د ابادۍ قربانې!

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

ډاکټر تیتسو ناکامورا د افغانستان په تیره بیا د ننګرهار د ابادۍ په خاطر خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ . هغه د ۲۰۱۹ م کال د دیسامبر په ۴ مه د سبایي په ۸ بجو ، د جلال اباد ښارکې د یوه ترهګریز برید په پایله کې د څو نورو کسانو په ګډون چې یو یې ساتونکی او بل یې ډریور ؤ ووژل شو. دغې خونړۍ پیښي ټولو افغانانو او نړیوالو ته سخت ټکان ورکړ . ډیرئ افغانانو د ډاکټر ناکامورا یا کاکا مراد په ناځوانمردانه وژنه ژور خپګان ښکاره کړ او د وطن له هري خوا د زیاتو اوښکو په تویولو ، د افغانستان د خلکو ټولو ټبرونو له نامراده کاکا مراد ، د هغه د انساني سترو خدمتونو د درناوي ، مننې کولو او د غمزپلي کورنۍ سره یې د کلکې همدردۍ ښودلو بې ساري څرګندونه وکړه .

د ټولي نړۍ په تیره بیا د پښتونخوا او افغانستان خلکو او رسنیو په وحشیانه توګه د ډاکټر ناکامورا وژنه د انسانیت په وړاندي پیښ ستر خطر او د افغانستان د بیا جوړونې بهیر ته لوي ګواښ بللی او ناکامورا یې د کنړ سیند د مهارولو ، د ګمبیري په څیر د سپیرو دښتو د خړوبولو او زرغونولو او ابادۍ قربانې یاد کړی دی. په شننو کې ګوته نیول شوي چې وژل شوي جاپاني الاصله افغان د هیچا سره دوښمنې نه لرله یوازي له ناروغیو ، لوږي او فقر څخه د افغان وګړي د خلاصون په ګناه ، د کنړ سیند د اوبو راګرځولو پر سر د سیمي د لوي شیطاني شبکې او د هېواد د کورنۍ مافیا د ګډ پلان په پایله کې ترور شوی دی .

ډاکټر تیتسو ناکامورا ځکه د سیمي د ډیرو دون صفته استخباراتو او مافیایي کړیو قهر او کرکه راوپاروله چې هغه د خپلو ټولګټو فعالیتونو په پایله کې د ننګرهار خلکو ته ۱۵۰۰ ژوري څاګانې ، ۱۲ ویالي ، ۲ مسجدونه او ۲ مجهز کلینیکونه جوړ کړل . په ګمبیري او شاوخوا سیمو کې یې ۸۲۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړه ، د غنمو، جوارو ، ترکاریو د کښت سربیره یي د میوو لکه مالټو باغونو په جوړولو سره ۶ لکه او ۵۰ زره وګړو ته ګټه ورسوله . هغه د مروارید په نامه ۲۷ کیلو متره اوږده ویاله د کنړ سیند له اوبو څخه د ښیوي ولسوالۍ او ګمبیري دښتې د زرغونولو په موخه وکیندله .

ناکامورا چې د ۱۹۴۶ م کال د سیپتامبر په ۱۵ مه جاپان کې زیږیدلی ؤ ، په ۱۹۸۰ مو کلونو کې افغانستان ته د طبیب په توګه چې روغتیایي مرستې وکړي راغئ . هغه د روغتیایي مرستو تر څنګ د افغان کډوالو سره په پیښور او د هېواد دننه اغیز لرونکو همکاریو کولو ته ودانګل . په ۲۰۰۰ م کال کې چې د افغانستان دننه وچکالي زیاته شوه ، خوراکې توکې لږ پیدا کېدل ، په خلکو باالخصوص کوچنیانو کې د ناروغیو کچه لوړه وختله ، هغه د کارګرانو یوه ډله جوړه کړله چې څاګانې وکنې ، د کلیو خلک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او د دې په څنګ کې د اوبو لګولو ویالي وباسي . د ویالو جوړولو سره جوخت هغه د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو له پاره د ښوونځې د جوړولو له پاره مټې راونغاړلي . په همدي کال کې۳۱ کلن کزویا ایتو چې د اوبو لګولو د ویالو په کار بوخت ؤ ، د وسله والو یاغې ګروپونو له خوا ووژل شو ،  د هغه نیمګړو چارو ته ناکامورا اوږه ورګړه چې د پلي کړي پلانونو په پایله کې هغه په ایوارډونو ، ستاینلیکونو او د افغانستان په افتخاري تابعیت ورکولو ونازول شو .

