دنورمحمدتره کی ژوند

دنورمحمدتره کی ژوند۰۰۰
محمدآصف خواتي
ریالست لیکوال اواستثنایي مشر
ارواښاد نورمحمد تره کی دهیواددهغو سیاسي اوفرهنګي څیروڅخه دۍ چې دنړیوالو استکباري شیطاني مرکزونواودهغوی دافغان ګوډاګیانو دښمني یې په برخه شویده اوله همدې کبله ده چې تره کی یې دتورونو اوتومتونوهدف ګرزولی دۍ ۰ ددې تبلیغاتو اصلي موخه دارواښادتره کی دشخصیت تروراوپه افغاني ټولنه کې دمترقي غورځنګ دبیا ساه اخیستلواوپه پښودریدلو مخنیوی دۍ۰ خوژوند وښودله چې دافغانستان دترقی اوپرمختګ ددښمنانو اوپه ځانګړې توګه دتره کی دمخالفانوداټولې هلې ځلې معکوسې پایلې لري ۰ هغوی پدې بریالي نشول چې دتره کي شخصیت اوحقیقت ته زیان ورسوي بلکې هغه دوخت په تیریدوسره دروڼ اندوپه زړونوکې ځای نیسي اولیوال دي چې دتره کې دژوند ، فعالیت اواندونو سره آشنا شي چې څرګندساری یې دپولې دهغې خوا روڼ اندو پرمټ د هغه دپښتو آثاربیا چاپول دي ۰ ددې آثارو بیا چاپ ښیي چې تره کې دخلکوپه زړونوکې ځای لري اوهغه ته دیوه منلي اووتلې لیکوال اوسیاستوال په سترګه ګوري۰ دده آثارداسې تلپاتې ارزښتمن آثاردي چې دنیمي پیړۍ په تیریدو سره دهغو لیوال شته اوپدې کې هیڅ شک نشته چې
دلسیزو په تیریدوسره به راتلونکي نسلونه دارواښادتره کی آثارلولي اوخپله تنده به پرې ماتوي۰ څرنګه چې هرمعلول لامولونه اوپه هغوکې اصلي لامل لري اودامعلول چې ولې دتره کی د شخصیت دترورهڅه شوې اوکیږي دنورولاملونوترڅنګ اصلي لامل یې باید دتره کی په اندونو ، سیاسي فعالیتونواو شخصیت کې ولټول شي کوم چې عوام غولونکو، نړیوالو شیطاني مرکزونو او دټولنیز عدالت دښمنانوته دزغم وړنه دي درنو دوستانو! پدې لیکنه کې هڅه شوی چې دتره کي اندونواوسیاسي فعالیتونوته په ځغلنده توګه ګوته و نیول شي۰
تره کي په کلي کې وزیږید، هلته لوی شو چې پدې توګه یې د کليوالي ژوند ستونزې، دګروندګرو، مالدارواوکوچیانودزغم نه وتلی کړاوونه لیدل اوهغه یې احساس کړل ۰ دتره کی برخلیک داسې شوچې هغه په تنکۍ ځوانۍ کې خپل کلی پریږدي کویټې، کندهار اوهندوستان ته ولاړشي ۰هغه په هندوستان کې دنویو غوړیدونکو افکارواو اندونو د خاوندانوسره چې دهندوستان دپرمختګ په موخه یې منظمه سیاسي مبارزه پرمخ وړله پیژنګلوي پیداکړه دهغوی داندونو اودهندې ټولنې له غوره ولسواکۍ سره آشنا اوله هغونه اغیزمن اوبیرته خپل ټاټوبي ته راستون شي۰ هیوادته په راستنیدوسره پدې سوچ کې کیږي چې څرنګه دخپل خوارولس لپاره کوم چې په تیاروکې ساتل شوی دخدمت جوګه شي۰ لدې امله یې په لیکنواودپوهې اونظردخاوندانوسره لیدنې کتنې پیل کې چې موخه یې دخلکود ذهنونوروښانول اودیوه سیاسي خوځښت جوړول و۰تره کي پخپلولیکنواومباحثو کې د افغانستان په وروسته پاتې ټولنه کې واکمن غیرعادلانه اقتصادی مناسبات ،دغوڅ اکثریت افغانانو خواري او بیوزلي ،په ټولنه کې دسودخورو او اوملاکانونارواوې، په دولتي ادارو کې فساد، دواکمنیو بیغوری ،دارتجاعي روحانیت ټګي اوبرګي په ګوته کړي اودهغو سربیره دپرمختللي افغانستان دجوړولولارو چاروته هم پام راګرزولی دۍ۰ دتره کی دژونداوفعالیتونو نه داسې بریښي چې هغه زیاته پاملرنه اوهلې ځلې دیوه سیاسي سازمان جوړولوته راګرزولې دي چې دلته دتره کی دشخصیت هغه جوهررا څرګندیږي چې غوښتل یې دهیواددمختلفوقومونواومذهبونومخکښ استازي دیوې واحدې ملي آجندا لاندې یوه ملي اووطني امراورسالت ته چې دهیوادهراړخیزپرمختګ دۍ په یوه سیاسي غورځنګ کې وویني ۰ البته تره کی یوازینی څوک نه و چې دې کارته یې ملاتړلې وه بلکې نورژمن ، وطنپال مبارزان اوسیاستوال هم وو چې پدې لاره کې یې هلې ځلې کولي۰ دتره کي اودده په شان نوروبا احساسه منورینو دهڅوله برکته دي چې دشلمې پیړۍ دڅلورمې لسیزي په نیمایی کې دویښ ځلمیانو سیاسي خوځښت بنسټ ایښودل کیږي۰ ددې ِغورځنګ دجوړیدودوخت په هکله څیړونکي یوه خوله نه دي ځینې دهغه دبنسټ ایښودلو کال ۱۹۴۶ اونور۱۹۴۷ ګڼي۰ همداراز دهغه دلارښوونکي هیآت په اړه هم د نظر یووالی نشته ۰ ځینې هغه پنځلس تنه اونورهغه پنځه تنه شمیري ۰ خوپه دې دواړو کې د ارواښادتره کی نوم لیدل کیږي اودابیا ددې مانا لري چې هغه ددې غورځنګ دبنسټ ایښودونکو اومشرانو څخه یودۍ۰ ددې غورځنګ دفعالیت اصلي مرکزونه کندهار، کابل اوننګرهاروو۰ دویښ ځلمیانوغورځنګ په لنډه موده کې په یوه پیاوړي غورځنګ واوښت۰ دغورځنګ دپیاوړتیا بهیر واکمنۍ په ویره کې واچوله اودهغودپاشلو هڅې یې پیل کړې۰ څه وخت وروسته ولیدل شول چې یوشمیرکسانوداغورځنګ پریښود اودنورو ډلوپه جوړولولګیاشول۰ پدې اړه تصوردادۍ چې ښايي هغوی دسیاسی خاموالی اوبی تجربګۍ اویا دواکمنۍ دلمسون له امله دنوروډلوجوړولوته هڅول شوي وي اوپدې ډول داځوان مترقي غورځنګ کمزوری اوتوټې ټوټې کړي۰ خوسره لدې ویښ ځلمیانو دپیاوړتیا په لورګامونه اوچتول اودسراسري کیدونښې نښانې یې ترسترګوکیدې چې واکمنۍ پرې مرګونی ګوزار وکړ۰ دغورځنګ دمشرانواوفعالانوپه زنداني کولو، بیکاره کولو، دښارونو او مرکزونو څخه یې دفعالانودبدلولواویا په بهرکې په دندوګومارلوسره تاراومارکړ۰ تره کی چې دویښ ځلمیانو دکابل دکړۍ فعاله څیره وه په امریکې کې مطبوعاتي آتشه مقررکړ خوهغه هلته هم خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه اوپه یوه مطبوعاتي مرکه کې یې دحکومت پرسیاستونو نیوکې وکړې۰ دمرکې وروسته په واشنګتن کې افغان سفیرسردارمحمدنعیم، ترکی دبې کفایتۍ په پلمه له ندې ګوښه اوهیوادته راستون شو۰ دیادولو وړبریښی چې دلویدیځ په اصطلاح آزاده رسنۍ دافغانستان دوخت دواکمنواوپه واکمنوپورې تړلوکړیوپه څیرد تره کي په اړه هغه څه زمزمه