افغان سوله او روانې ناندرۍ

حکيم روان

د امريکا د متحده ايالاتو د خارجه وزارت د استازی زلمی خليلزاد او طالبانو تر منځ د سولی خبرې آترې په داسې حال کې پيل شوې چې کالونه مخکې طالبانو د امريکا – افغان حکومت او طالبانو تر منځ تفاهم ته د رسيدو د پاره وړانديزونه وکړل ، خو امريکايي دفاع وزير رمز فيلد هغه ونه منل او امريکايي مشرانو به ويل چې مونږ له تروريستانو سره خبرې نه بلکې جګړه کوو.

څه موده وروسته په امريکا کې د تروريسم تعريف بدل شو . پخوا به يې هر هغه چا ته تروريستان ويل چې خپلو موخو ته به يې يواځې د وسله والی مبارزې او خشونت له لارې رسيدل غوښتل . اوس يواځې هغه چاته تروريست وايي چې د امريکا د ګټو مخالف وي . هغه تروريستان چې بی ګناه افغانان وژني ، آسيايان يا استراليايان او اروپائيان يا افريقايان وژنی ، نور د امريکا له نظره تروريستان نه دی . نړيوال دې دوه ګونو معيارونو حيران کړی دی ، خو د امريکا د متحده ايالاتو  سياست د پسرلی هوا ده په يوه شيبه کې شين آسمان وی ، په بله کې ټکې او تندرونه ، بارانونه او ږلۍ ، تندبادونه ، توپانونه او سونامی وي . هوښياران د دې دولبه تورې مخې ته نه ورځي .

افغان حکومت او زړه سواندو ملی فکره افغانانو په وارو وارو امريکائيانو او لويديزوالو ته وړانديزونه وکړل چې د افغانستان د ننه په کليو بريدونه ونه کړي او که موخه پر طالبانو بريد وي ، نو د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دی ، که څه هم امريکائيانو ته تر افغانانو په پاکستان کې د تروريستی روزنو مرکزونه ښه مالوم وو ، خو تل به يې د پاکستان په څرګندو لاسوهنو ، لمسونونو او ورانکاريو پرده اچوله . افغان ملت په بی ساری زغم ، صبر او تحمل سره د خپل متفکر ولسمشر اشرف غنی په مرسته وکولای شوه چې نړيوال او له هغه جملې امريکائيان په دې باوری کړي چې د هغې جګړې تر شا چې د تروريسم له خوا د افغانستان او نړيوالو پر ضد پر مخ وړل کيږي ، پاکستان ولاړ دی . نو د امريکا متحده ايالاتو د خپلې ۱۶ کلنې جګړې وروسته پاکستان ته د تروريسم د ملاتړ له امله ګوته ونيوه . افغان ولسمشر د ټولې نړئ پام دې ته واړاوه چې افغانستان د پاکستان سره د ګاونډيتوب د نېکو اړيکو غوښتونکی دی او په دې لړ کې يې پرلپسې سفرونه پاکستان ته وکړل ، خو د پاکستان د نه بدليدونکو شيطانی سياستونو په وړاندې يې د پاکستان د اصلی څيرې بربنډولو او د هغه  نړيوالی انزوا ته مخه کړه . ددې هڅو په ترڅ کې د اندونيزيا د اسلامی علماؤ ، د مکې د مسجدالحرام د امام ، د سعودی په جده کې د اسلامی کنفرانس د غړيو هيوادونو د اسلامی علماؤ او همدارنګه د هيواد د ننه د زرګونو اسلامی علماؤ فتواګانو د پاکستان او طالبانو د ګډې جګړې د ضد اسلامی ماهيت پر ضد نړيواله کرکه او نفرت راوپاراوه .

همدارنګه ولسمشر د اسلامی فتواګانو تر څنګ د کابل د پروسې تر عنوان لاندې د نړيوالو کنفرانسونو په لړ کې د سولې د پاره د طالبانو سره د خبرو آترو د بی قيد او شرطه پیل وړانديزونه وکړل . دوه ځله يې يو طرفه اوربند اعلان کړ ، چې د لومړی ځل اعلان په وړاندې طالبانو د درو ورځو اوربند ومانه ، له بده مرغه د ولسمشر د دوهم ځلي اوربند اعلان جګړه مارو طالبانو ونه مانه .

د سولې له پاره د ملی ، سيمه ايزې او نړيوالې اجماع په لور کې افغان ولسمشر ډيرې څپلۍ زړې کړې ، له نېکه مرغه د ولسمشر ټولو هڅو رنګ راوړ او له دې ټولو مثبتو او مثمرو هڅو وروسته د امريکا د متحده ايالاتو د خارجه چارو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د طالبانو سره د مخامخ خبرو اعلان وکړ . خو په خواشينۍ سره بايد ووايو چې :