د ډاکټر ناکامورا د کار ځانګړتیا په دې کې وه چې هغه ، د اوبو لګولو د کار له ساده  طریقو څخه ، چې د ده پلرني وطن جاپان کې زیاتې کاریدلي په ګمبیري دښته او نورو ځایونو کې استفاده وکړه . په ډیره ارزانه توګه او لږ وخت کې ، د سیمه ایزو موادو په کارولو سره زیاتې ویالي وکیندل شولي او په زرهاؤ جریبه ځمکه تیاره او خړوبه شوه . هغه په ډیره کمه اجوره د کلیو خلک قانع کړل چې د هغه د اړینو پلانونو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي . د ننګرهار خلکو په هغه کلک باور وکړ او ناکامورا د ولس د اعتماد په وړاندي له نیم میلیون زیاتو کلیوالو ته د خوړو ، روغتیا ، پوهني او ټولنیز ژوند برخو کې بې ساري خدمتونه وکړل . هغه د ښیوي د ولسوالۍ او ګمبیري دښتې شاړو ته اوبه ورکړي ، سمسور فارمونه ـ پټې یې جوړ کړل ، ښوونځې او جوماتونه یې ودان کړل ، ځکه خلکو ورته په درناوی او ناز کاکا مراد لقب ورکړ .

د ننګرهار د خلکو له خوا فقید ناکامورا ته د کاکا مراد لقب کارول ، د کړي کارونو په مقابل کې په ستاینلیکونو او ایواردونو د هغه ویاړل کېدل ، د افغانستان افتخاري تابعیت ورکول کېدل د خلکو او خکومت له خوا د هغه د انساندوستانه کارونو د درناوي او مننې څرګندونه کوي . کاکا مراد په خلکو ګران ؤ ، له ګرد افغانستان څخه د ټولو توکمونو او ژبو استازو د هغه له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ژور احساس ښودلی دی . د هغه د بې رحمه وژنې په وړاندي د افغان ولس له غبرګون څخه پته لګیږي چې زموږ خلک د کار او بې کاره کسان سره بیلولی او پیژندلی شي . د افغان نارینه ، ښځو او ځوانانو ژړاګانې ، په ټولنیزو رسنیو کې د کاکا مراد په باب ځانګړي لیکني ، شعرونه او زمزمي ښیي چې د ننګرهار خلکو او هېوادوالو د ابادۍ یو ستر اتل چې د ابادۍ قربانې دی له لاسه ورکړی دی .

