دافغانستان د اوسنېو مشرانو لپاره

001محمدآقا کوچی

داوسنېو مشرانو هغه ورځ چی دالله په کتاب قران باندی يې د ټول ملت په وړاندې قسم وکړو اودا يې وويل چی موږ په دی پاک اسماني کتاب باندې سوګند خورو چی موږ به تل د ملي ګټو ساتونکي وو ،او هر هغه چا چی د ملت ګټې تر پښو لاندې کړی موږ به د خپل هيواد داساسي قانون او اسماني کتاب په لارښونو د خاين، فسادګرو ، مجريمينو سره قاطعانه برخورد کوو د ظالم پر وړاندی به مظلومانو لاس نېوی کوو .

 د ملت پر سر به مامله ګري نه کوو.

 او پر ځان او پر نورو به د قانون حاکيميت يو شان عملي کوو .

ولې نن چې ملت په رڼو سترګو ورته ګوري د ولسونو هر څه پايمال ليږي د زورواکانو زورواکي هری خواته چليږي همدا نن که هر چا دافغانستان د پارلمان د وکيل اويو بي ويديوي کنفرانس د يک تلويزون سره کړی وو اوريدلي وي هغه د پارلمان ،اجرايه رياست،، رياست جمهوري او په قضا او امنيتي ادارو کې ټول چارواکي تر پوښتنې لاندی راوستل ،هغه د ملت پر وړاندی داټول  چار واکي ملامت او ګناهګار ووبلل.

بېلګي وګوری د ننگرهار د کوز کنړ په ولسوالې کې د يو پلار ځيري ګريوان او هر چاته په ژړا چيغی وهل چی زما دوه لور ګانې ديو ټوپک والا لخوا نکاح شوي. دا کار هم په شريعت کې ناروادی اوهم په مدنيت کې څو کې فرياد نه اوري.

.په بادغيس کې بی دفاع ولس د وسلوالو زورواکو لخوا ټول وژنه وشوه تر اوسه هيچا ته سزا ور نکړه دا ځکه چی دوی د يوه واکمن  جمعيت ګوند پلويان دي.

 په جوزجان کې ورته پېښه د يوه مشر سپين ګري سره وشوه ددی زورواکي پلوايان دولت ته وايي تاسو لاس وهنه مکوي دا پېښه مه ځېړی کنه بيا به موږ خفه شو.

د طالبانو لخوا په خلکو سحرايي محکمې سرته رسيږي د خلکو لپاره يي جلا محکمې ايجاد کړي دوه اونۍ وړاندې د وردګو په ولايت کې د پولي تخنيک د 4 ټولګي زده کړېالې په دار وزړاوو چا تر اوسه ددی پوښتنه وکړه.چارواکو ته پکار ده چی خپل تير کارونه وارزوي چی ايا ددوی اجرات د هغه سوګند سره سمون خوري چی دوی د ملت پر وړاندی کړی وو ، دوی که واقعا سياسي  ژمنه لري د نوری نړی د ملتونو د مشرانو د کار سره بلديت ولري نو خپل د کار حساب بايد په شپاپه  او رڼه توګه ملت ته ورکړي دا منو چی دلته نا اعلان شوی جنګ روان دی او په دی کې دشمنا ن پوره لاس لري دښمن هم ملته مالوم دی پاکستان او ايران خو ښکاره زموږ د ملت د بدبختی لپاره کار کوي .

خو چاره څه ده ملي هوډ ژمنتيا د کار خلک په کار ګمارل قاطع برخورد کول او که نوری لاری هم شته د ولس دردونه ډېر زيات دي که ملت ته وفادار ياستی خود د ملت سره هر څه شريک کړی کنه وخت به تير وي.

محمد اقا کوچی

Comments are closed.