افغان حکومت په څو جبهو کې

حکيم روان

افغان دولت په وارو وارو په رسمی او غير رسمی څرګندونو کې د افغانستان پر ضد د نا اعلام شوي جګړې خبره کړيده . د افغانستان پر ضد نا اعلام شوي جګړه ځکه نيابتی جګړه هم بلل کيږی چې پاکستانی نظاميان يې د طالبانو پر مټ د پاکستانی موخو د پاره پر مخ وړي .
په خواشينۍ سره بايد ووايو چې نړيوالو زمونږ هيواد د هغه ځانګړی جيوپوليتيک او جيو ستراتژيک اهميت له امله ددې پر ځای چې د همکاری ، ګډ کار ، پوهاوي او هر اړخيز پرمختګ له پاره وکاروي ، د خپلو استخباراتو د ويجاړوونکو هڅو ، د مخامخ کيدو او خونړيو جګړو په مرکز واړاوه . د جګړو څلوېښت کلن ناورين افغانستان د جنرال ضياءالحق د توصيې سره سم د اور دوزخ ته ور وغورځاوه . هر څه يې لولپه شول او هيواد جهادی او طالبی جګړو کنډ کپر او ويجاړ کړ . تر ننه « جهادی مشران » او طالبان د هيواد ورانولو ته ژمن پاتې شوی دي .
د سپتامبر له ۱۱ وروسته چې امريکائيانو پر طالبانو يرغل وکړاو طالبان يې د جمعيت ، شورای نظار، جنبش او حزب وحدت په مرسته تس نس کړل او د طالبانو اسيران يې په کانتينرونو د ليلی دښته کې قتل عام کړل ، نن طالب او عبدالله عبدالله ، دوستم او محقق ځانونه د روغې جوړې اصلی اتلان بولی او اشرف غنی چې د باور د رامنځته کيدو له پاره يې په جوپو جوپو طالبان له زندانه خوشی کړل ، لومړنۍ اوربند يې اعلان کړ، د روغې جوړې له پاره يې د کابل پروسه پيل کړه او لسګونه معتبرې ملی او نړيوالی غونډې يې د سولې او پخلاينې له پاره وکړې ، د سولې مخالف بلل کيږي ؟؟؟؟؟
که د ولسمشر دوکتور اشرف غنی جوړوونکی هڅې نه وای ، خليلزاد به طالبانو سره د سولې موافقتنامه لاسليک کړی نه وای . که څه هم خليلزاد د ټاکلو امريکايي موخو د پاره دا کار وکړ ، خو د دوکتور غنی هڅې او هاند د هيواد يووالی او له جګړو څخه د وتلو موخو ته وقف دي .
طالبانو سره د خليلزاد د خبرو آترو په جريان کې د دوکتور غنی په ټاکنو ټينګار د دې له پاره وو چې طالبان د سولې د خبرو په مهال د يوه قانونی حکومت په وجود کې د سولې له پاره د افغان ولس د ټولنيزې ارادې سره مخامخ شی او د هغه په وړاندې تمکين وکړی او سولې ته غاړه کېږدي . ولسمشر د هېواد د آبادۍ او پرمختګ پلانونه لری او پرمختګ مساعد چاپېريال ته اړتيا لري . خو د اشرف غنی مخالفين عبدالله عبدالله ، ګلبدين حکمتيار ، نبيل او نور د هېواد د سولې او پرمختګ د پاره نه کومه طرحه لری او نه اراده ، له طالبانو خو دا توقع کيدای نه شی .
له نېکه مرغه افغان ولس د ټاکنو په جريان کې تاريخ جوړونکی پرېکړه وکړه، ځان غوښتونکو ته يې نه وويل او دوکتور اشرف غنی يې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه .
خو بی شرمه ځان غوښتونکی په داسی حال کې چې د ټاکنو د مستقل کميسيون غړي يې په خپله وټاکل ، خو د هماغه خپل کميسيون پرېکړې په بی ساری بی شرمی سره نه منی . په داسې حال کې چې هېواد په برخليک ټاکونکو شيبو کې قرار لری ، ځان غوښتونکی غواړی خپلې ناروا غوښتنې پر ولس وتپي او هېواد د نا مالوم برخليک په لور سوق کړي . له دې هڅو داسی ښکاری چې د پردو لاسونه تر هغه اوږده او نيتونه تر هغه تور او دښمنانه دی چې مونږ يې فکر کاوه .
د هېواد دښمنان غواړي د منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو سره موازی د تش په نامه ټولشموله حکومت په نوم د دروغجنې لوړې «مراسم» پر ځای کړي . دا کار به خامخا د اسلام آباد او تهران ټاکلی کړۍ خوشاله کړی . د پاکستان – طالبانو او مجاهد عبدالله عبدالله او ورسره ملګرو ګډې هڅې د افغان نظام د له منځه وړلو او بی ثباتۍ له پاره لکه لمر روښانه دي .
ولسمشر په دې تورنوي چې د سولې د پاره د ملی اجماع په چاره کې پاتې راغلی دی ، نو بايد استعفاء ورکړي . خو آيا د وطن پلورونکو ، د مختلفو ګټو لرونکو ګاونډيانو د استخباراتی مامورينو اجماع ممکنه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ولسمشر د چيلک اندازانو د مزاحمت سره سره د سولې د پاره د سيمه ايزې اجماع په چاره کې ټاکلی برياليتوبونه تر لاسه کړل ، همدارنګه يې د افغانستان د سياسی او ټولنيز نظام د ساتلو د پاره نړيوال ملاتړ خپل کړ . خو د طالبی ماجراغوښتونکو ، جهادی غلو او چورګرو او د هغوی د سيمه ايزو ملاتړو په وړاندې په درو جبهو کې بی آمانه مبارزه لا هم د ژوند اړتيا ده .
د وطن پالونکو افغانانو دنده ده چې په يووالی او پيوستون سره د خپل قانونی حکومت تر شا لکه د پولادو غرونه ودريږی او پر طالبانو فشار راوړی چې نور د خپلو وروڼو پر ضد له جنګه لاس واخلی . خپل هيواد ، خپلو ښارونو ، کليو ، بانډو او کورنيو ته را ستانه شی او په خپل مورنی هېواد کې د عزت ژوند پيل کړي .
تل دی وي افغانستان

Comments are closed.