په ټولنیزو رسنیو کې بیا د افغانستان د خلکو د میلمه پالنې د احساس سره یو شمیر نابلده کسان د ډاکټر ناکامورا وژل د هېوادوالو کمزورتیا ګڼې ، د یو ډول پیغور او قطرو په افاده کولو سره هڅه کوي وښیي چې ګواکې افغانان د خپلو دوستانو په پیژندلو او دفاع کولو کې پاتې راغلي . هغوي له دې زاویي غواړي بهرنیانو ته وښیي چې افغانانو ته کار کول ، سر ورکول دي ! په ریښتیا کې داسې نه ده . زموږ خلکو تل له هغو بهرنیانو کرکه کړي او ورپسې پورته شوي چې د پوځي موخو په خاطر افغانستان ته راغلي . خو د ټولګټو فعالیتونو له پاره راغلو بهرنیانو سره هېوادوالو تل د ډیرو ښاغلو میلمنو په څیر چلند کړی ، هغوي یې نازولي دي . د سولي په شرایطو کې د امریکا ، اروپا ، کاناډا ، استرالیا او افریقا کارپوهانو ته افغانانو خپل زړونه ورکړي چې د متقابل انسانی باور او اړیکو داستانونه یې تر اوسه هم د مشهورو کتابونوچپټرونه جوړوي . د خواشینی ځاي دادی چې ځینې څرګندي کړۍ او پیژندل شوي اشخاص د سیمي او نړۍ د بې رحمه او وحشي صفته کړیو اجورتې انساني ضد کارونه چې د افغانانو په خاوره کې د اقتصاد ، فرهنګ ، ټولنیز ژوند د جبهي بهرنې کارپوهانو ګواښول ، تښتول ، برمته کول ، وژل ، د پیسو او نیول شوي جاسوسانو د خوشي کولو په بدل کې هغوي سپر کول دي ، له یاده وباسي او د پورتنیو افغان ضد ـ مسلمان ضد کړنو تور په سپیڅلو هېوادوالو لګوي . په افغانستان کې د سلما ، نغلو او نورو بندونو د ویجاړولو ، د لوي ترانزیتي لارو د سپړلو او مین ګذاري کولو ، د ښوونځيو د ورانولو او د کوچنیانو د مسمومولو ، د روغتیایي مرکزونو د نړولو او د هغې د کارکوونکو د وژلو او تښتولو ، د پلونو او پلچکونو د الوزولو د انساني ضد فعالیتونو تر څنګ د بهرنیو انجینرانو ، ډاکټرانو ، کارپوهانو ، استاذانو او مسلکي حرفوي کسانو په تښتولو او د هغې پر سر معامله کولو کې تر اوسه د پاکستان او ایران د استخباراتو په وړاندي د افغانانو مالومات او کرکه په تیرو څلورو لسیزو کې زیات محسوس شوي .

هېوادوال د خپل انګړ جوړونکې نه وژنې ، دا د افغانانو دوښمنان دي چې د افغانستان د بیا جوړونې ستنې غورځوي ، د هغې معماران تښتوي او وژني يي !!

له دې کبله د نامراده کاکا مراد ، وژونکي که د دې خاوري اوسیدونکې هم وي ، ځکه افغانان نه دي چې هغوي د پاکستان د استخباراتو د اندیښنو په ځواب کې ( د ګمبیري د سپیري دښتې په بڼ د اړولو ) معمار او د کنړ سیند د اوبو مهارونکی وژلی دی ! دا ډول هڅه یوه انساني ضد ـ افغاني ضد او اسلامي ضد هڅه ده چې هیڅ هېوادوال ورته زړه نه شي نیولی !

د ډاکټر ناکامورا او دهغه د ورسره ملګرو وژل او شهیدانول ، د هغو سیمه ایزو څرګندو کریو دسیسه ده چې د افغانستان اوبو ، ځنګلونو او نورو طبیعي شتمنیو ته د تالان په عینکو کې کوري !

د افغانستان حکومت او خلک په یوه شي کې پاتې راغلي چې ولي د داسې شومي سناریو په برخه کې کشفي ـ استخباراتي او ولسي مالومات او هڅې همغږي شوي نه دي ؟ ولي ژغورونکي او د ګواښ لږیدو تدبیرونه له پخوا نه دي نیول شوي ؟ ځکه دا ډول پیښې ان په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې پیښیږي چې هغوي ورته په مسلکې ډول د مخنیوي لاري چاري لا له وړاندي پیشبینې کوي .

په پاي کې د کاکا مراد او د هغه د ملګرو وژنه افغانانو ته ستر ماتم دی ، د هغوی روح ته د مغفرت دوعا استوو . د فقید ناکامورا او د ورسره شهیدانو د کورنیو او د جاپان د دوست هېواد ولس سره ژوره غمرازي څرګندوو او په بربنډه وایو چې تر سره شوي وژنه یوه ستراتیژیکه وژنه ده ، لامل یې افغانان نه ، بلکه د سیمي استخبارات په تیره بیا د پاکستان اي اس اي ده !

ناکامورا یا کاکا مراد د ابادۍ قرباني دی!

 

 

 

Comments are closed.