د پخو تجربو لرونکی ماهر ديپلومات ښاغلی خليلزاد د طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې هم په ځان ملنډې وهی او هم پر طالبانو . د يوه زبر ځواک استازی د کومو نړيوالو معيارونو پر اساس د يوې ډلې څخه غواړی چې د هغه هيواد نه به پر امريکا بريد نه کيږی چې واک يې د بل چا يانی افغان حکومت په لاس کې دی او دا حکومت هم ټولې نړی له هغې جملی امريکا ، روس ، پاکستان ، قطر او ايران په رسميت پيژندلی دی ؟ او همدارنګه د کومو معيارونو پر اساس د خپلو قواؤ د ايستلو خبره د طالبانو سره کوي ، کله چې د حضور مشروعيت يې د افغان حکومت څخه اخيستی دی ؟ او په کومو عقلی دلائلو له طالب څخه غواړی چې د القاعدې او داعش سره اړيکی پرې کړي ، په داسی حال کې چې د القاعدې او داعش ايدئولوژي د طالب ايدئولوژي ده ، مانا دا چې طالب دې ځان نفی کړي !؟

تر ټولو د خندا وړ يې داده چې په دې چپه دنيا کې نور له طالبانو غواړي چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښينی او طالبانو دوې پښې په يوه موزه کې کړی چې نه افغان حکومت مونږ په رسميت نه پيژنو او خبرې نه ورسره کوو . پکه دا دې لا بله سپکه ! په داسی حال کې چې پاکستان د بدنامو طالبانو ملاتړی ، روس او ايران  د نړيوالو د ډاره طالبان په رسميت نه شی پيژندلای او په پټه د غلو په شان ترې استفاده کوي . طالب افغان دولت په رسميت نه پيژنی !!!! خو د نړی سلګونه هيوادونه افغان دولت د يوه رسمی او د افغان ولس د استازی دولت په توګه په رسميت پيژنی .

طالبانو! که قرآن شريف ته عقيده لرئ ، خدای (ج) د قرآن له نازليدو سره وعده کړي ده چې د قرآن نزول تر ټولو ستره معجزه ده او په همدې معجزې د معجزو نزول پای ته رسيدلی دی . نو باور وکړئ چې ستاسو د بيا واکمنۍ معجزه به تکرار نه شی ! په زړونو پورې سړې تيږې وتړئ ، د افغانانو وينی نور په خپله او په پردو مه تويوئ او د افغان ولس د سولې، انسانيت او عقلانيت غږ ته غوږ شئ !

د دې د پاره چې نړيوال د افغان ولس اراده د سولې په هکله درک کړي او د طالبی ترور په وړاندې د افغان ولس ځواکمن غږ نړيوال واوري ، افغان ولسمشر د سولې مشورتی لويه جرګه راوغوښته ، تر څو ولس د سولې په ملی بهير کې شامل کړي او په دې توګه د خپلو استازو له لارې د سولې مسير وټاکي او په دې توګه  افغان حکومت د خلکو د مشورو او ارادې سره سم د سولې او پخلاينې لارې چارې تنظيم کړی . دې جرګې ته حتی طالبان هم وبلل شول ، خو د ولسمشری د يو شمېر نوماندانو او د قومی نفاق اچوونکو ډلو له خوا د مشورتی لويې جرګې بلنه د تائيد او ملاتړ پر ځای وغندل شوه . عبداله عبداله خو لا دا هم وويل چې دوی له سره خبر نه دي نه له دې امله د طالبانو په شان په مشورتی لويه جرګه کې ګډون تحريموي . د حيرانتيا وړ خبره داده چې همدا نوماندان به بيا په کومو سترګو د ولس مخې ته دريږی او د ولس رايه به غواړي ؟ له ولس سره مشوره کول ناروا بولی او مخه يې نيسی ، خو په ټاکنو کې له ولس نه رايه غواړي ، څو د چور او فساد سردمدارانو ته د بيا چور ، د پاکستان ، ايران او روس اجنټانو ته واک ته د رسيدو بيا چانس په لاس ورشي ؟

تر ټولو جالبه يې داده چې څنګه د کابولوف ، عمران خان او حنيف اتمرغږونه يو شان ، په يوه وخت او له يوه دريځه را اوچتيږي ؟ ټول په يوه غږ ، همزمان د مؤقت حکومت خبره کوي او په يوه غږ د سولی په مذاکراتو کې د افغان حکومت پرته د هر چا ګډون منی ؟ او څنګه په يوه غږ د سولی د پاره د ټولو هڅو او نوښتونو با وجود په ډيره سپين سترګی سره اشرف غنی د سولی مخالف بولی ؟ اتمر د پاکستان بې شرمانه مداخلې او د هغه طالب ګوډاکی د سولی مانع نه بولی ، د افغان حکومت پر ضد د کابولوف څرګندنې د سولې مانع نه بولی ، بلکی د سولی علمبردار ، د اوربند مبتکر او د سولی د پاره د نړيوالو خوځښتونو ايجادګر افغان ولسمشر اشرف غنی د سولی مانع بولی ؟ حنيف اتمر د سولی مشورتی لويه جرګه تحريموي ، خو ددې توان او ميړانه نه لري چې د وطن او وطنوالو جرګې ته د خپلو نظرياتو سره ورشی . که اتمر ، عبداله ، علومی او نور دموکراسی ته عقيده لری ، خو دا بهترين چانس دی چې د خپل ولس د لوی شمېر استازو سره له نږدې ووينی ، د هغو د نظرياتو او افکارو ، غمونو او ستونزو ځان خبر کړي او د خپلو نظرياتو لور ته خپل ملت را مات کړی . نه ، نه ! اتمر او هر بل پردو په شا ډبولی دي او ډاډه دي چې له خلکو زورور ملاتړي لري . وګورو،  اتمر او ملګري يې تر ننه په يوه وخت کې په دوو کشتيو کې ګرځيدل ، خو له دې وروسته د پاکستان ، ايران او روس کشتی ته وروختل ، نور نو هر څه ډاګيز شول .

