د داکتر ناکامورا مظلومانه وژنه ؟

درنو دوستانو

 نن موږ او تاسو ددې لپاره راټول شوي يو چې د يوه افغان دوست او په افغانستان او افغانانو مين شخص  داکتر تېتسو ناکامورا چې په ننگرهار کې په کاکا موراد مشهور وو، دده پر وژنه او دده قاتلينو پردي پالو ددې غير انساني عمل غندنه وکړو.

 د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د ډاکټر ناکامورا د تېرو ٢٢ کلونو فعاليتونه

  لکه دده  دافغانستان په ننگرهار کې 1500 ژوری څاگانې کيندل شوي د څښلو اوبه 650000 تنو له پاره 82500 جريبه ځمکه د کرهڼۍ له پاره جوړه شوی

 ۱۱ سربندونه او کانالونه باسل شوي، دوه مسجدونه اودوه شفاخانی اود کنړ سيند څخه داوبو مهارولو کار ډېر موثر ګڼل شوي، چې ورسره د زرګونو کسانو ژوند هم په مثبت ډول بدل شوى دى.

د ٧٣ کلن ناکامورا هغه کارونه چې د اوبو د مديريت، کرنې او د اوبولګولو په برخه کې کړي، د پام وړ ګڼل کېږي.دا شخص د جاپان له ارام پرمختللي هيواد نه دلته را غلی وو که لږ شاته ولاړ شم ووايم چی دده بل ملگری اينجنر ايتو د افغانستان په ختيځه برخه ننگرهار هميشه بهار کې په 2003 زکال يوه پروژه پېل کړی وه دا اينجنر د داکتر نا کامورا د لاری پوخ ملگری وو دی هم  د طالبانو لخوا تر بريد لاندې راغلو خود سيمې خلکو دده دژغورلو له پاره راووتل او د طالبانو نه د خلاصون په هکله وجنگيدل ليکن بريالي نه شول اينجنر ايتو ددوی لخوا ووژل شو.

اوس دا سوال پيدا کيږي چی ناکا مورا  او اينجنر ايتو افغانستان  ته د څه له پاره را غلي وه؟

ايا د کوم نظامي روزونکو دنده يې درلوده؟

ايا دافغان وسلوال پوځ کوم سلا کاران  وو؟ ځواب، نه خير

  داکتر نا کا مورا د افغانانو ، په تیره بیا د ننګرهار د خلکو یو مهم دوست چې د ژوند ډيره برخه یې د خلکو د ژوند د ښه والي ، په سمسورو باغونو او پټيو د سپيرو دښتو د اړولو ، د افغانانو د روغتیا او خوړو د بسیایني او یو لړ نورو ټولګټو هلو ځلو کولو ته وقف کړي وه ، د افغانستان د ابادۍ ، سمسورتیا او د انسانیت دوښمنانو له خوا په ډيره ناځوانۍ او بې رحمۍ دندي ته د تګ پر مهال د جلال اباد ښار کې د خپلو ساتونکو سره یو ځاي د ترهګریز برید په ترځ کې ووژل شو .

دا چی ډاکتر مورا په کا کا موراد مشهور شوی وو سلگونو رسنيو، ليکوالانو،سياسي ملي شخصيتونو، اوسياسي گوندونو لخوا دده وژنه يو پست وحشېانه عمل بللی اودده بی رحمانه وژنه يي په کلکو ټکو غندلی ده، هغه د اوه سوه زره ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال رغولو خوددې هېواد غلام صفته پردي پالو د اي ايس اي په لارښونه دوحشت، بربريت ټيکدارانو د خپل تور بادار بيا داستر خدمتگار په نښه کړ او وي وژلو ځکه ددی هيواد ټول خدمتگاران د بربريت ښکار دي.

يو ليکوال ليکي چی موږ داسامه بن لادن ساتلو  په خاطر خپل هيواد لوټی لوټی کړخو داکتر نا کا موراد مو ووژلو افسوس سل ځله افسوس.

درنو دوستانو د جا پان خلک به اوس يو د بل څخه پوښتنه کوي چی نا کا مورا په افغانستان کې څه کول؟ نور به ځواب ور کوي چی هغه هلته شاړی ځمکې ابادولی اوبه خور سيستم يې جوړولوبیا به پوښتنه وکړي چی ولی وواژه؟ ځواب به يې دا وي چي دا ډول خلک چی دی وواژه هغه تياری خوښوي.

موږ افغانان د ډاکټر ناکامورا وژنه ډير ستر بشري ضد جنایت بولو او هغه په سختو ټکو غندو . ځکه هغه د جګړه ایزو فعالیتونو پر ځاي افغانانو ته نه هیریدونکي اقتصادي ، ټولنیز ، روغتیایې او نور انساني خدمتونه کول چې په یادولو یې هر افغان او بشرپال نړیوال ویاړ کوي . د افغانستان په تیره بیا د ننګرهار د ابادۍ او پر ځان د بسیا کېدو له پاره د ناکامورا پيل کړي او پر سر رسیدلي پروژو زیات افغانان د جګړي له لیکو را جلا کړل څو په خپل مټ حلاله مړۍ ډوډۍ د خپلو کورنیو له پاره پيدا کړي .

ترهګر او د هغوي سیمه ایز او نړیوال ملاتړي چې یوازې انسان وژنه او مدنیت ورانونه پيژنې نه شي کولی د ناکامورا او د هغه د ملګرو په وژنه افغان او نړیوال بشرپال له خپلي سپيڅلې انساني لاري را وګرځوي

 موږدا بشري جنایت په غټو ټکو غندو ، ناکامورا ته د درناوي په نیت د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې:

د اوبو لګولو هغه پروژه چې ناکامورا په ننګرهار کې پيل کړي وه او ډيره برخه یې سرته رسیدلي ده د هغه په نامه ونومول شي

( .د هغه جنازه په ځانګړو مراسمو د یوه جګ پوړي پلاوي په ملتیا ، د یوه غوره پيغام سره ابایي خاوري ته ولیږدول شيm agha (2).)

له نړیوالو بشري او ډیپلوماټيکو ټولنو سره د سلا مشورو کولو له لاري د ناکامورا د قاتلینو او د هغوي د ملاتړو د موندلو او په سخته سزا د هغوي د رسولو هلي ځلي پيل او چټکې کړي.

د هغو بشرپالو بهرنې کارپوهانو د امنیت خوندي ساتلو له پاره چې ، افغانانو ته د هېواد دننه د انساني مرستو د رسولو چوپړ کوي ، کلک امنیتې تدبیرونه ونیول شي.

د ډاکټر ناکا !مورا روح دې ښاد وي

 

Comments are closed.