والو ځواکونو او متباقي اقتصادي کومکونه دي ، همدا ډول د CNBC د ۲۰۱۸ کال د رپوټ له مخي امريکا له ۲۰۰۱ م کال را پديخوا 5,9 تريليون ډالره د منځني ختيځ او افغانستان په جګړو کي مصرف کړي ) ،

د تورنتو سن د ورځپاڼي شنونکي اريک مارګوليس ليکي : ( حقيقت د جګړي لومړني قرباني ده ، هغه پټ حقايق چي د افغانستان جګړه ولي او څنګه پيل شوه بايد روښانه شي ) امريکا په نيويارک کي د ۹/۱۱ له پيښي وروسته د اکتوبر د مياشتي په ۷ مه ۲۰۰۱ م کال پر ستړي اوستومانه افغانستان يرغل وکړ او د ب ـ ۵۲ الوتکو په استعمالولو له هوا د بمونو په اچولو ځمکنيو ځانګړيو قطعاتو ته لاره هواره کړه ، او د شمالي ټلوالي سره ئي اړيکي ټينګي کړي وي لکه څنګه چي د واشنګټن پوست د ورځپاڼي مدير باب وډ وارډ په خپل مشهور کتاب Bush at War کي ليکلي ( د زامه ماتوونکي ټيم مشر ګيري د سپتمبر د مياشتي پر ۲۷ نيټه د شپي په درو بجو د افغانستان د پنجشير په دره کي د شمالي ائتلاف له جنرال فهيم او خارجه وزير ډاکتر عبدالله سره وکتل ، ګيري هغوي ته په ميليونو ډالر پر ميز کېښودل او څرګنده ئي کړه چي څنګه ئي لازمه بولئ دا ډالر مصرف کړئ ، او زياته ئي کړه چي جمهور رئيس زموږ له دي ماموريت سره ډيره مينه لري ، امريکائي ځواکونه رارسيدونکي دي او موږ ستاسو ګډه مرسته غواړو ) فهيم ورته وويل چي ( موږ تاسي ته هرکلي وايو ، موږ به هرڅه چي په وس کي مو وي درته وکړو ) ،

نوموړي پېښي موږ ته را زده کوي چي له څلورو لسيزو په زياته موده کي افغانستان د پرديو او نيابتي جګړو ډګر ګرځيدلي ، امريکا د سړي جګړي تر ګټلو وروسته د نوي نړيوال نظم د جوړولو په منظور کلونه وړاندي له تروريزم سره د مبارزي په نامه او د خپلو نړيوالو او سيمه ايزو ستراتيژيکو او اقتصادي ګټو په موخه د لوبي د نوي پړاو د تطبيق لپاره لومړي ګوزار په افغانستان وکړ او د بن د کنفرانس له لياري ئي په غيرقانوني او غير حقوقي توګه مافيائي کړيو او جګړه مارو ته قدرت وسپاره ، د امريکا لخوا هغو جګړه مارو ډلو ته چي کلونه کلونه ئي د خپل هيواد د ملي ګټو او دموکراسۍ د ارزښتونو په وړاندي د پرديو استخباراتي کړيو په لمسون هيواد په کنډواله بدل کړي وي واک سپارل د افغانستان له خلکو ، ملي ګټو او سياسي خپلواکي سره خيانت دي  ،

سوال دا دي چي د امريکا په مشرۍ د خارجي ځواکونو ائتلاف ياني د تروريسم سره د مبارزي ائتلاف چي تقريبآ دوه لسيزي وړاندي افغانستان ته د دايمي سولي ، بيا رغوني ، ملت او دولت جوړوني لپاره راغلل ، آيا دا اهداف ترسره شول ؟ آيا په سيمه کي افغانستان د دموکراسۍ په بيلګي بدل شو ؟ او آيا د افغانستان د خلکو عمده دشمن اخوان ، طالب او نوري جګړه ماري مافيائي ډلي وځپل شوي ؟

د لوموند ديپلوماتيک د ويب پاڼي مبصر آلــــن گــــرش د ( افغانستان ، د ” اسلامي توتاليتاريزم ” ضد جګړي ناکامي ) تر عنوان لاندي ليکي چي د افغانستان د مسئلي د حل نه به غير د واشنګټن او طالبانو توافق په حقيقت کي د ” تروريزم سره د جګړي ” د ماتــــــي په مانا ده ، موافقتنامه چي د امريکا د دولت او طالبانو ترمنځ د فبروري د مياشتي په ۲۹ نيټه ـ ۲۰۲۰ م کال په قطر کي امضاء شوه ، په معاصره دوره کي لومړنۍ موافقتنامه ده چي د يوه دولت او يوه ” تروريستي سازمان ” ترمنځ وروسته له کلونو مستقيمو مذاکراتو توافق پري راغلي ، او په کار دا وه چي د اوږدي جګړي د پاي ټـــکي واي ، ولي تر اوسه ليري ده چي د موافقتنامي عملي بڼي ته هيله من شو ، موافقتنامه په امريکا او اروپا کي تر انتقاد لاندي راغلي او مهم دليل دادي چي امضاء شوي توافق د هغي ادعا په خلاف ده چي ويل شوي ” هيڅ وخت له تروريست سره مذاکره ونه شي ” او دا احتمال هم شته چي د امريکائي ځواکونو له شاتګ څخه افغانستان يوځل بيا د طالبي امارت په اختيار کي ولويږي چي جمهور رئيس ټــــــــرمپ هم اشاره ورته کړي ،  او هيواد به د سپتمبر د ۱۱ حادثي مخکي جګړه ايز حالت او ژور بحران ته ټيله کړي )