 کرزی د همدې غوبل بل لوبغاړی دی ، پرون امريکايي طيارو د امريکايي ساتونکو سره ديسانت کړ او نن غواړي د ږيرورو طالبانو په اوږو د آی-اس-آی له ساتونکو سره  له پنجابه ديسانت شی . د عينو مينې ، په دوبی کې يې د وروڼو په مليونو مليونو غلا شوو ډالرو علاوه  د کرزی شخصی لسګونو مليونه پونډه پانګې ، د جمهوری ارګ د ننه د اوسيدو ماڼی، د کرزی د حرمت د پاره د کابل د نړيوال هوايي ډګر نومول د کرزی په نوم ، دې ټولو د کرزی حريصی سترګې مړې نه کړې او لا هم د افغان او افغانستان څيرې او شکيدلی ګريوان نه پريږدي .

د لوبی بل «اتل» عبدالله عبدالله فکر کوي چې په پاريسی دريشيو او نکټايو به افغان ولس وغولوی . ياره ! د امريکا معتبرو منابعو په ډاګه کړی ده چې نه رأيو د اجرائيه رياست مصنوعی او قانونی ضد پست ته رسولی يې او نه د شورای نظار د لنډغرو او جمعيتی چورګرو ګواښونو ، بلکې د سی-آی-اې غړيتوب او د مسعود د زخمی کيدو او مړينی په هکله د سی-آی ـاې مرکزی دفتر ته دقيقه په دقيقه راپورونو دې پست ته رسولی او په مجبور افغانستان او د هغه پر وطن پالونکی خو محتاج ولسمشر يې تحميل کړی يې . عبدالله عبدالله  به څنګه د افغان ولسمشر مخالفت نه کوي ؟ دا د لمر په شان څرګنده ده چې په دا وار انتخاباتو کې د اشرف غنی په انتخاب سره  به عبدالله عبدالله خپل خره ولي .

وروستی خبره د هغو په اصطلاح روشنفکرانو په هکله ده چې د لوړو لوړو ادعاګانو سره سره طالبی ګند ته ور لويدلی دی . د دې يارانو د قضاوت سترګې عقدو ، کينو او دښمنيو په بی علاجه توګه داسې ړندی کړی دی چې د ارتجاع اسفل السافلين ته لويدلی دی . د اسلامی هيوادو تاريخ د طالب او داعش په څېر تورې ، ناولی او خونخواری پديدې نه پيژني . زه باور لرم چې يوې عادلې محاکمې به له دې « روشنفکرانو » د افغان ملت له خوا هغه مصارف بېرته مطالبه کړی وای چې د دې نمک حرامو د ښوونځيو او تحصيلاتو له پاره يې ورکړی وو .

په ډيرې خواشينۍ سره په وروستيو وختو کې د آريانا نيوز د تلويزيون ژورنالست او خبرلوڅ نصير فياض او…..محمود د اشرف غنی پر ضد کمپائن کې له غلو او لوټمارانو کمه برخه نه لري . بی له شکه د دوی غوږونو ته چا څه رسولی دي ، خو له دوی داسی تمه نه وه چې خپل او پردي ډوهل ته به په يو ډول ناڅي . زمونږ هيله دا وه چې دوی به تل د خپل ولس تر څنګ دريږي ! دوی د افغان حکومت د خالد په نوم عمليات له دې امله غندي چې ګوندې بيا طالبان هم حق لري چې د الفتح په نوم عمليات اعلان کړی . که څه هم دوی پوهيږی خو د « حسن چپ په کوڅه کې ځان وهي » حکومت د داعش ، القاعدې او داخلی نافرمانه وسله والو مليشو او وسله والو غلو پر ضد د خالد د عملياتو اعلان کړی دی خو طالبانو يو وار بيا د افغانستان حکومت او افغان ولس پر ضد د الفتح عملياتو اعلان وکړ . هماغه جنګ له هماغه ادرسه چې څلويښت کاله زمونږ د ولس وينې تويوي . افسوس او ژوره خواشينی د داسې ژورناليستانو پر حال !

افغان وطن پالونکو ! د هيواد د برخليک د پاره حساسې شيبې درک کړئ ! د وطن مور ستاسو رسالت ته هيله منه ده . دښمنان مورچل ته ختلی دی . ستاسو خلل نه منونکی يووالی او پيوستون ، ملی موخو ته د رسيدو د پاره لازمی شرط دی !   پای

 

 

Comments are closed.