د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند د دارالانشأ د ډاډګیرنې پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د ثور ۱۳ م

د مرحوم عارف وزیر د شهادت اړوند:

د ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا موندلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پې ټې ام ) د عادلانه مبارزې د بې پایه کاروان یو بل سالار مرحوم عارف وزیر چې د خپلې کورنۍ ۱۲م شهید دی، د انسانیت، پښتنو او مسلمانانو دوښمنانو ، د سیمې د اجیرو ملیشو له خوا په غلچکې ډول خو په بې رحمۍ شهېد کړل شو . ارواښاد د علي وزیر د تره ځوي او د منظور پښتین د سیاسي مبارزې د لیکو یو فولادي شخصیت ؤ . هغه د لنډ خو پتمن ژوند په اوږدو کې په سیمه کې د استعمار ، په پښتنو باندې د پنجابې نیواک د تیریو ، د پوځ او اي اس اي د توطيو او دسیسو په وړاندې زړوره هڅه او هاند کولو .

هغه پښتنو ته، په خپلو ذرایعو او وسایلو د واک لرلو ، په خپله جغرافیه کې د انساني مدني ژوند کولو ، د نورو قومونو په څير له ښارونډي حقوقو څخه د برخه من کېدلو او د خپل اصیل فرهنګ او ثقافت څخه د ګټي پورته کولو ، د حق د ورکړي له پاره هدفمنده مبارزه کوله.

ارواښاد عارف وزیر د ارمان لوڼې او نقیب په لاره د تګ تعهد په کابل کې په هغو ویناګانو کې تازه کړو چې ویل یي هغوئ چې د طالب په جامه لرو بر افغانان وژنې، افغانستان او پښتونخوا ویجاړوي، ترهګر دي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو د کرایي ملیشو په رول کې لوبیږي.

د مرحوم سختو نیوکو ، فعال ولسي کار ، په خلکو کې پرله پسې زیاتیدونکې اغیز پنجابۍ استعمار ، کرایي ملیشي او ترهګري مذهبي کړۍ په عوصه کړي. له دې کبله یي په پوره ناځوانۍ د پې ټې ام د نیواک ضد خوځښت اتل عارف وزیر په شهادت ورساوه.

خداي بښلی عارف وزیر د افغانستان د خلکو ستر دوست ؤ ، هغه افغانستان خپل پلرنی انګړ باله او د هغې د ابادۍ او سوکالۍ سره یي مینه درلوده. تل به یي ویل چې د افغانستان د سوځيدو او د ټولي پښتونخوا د ویجاړیدو عامل پنجابی استعمار او په سر کې یي د پاکستان پوځ او استخبارات دي.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيرو سختو ټکو د مرحوم عارف وزیر وژل غندي او دا عمل یو بشري ضد، پښتنې ضد او اسلامي ضد عمل بولې. په داسې حال کې چې شهید ته د لوي خدایه د مغفرت او دردمنې کورنۍ ته یي د زړه صبر او عوضونو د ورکړي دوعا کوي،  د افغانستان په ټولو هېوادنیو ډموکراتیکو سیاسي مدني ټولنو ، د بشر د حقوقو په سازمانونو او د ملګرو ملتونو په سازمان غږ کوي چې له ټولو لارو چارو د پاکستان په ترهګر حکومت او پوځ زور واچوي چې د مرحوم عارف وزیر قاتلین پيدا او د نړیوال عدالت منګولو ته د سزا لېدو په خاطر وسپاري او پاکستانۍ حکومت مجبور کړي چې د ارواښاد کورنۍ د نورو ټولو غړو امنیت خوندي کړي او د رسېدلي ظایعې له امله یي د کورنۍ غړو ته تاوان ورکړي. همدارنګه پاکستان مجبور کړي چې د پې ټې ام د مدني غورځنګ د فعالینو او غړو حفاظت وکړي، ټولو کړي نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ عدالت غوښتونکې داعیي ته درناوی وکړي.

انا لله و انا الیه راجعون

عبدالحی  مالک  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.