کړي اوکوي چې هغوی تبلیغول ۰ دساری په توګه دبی بی سی په فارسي ویب پاڼه کې د « زندګینامه تره کی – از کارمند اخراجی تارهبرحزب » په نامه یومطلب ترسترګوکیږي چې په هغه کې تره کی په بې کفایتۍ ، اختلاسګر ،شړل شوي ، شیعه ستیز، په خرافاتو باورلرونکی معرفي شوی دۍ اودده ددپښتوناولونوپه اړه ویل شوي دي «۰۰۰ دځینوکارپوهانوپه اندداآثارزیات داستاني ارزښت نلري» اودزنده ګي نوین په نامه دفلسفي اثرپه اړه راغلي دي چې«۰۰۰ هغه دده اثرنه دۍ اوښایي چې هغه شوروی فارسي ژبویا دایران توده یانولیکلی وي ۰ » که چیرې په بی بی سی کې خپاره شوي مطلب ته ځیرشوپه هغه کې دتره کی دشخصیت یومثبت ټکې نه ترسترګوکیږي اوټول دهغه منفی ځانګړتیاوته چې دتورونواو دتومتونویوه مجموعه ده وقف شوی دۍ۰ دلته لیدل کیږي چې دادآزادې پانګه والې نړۍ ډله ییزې رسنۍ څومره بې پرې ، ناپییلې اود واقعیتونوانځورونکې دي ؟
تره کی هیوادته په راستنیدوسره دتنویری هڅوترڅنګ سیاسي فعالیتونوته دوام ورکړترڅوبریالی شو چې د۱۹۶۴کال دجنوری په لومړی نیټه پخپل کورکې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندکنګره جوړه اودی په کنګره کې د ګونددمشرپه توګه وټاکل شو۰ ویل کیږي چې دکابل دویښ ځلمیانولومړۍ غونډه هم دتره کي په کورکې چې هغه مهال دشاه دوشمشیره شاه اوخوا اوسیده جوړه شوې وه۰ دتره کی فرهنګي ، تنویري اوسیاسي هڅې اودنوي ګونددمشرپه توګه دهغه راڅرګندیدل ددې سبب شول چې دواکمنۍ ،محافظه کاروکړیو او ارتجاعی روحانیت دښمني راوپاروي اودده خلاف د ناروا اوله بنسټه ناسمو تبلیغاتولړی پیل کړي۰ ددې تبلیغاتو اصلي ټکی پرمذهب څرخیده ګواکې چې تره کی کمونست ، ملحد ،بیدینه اودشوروی اجنټ دۍ اوپربله خوابیا دهغه سیاسی سیالانوهغه د امریکې اوانګلیس د استخباراتو سره په اړیکوتورناوه تردې چې ببرک کارمل دپرچم دډلې مشردتره کي بیوګرافی خپره کړه چې ګواکې هغه دسی آی اې سره اړیکې لري ۰دتره کي په پته داډول تبلیغات پدې موخه ترسره کیدل چې دتره کی شخصیت اوسیاسی فعالیتونه ترپوښتنې لاندې راوړي اودهغه ترمشرۍ لاندې دافغانستان دخلق دموګراتیک ګوند دخلقي فرکسیون دپیاوړتیاخنډ او مخه ونیسی۰ دتره کی ترمشرۍ لاندې ګوند دیولړانشعابونو سره مخ شواومختلفې ډلې تري بیلې شوې خویوې یې هم دتره کي تر مشرۍ لاندې خلقي ډلې سره دسیالۍ جوګه نشوې اوزیاتره یې سیمه ایزې ځانګړتیاوې لرلې۰ دثوردوسله وال پاڅون په درشل کې دهیوادداسې دولتي سیمه ایزاداری واحد( ولسوالی ، علاقداری ) نه ترسترګو کیده چې هلته د دې خلقیانوګوندي کمیټه فعاله نه وي ۰ ژوندښيي چې سیاسي سازمانونه اوسیاسي څیرې کله ناکله دغیرمترقبه پیښو اوفوق العاده حالت سره مخامخ کیږي اواړکیږي په یو لړ بیړنیواوله ګواښه ډکو کارولاس پورې کړي چې دخلقي پوځیانو لخواد۱۳۵۷ کال دثورداومي نیټې پوځي پاڅون یې څرګنده بیلګه ده۰خودې پاڅون وښودل چې خلقیانودا ځواک اوقابلیت درلودچې دواکمنۍ لخوا ورته شته ګواښ چې ددې غورځنګ بشپړماتول اوله منځه وړل و په وړاندې ودریږي اوله ځانه دفاع وکړي۰ دثوردسیاسی بدلون په پایله کې چې دتره کي ترمشری لاندې ګوندواک ترلاسه کړبیله ځنډه یې دهغو وعدواوژمنو دپلې کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړل کوم چې دګوندپه کړنلاره کې ورته ګوته نیول شوې وه۰ داژمنې د پرګنوپه ګټه یولړسیاسی، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي سمونونه وو۰ داسمونونه چې دوخت اوخلکو غوښتنه وه دګونددبې تجربګې، دمخالفینو دترهګروفعالیتونو اوپه ګوند کې دواک دمدعیانو دآګاهانه سبوتاژ له امله د سترګووړ تیروتنوسره جوخت پلې شول چې د واکمنۍ لپاره یې ټاکلې ستونزې راپیدا اودهغې اعتبارته یې سخت زیان ورساوه۰ ددې سره سره دتره کي ترمشرۍ لاندې واکمنۍ لخوابیړه ناکوآرماني ،انساني اوافغاني هیلواوسمونونوداسې خوځښتونه راپیل کړل چې دیوه پرمختللي افغانستان اورښتیني انقلاب زیری یې ورکاوه چې له بده مرغه دمسکواوواشنګتن د څرګندو اوپټولاسوهنواو دسیسو له امله په نیمه لارکې پاتې شول۰ واشنګتن دافغانستان خلاف نااعلان شوې جګړه سمبالوله اوبیا مسکوددوستانوپه جامه کې دګونددننه مخامختیا ته لمن وهله چې دګوند یوشمیر مشران دخودخواهۍ اونوردناپوهۍ له امله د مسکوددسیسوښکارشول اوپایله یې دتره کي ګوښه کول اوبیاپه بیرحمۍ سره دهغه وژنه شوه۰ دتره کي دشهادت پایله داشوه چې دهغه ځای ناستی په کمزوري حالت کې ودریږي چې دواک دساتلوپه موخه دکرملن دواکدارانوڅخه کوم چې په ګوند اودخلقي مشرتابه داختلافونودچاغولو چینه وه پوځي مرسته وغواړي اودامرسته دهغه دترور اودخلقي واکمنۍ پای شی۰
تره کی نه یوازې یوریالست لیکوال او فعال سیاستوال وبلکې هغه یو استثنایي مشر هم و۰ هغه دعمل سړی و، هغه دټګې اوبرګۍ اوعوامودتیرایستلواوغولولوسړی نه و۰ دتره کي دزعامت ځانګړتیا پدې کې ده چې هغه دشخصي اوفامیلي ګټوپه پرتله ملي ګټوته لومړیتوب ورکاوه اودخپلې کورنۍ غړو ته یې لکه دنوروپه شان دولتي څوکۍ، امتیازونه اوصلاحیتونه ورنکړل۰ که په پاچاهی رژیم کې د سلطنتي کورنی غړو واک او ځواک ، شان اوشوکت درلود داپه افغانستان کې یوه معمولي خبره ګرزیدلې وه۰ خوکله چې په هیوادکې دجمهوریت ، ټاکنواو ولسواکۍ خبره کیږي نوهلته د هیواد مشر دمطلق العنان ټولواک په شان ځانته داحق نه ورکوي چې دخپلې کورنۍ غړو ته لوړ دولتي مقامونه اوبې کچې واکونه ورکړي ۰ دتره کي نه مخکې دسردارمحمد داود ترڅنګ دهغه ورور سردارنعیم ددولت دمشرپه شان واک درلوداودهغه امراوهدایت په حقیقت کې ددولت دمشرامراوهدایت و۰ دتره کی وروسته دهغه دځای ناستي حفیظ الله امین