له بده مرغه افغانستان په اوسنيو شرايطو کي د تاريخي کشمکش په دوه لاري کي قرار لري ، جګړه چي له ۱۹۷۳کال ياني د افغانستان د لومړني جمهوريت د اعلان وروسته د پاکستان د مـــلا ـ مليټري ـ استخباراتو د مثلث لخوا د مذهبي توندلارو او اجيرو ډلو په استخدامولو روانه ده د وخت په تيريدو پيچلي او ژور ابعاد خپلوي ، په ۱۹۷۹ کي د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د لوڅ يرغل په نتيجه کي ، امريکا او ديکتاتور ضياء الحق د خپلو ستراتيژيکو او جيوپوليټيکو ګټو لپاره د جهادي ارتجاع منظم کول چي نوښت ئي د بريژنسکي ، چارلي ويلسن سره وو او وروسته د يونوکال لخوا د طالبانو د پروژي په کار اچول د افغانستان د ورانولو او ويشلو خائنانه پلانونه او پروژي وي ،

څو کاله مخکي د امريکا جمهور رئيس د جنوبي اسيا د ستراتيژي په اعلانولو د پاکستان په هکله وويل ( پاکستان د امريکا واکداران وغولول او موږ ئي احمق را ګير کړي وو ، امريکا ۳۳ ميليارده ډالر کومکونه ورکړل ولي له تروريزم سره په جګړه کي ئي کومک ونه کړ ) په ځواب کي ئي د پاکستان د دفاع او بيا وروسته خارجه وزير خواجه محمد اصف داسي څرګندوني وکړي ،

( ـ د افغانستان جهاد يو جعلي جهاد وو ،

  ــ د افغانستان د تنظيمونو مشران د ، سي آي اي  او آي اس آي  په اشارو نڅيدل ،

  ــ د افغانستان جهاد د نبراسکا جوړه شوي پروژه وه ،

  ــ زه او د پاکستان ولس د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په وړاندي جګړه ، خپل تاريخي او سياسي نه بخشيدونکي عمل ګڼو ، د خواجه اصف څرګندوني د Express News له تلويزوني چينل سره ، ۲۰۱۸ کال ،

په پاي کي بايد زياته شي چي په افغانستان کي د قدرت ډراماتيکي لوبي دوام لري ، د ترهګرۍ په وړاندي د جګړي له نامه څخه د يوي پلمي په توګه کار اخيستل کيږي ، افغانستان له څلورو لسيزو په زياته موده کي د نړيوالو ، سيمه ايزو او په دوي پوري د تړليو مافيائي او جګړه مارو ډلو د جګړي تود ډګر ګرځيدلي ، انديښني دا دي چي د افغانستان په هکله د سپيني ماڼۍ په پاليسي کي د پاکستاني استبلشمنټ او ترهګرو ډلو په ګټه بدلون ، او لکه څرنګه چي د امريکا د کولمبيا د يونيورسيټي پروفيسور بارنت روبين چي د افغانستان د چارو کارپوه او د څو کتابونو مؤلف هم دي په خپله مقاله کي اشاره کړي چي د امريکا اقتصاد به د کرونا د پانډيمي په وجه ضعيفه او ويره ده چي افغانستان يو ځل بيا د ۱۹۹۲ ، لسيزي په څير هير او يوه ناکامه دولت Failed State ته ولويږي ، او بيا د پنجابي ښکيلاک د نيابتي ابزارو ( Shadow State ) په اختيار کي ورکړل شي ، ټول ملت په تيره بيا روڼ اندي او د افغانستان د ملي ګټو مبارزين خپل هيوادني مسؤليت او ملي وجيبي ته متوجه او الرټ و اوسي ،

پايله ، هغه ” لويه لوبه ” چي په ۱۸۴۰ م کال په افغانستان او د برتانوي هند په شمال کي د انګريزي استعمار او تزاري روسيي د نظامي او جاسوسي فعاليتونو د توضيح لپاره په مخ روانه وه ، يو ځل بيا ئي زموږ هيواد ډګر ګرځيدلي او لا روانه ده ، پاي .

Comments are closed.