کابل – افغانستان د ۱۳۹۷م کال د مرغومې ۶ مه
په ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افعانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرکزي شورا غړی ، د پکتیا د ولایتي ګوندي شورا ریس ، پخوانی د کابل د پلیتخنیک پوهنتون استاذ ، د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال ، په مسکو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سکرتر ، د هېواد د دموکراتیک او وطنپالونکې جنبش یو وتلی سالار او د وطن یو ذهیر خدمتګار ارواښاد فدامحمد فدا ، د ورپيښې ناروغۍ له امله نن له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي او د ابدیت سره یو ځاي شو . مرحوم فدا یوه علمي ، فرهنګي ، سیاسي او دیپلوماتیکه وتلی څيره وه . د ژوند زیاته موده یې په زده کړه ، د وطن د ځوان نسل په روزلو او د هېوادنې غورځنګ تاند ساتلو په خدمت کې تیره کړه . خداي بښلی یو ارام ، خلکو سره مرسته کوونکی ، خاکسار او اوریدونکی شخصیت ؤ . هغه له انسان او افغان سره نیکې کوله او له بدۍ بیزاره ؤ خداي بښلی فدا د افغانستان ولس په منځ کې اوسېدلو ، ان په ډيرو ستونزمنو شرایطو کې د خپل ټاټوبې له کلې او انګړ بل خوا استوګن نه شو او د ژوند تر وروستیو شیبو یې د خپلو خلکو ، ملګرو او دوستانو تر څنګ د افغانستان د ابادۍ په ارمان سترګې غړولي او هم یې سا ایستله . هغه د افغانستان له څلویښت کلنې تپل شوي جګړي کرکه درلوده . د خپلو هېوادوالو په سرساموونکې مرګ او میر زوریده او تل یې د مرحوم په روح او روان منفې اغیزه کوله . هغه د جګړي د بیخې ودریدو ، د بې درنګه سولي د راتلو ټينګ پلوي ؤ . هغه به ویل چې جګړي او مداخلې زموږ د خلکو په ژوند ژور منفې اغیز کړی او ان عمر یې ور لږ کړی دی . هغه په ګوندي ناستو او د خلکو سره په جرګو کې افغانان وطنپالنې ته رابلل ، ویل به یې چې د نیابتې روانې جګړي تمولونکې او جګړه ماري مفرزي د هېوادوالو وطندوستۍ ته کلک زیان رسوي ، په ملک کې لاسوهني ته زمینه برابروي او په دې توګه افغانستان ورانوي . د هغه تشه د جبران کېدو نه ده . د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند مرکزي شورا ، د هغې اجرائيه شورا ، دارالانشا ، سیمه ایزي او ګوندي شوراګانې او په ټوله کې ګوندي غړي د ارواښاد فدا ناببره مړینې سخت خواشینې کړي دي . په داسې شیبو کې چې د ارواښاد فدا غم موږ هر یو زوروي ، د پوره درک وړ ده چې د هغه ویرجنه کورنۍ به هم د غم په تغر د کیناستو عذابونکې لحظې تیروي . له دې کبله ټول ګوند د اروښاد د غمزپلې کورنۍ تر شا ودریږي او د هغوي سره په دې ستر غم کې څنګ په څنګ د دردمنې کورنۍ د ډاډګیرنې په موخه له هر راز مرستې کولو څخه ډډه نه کوي . د ګوند دارالانشا له لوي خدایه غواړي متوفا ته مغفرت وکړي او ویرجنې کورنۍ ته یې عاجل تسلیت او د زړه صبر ورکړي . انا لله و انا الیه راجعون عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس
Visat av Abdulrahim
Chattkonversationen är avslutad