د ثور مياشت ته ځغلنده نظر او اړينې پېښې .
په دريم د ثور د ځمکې د پاک ساتلو او استفادې نړېواله ورځ ده،په نړې کې د ا لويه ستونزه ده چی ټول انسانان چارواکي د ځمکې د پاک ساتلو او استفادی کول منل شوي نورمونه پر ځانونو عملي کړي .
۱۱ د ثور (يا غويي ۱۱ مه» د کارگرانو نړېواله ورځ ده دا ورځ هم د ټول بشريت د زحمتکښانو د يوالي د اثتثمارگرانو، ښکېلاک گرانو ، پانگوالو د ظلم او ناروا کړنو د مخنيوي اود نړې کارگرانو د ازاديو او يوالي جشن په ټوله نړې کې په شاندارو مراسمو سرته رسيږي.
۳ د ثور د کتاب نړېواله ورځ ده د ټول بشريت انسانيت خلاصون ورځ ده .
۱۳ د ثور. بيان د ازادی ، متبوعاتو ورځ ده که د بيان ازادي وي د مطبوعاتو ازادي وي ما نا داچی دموکراسي شته هر انسان کولای شي خپل روا غوښتنې د قلم په ژبه د ويانا او نورپه ازاده توگه وغواړي.
۷ د ثور يا غويي اومه ۱۳۵۷مه زموږ په گران هېواد کې لويه او مهمه تاريخي پېښه يا اوښتون وو دا په دی ما نا چی کله هم سردار محمد داودخان د خپل اکا پر ځوی محمد اهر خان په ۱۳۵۲ل کال د چنگاه ۲۶ مه کودتاه وکړه ټول سياسي گوندونو د سياسي فعاليت منع شوه مخکنې اساسي قانون لغوه ادلون بدلون را منځ ته شو دده پر واکمې ک يوازی دده گوند(( ملي غورځنگ» د فعاليت اجازه درلوده، څو متواتری کودتاوی اود اسلامي ډلو بغاوتونه سرته ورسيدل، يو شمېر اسلامپاله مخاليفين پاکستان ته ولاړل هلته د پاکستاني اسخباراتو په لارښونه هيواد ته د تخريب له پاره تربيه او روزل کيدل.بيکاري اود اتم ټولگي د کانکورازموينی له مله په زرگونو ځوانان بيکاره شول د سردار صاحب بهرني سياست هم نه د لويديځ اونه د ختيځ په مزاج برابر وو د ساړه جنگ تاثېرات هم ددی لامل شوه چی داوت خان رژيم بنسټونه ټينگ نه شي دافغانستان د خلق دموکراتيک گوند چی زيات شمېر پلويان يې په ملي اوردو يا وسلوال پوځ کې در لودل کله چی د سردار داودخان له خوا پر نوموړي گوند بريد وشو دوی د واکمنې د پرځولو له پاره گام پورته کړ او رژيم يې چپه کړدا گوندواکمن شول . دی گوند دمثبتو کارنامو تر څنگ لوی تيروتنې کړي او شورويانو راتگ په گران هيواد د تيري په ما نا اود ولسونو د نه منلو وړ وو.
۸ د ثور(۱۳۷۰ »د پاکستان او متحيدينو په مرسته په لاهور کې د ملگرو ملتو د پروگرام په مخالفت سره د تنظيمي حکومت واکنی ته ورسيدلو اود هېواد په تاريخ کې د ټول هيواد او په خاصه توگه د کابل ميشتو له پاره توره او ټولو ناورينونو او غملړلو ورځو په حساب کې را ځی.
۱۶ د ثور (۱۳۶۵»ل کال ببرک کار مل له گوندي او دولتي چار استعفا وکړه .
۱۶ د ثور (د می ۶ ۱۹۱۹ زکال دافغانستان او انگليس دريمه جگړه پېل شوه.
۱۶ د ثور ۱۳۹۸ل کال دروژی مبارک ورځ سره سمون لري
۱۸ د ثور دمی ۸ د سری مياشتې نړېواله ور ځ ده.
په ۹ د ثور۱۳۹۸ د مشورتي لويه جرگه جوړېږي، په ۱۷ د ثور۱۳۹۸ دافغانستان د ملي شورا اولسمه دروره رسما پرانستل کيږي.
دافغان سولی له پاره دامريکا او طالبانو ناستی کيږي
دا مياشت د نورو په پرته يوه مهمه مياشت شمېرل کېږي .
محمد اقا شيرزاد
20190424