دافغانستان خلګو ترقي ملی متحد ګوند دکندهار ولایتی ګوندی شورا لخوا دښځو نړیوالی ورځی ( دمارچ اتمه) په مناسبت دمبارکۍ پیغام

نیټه ۱۵ – ۱۲-۱۳۹۶
د هیواد او په تیره بیا دکندهار ولایت باعزته او پتمنو خوندو اومیندو ته!
د افغا نستان دخلګو دترقی ملی متحد ګوند دکندهار ولایتی ګوندی شورا دښځو دنړیوالی ورځی په مناسبت خپلی نیکی هیلی او مبارکۍ د دهیواد او په تیره بیا دکندهار ولایت وغمجنو؛ جګړه څپلو باعزته او پتمنو خویندو اومیندو ته وړاندی کوی.
امید لرو چی:
– دملی یووالی حکومت دښځو دحقه حقوقو دپوره ورکړی دښځو په وړاندی دتاو اوتریخوالی دمحوه کولو دعلم او پوهی ولوری ته دښځو دجزبولو لپاره داسانه شرایطو دبرابرولو او په ټولنه کی دښځو دفعالیت دودي او پرمختګ لپاره خاص قوانین او لا یحی تصویب اوعملی کړی.
– هیله لرو چی روانه تحمیلی جګړه هر څه ژر ختمه شی تر څونور دګرانو خوندو قیمتی او ښکی دخپلو او لادونو اودوستانو په مرګ او ټپی کیدو نوری ونه بهیږی.
– هیله لرو چی محترمی میر منی په ټولنه کی خپل ځان وپیژنی اودهغه پلاس راوړلو لپاره مبارزه وکړی.
بریالی دی وی دمارچ اتمه دښځو نړیواله ورځ.
په درنښت
دکندهار ولایت دښځو دګوندی شورا مسوله

Comments are closed.