ورور اووراره د امین په شان بې کچې واکونه او اختیارات لرل۰ دکارمل په زمانه کې نه یوازې دهغه ورورمحمودبریالي دسترګووړ واکونه لرل بلکې دګوندپه مرکزی کمیټه کې دکارمل اودهغه دورور بریالی پرته دهغه خپلوان ( اناهیتا راتب زاد، وکیل ، شاه محمددوست، یاسین صادقی ) انقلابي سلطنتي سرداران و۰ دجهادي اواوسنۍ دشراوفساد دواکمنیو په اړه یادونه یوه دخنداوړخبره ده ځکه چې ددې واکمنیوکړه وړه واکمنیو ته ورته ندي۰
قدرمنو حاضرینو! دادستایلووړ کاردۍ چې موږدهیواددغوره سیاسي ، فرهنګي، اداري اوپوځي څیرو درناوی کوواو دهغوی داندونو، ژونداوفعالیتونوسره دآشنايۍ په موخه لکه ننۍ غونډې ته ورته غونډې جوړوو۰ خو اصلي اوپخه خبره داده چې یوازې دغونډو رابلنه اوجوړونه زموږدجګړه ځپلي اوکړیدلي ولس د دردونواوټپونو درملنه نشی کولای خبره داده چې موږدهیواد دځلانده ستوروپه شان عمل وکړو او د هغوی داندونواوهیلورښتیني پلي کونکی وو اویا شو۰ موږنن د ارواښادتره کي دژوند او اندونوپه اړه دیوبل څخه اوروچې تره کی له افغان روڼ اندي نه غوښتل چې دحق او حقیقت ، دمظلوم اوتراسارت لاندې انسان اوولس ترڅنګ ودریږي یاداچې د عوامفریبانو، د ترقي ضدکړیو، ظالمانو ،ملي ضداوپه پردیوپورې تړلو واکمنیو او اشغالګروپه چوپړ کې ودریږي ۰ دتره کي دمرګ وروسته بهیروښودل ځینوچې ځانونه یې دتره کي داندونو پلویان ګڼل اویا یې ګڼي، دتره کي هره خبره به یې زمزمه کوله اویایې کوي دانټرناسیونالسم اوګلوبالیسم په نامه دنیواکګرودخدایي خدمتګارانو اورضاکارومبلغانورول لوبولی دۍ۰ ددې ډول افرادوچلنداودریځ دتره کي دهیلو اواندونو سره هیڅ سرنه خوري۰ لدې کبله داخبره کوم چې د هیواددځلانده څیروپه ویاړیوازې دپرتمینوغونډو جوړول زموږ دبیساره کړاونو اودردونو درملنه نه کوي بلکې هغه څه چې تره کي اویا بل کوم افغان پوه ، سیاستوال اوملي څیرې ویلي دي دهغو رښتیني پلي کونکي شو اودهغو چلنداوکړه وړه موږته الګواوسرمشق وي۰ پدې هیله چې افغان روڼ اندی د هیواد دتیرورښتینوبچیانواوپه هغه کې دنورمحمدتره کي دهیلواواندونودترسره کولو په لاره کې عملي ګامونه پورته کړي اوپه تیره داوسنۍ دشراوفساد واکمنۍ ، جنګسالارانو او اومذهبي ټیکه دارانو او دهغوی دنړیوالانوبادارانو په وړاندې دحق اوحقیقت اودمظلوم افغان ترڅنګ ودریږي۰ په پای کې ددې غونډې دسمبالونکو څخه مننه اوکوریې ودان چې داسې یوه غونډه یې را وبلله اوددوی نه داتمه هم کیږي چې دامکان په صورت کې پدې غونډه کې لوستل شوې لیکنې او ویناوې په رسنیوکې خپرې کړي ۰
په درنښت
یادونه : دالیکنه دسانت پیترزبورګ دافغانانودادبې ټولنې هغه غونډې ته استول شوې وه چې دروان کال دسپتمبر په میاشت کې دراواښاد نورمحمدتره کي ژونداوفرهنګي فعالیتونو ته ځانګړې شوې وه۰

Comments are closed.