د سولی مشورتی لويه جرګه او سياسی تجاران

حکيم روان

د افغان سولې له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د هڅو په پيل او د طالبانو سره د لومړنيو خبرو آترو په لړ کې طالبانو د ورسپارل شوی اجنداء له مخې د افغانستان د سياسی نظام د ړنګيدو د اعلان سره يو ځای د افغان حکومت سره مذاکرات هم ناشونی وبلل .

د طالبانو له خوا د نظام د نسکوريدو او په ځانګړی توګه د ملی وسله وال ځواک د له منځه وړلو ناکامه هيله د افغانانو سخت غبرګون او کرکه راوپارله او متحجر طالبان يې داسی په شا وتنبول چې سمدلاسه يې خپلې توکړی لاړې بيرته خولی ته کړی او د نا سم پوهاوي خبره يې وکړه . طالبانو پلان درلود چې د ۷۰ کالو افغانی ضد او ملی ضد فاجعه بيا تکرار کړی ، وسله وال ځواک تس نس کړی او د آی-اس-آی د دستور سره سم د وسله وال پوځ هغه وسلې چې پاکستانی اردو ورته اړتيا لری ، تسليم کړی او نورې يې پاکستان ته کباړ کړي .

د افغانانو له نظره افغان جګړه د افغانانو خپلمنځي جګړه نه بلکې يوه نيابتی جګړه ده چې د پردو له خوا د طالبانو د ملاتړ پر مټ په افغان خاوره کې د افغان وژنې له لارې ، خپلو موخو ته د رسيدو له پاره دوام لري . له دې امله افغانان جګړه پردۍ او سوله يواځې او يواځې خپله داخلی او خپلمنځی مسأله بولي . د جګړې دواړه خواوې په ځانګړی توګه افغان حکومت غواړي د افغان سولې مذاکرات د افغانانو په ملکيت د پردو له مداخلې پرته سر ته ورسيږي .

خو په خواشينۍ سره د افغانانو د هيلو پر خلاف طالبان هڅه کوي چې د افغان حکومت په غياب کې د امريکا سره جوړ جاړی ته ورسيږي . دليل يې دادئ چې د طالبانو ملاتړی په ځانګړی توګه پاکستان او روس په دې پوهيږي چې د افغان ولسمشر تر لارښوونې لاندې د افغان حکومت پلاوې به د افغان ملی ګټو څخه يو ويښته هم تېر نه شی او په دې صورت کې به په هېڅ ډول په افغانستان کې د روسيې ځانګړی پروګرامونه او د پاکستان د ستراتژيکې ژورتيا پخوانی خوبونه عملی نه شی .

ځکه عمران خان او کابلوف په ډاګه وايي چې د هر چا سره پوهاوی ته رسيدلای شی ، خو د اوسنی افغان ولسمشر سره يوه تفاهم ته رسيدل ممکن نه دی او د طالبانو- پاکستان – روس خبيثه مثلث غواړي ولسمشر اشرف غنی د سولې د مخالف په توګه د سولی له مذاکراتو بهر وساتي .

په عين وخت کې د پاکستان او روس داخلی ګوډاکيانو هم سورې نارې پورته کړې چې افغان ولسمشر د سولې په لار کې اصلی خنډ دی . کابلوف په وارو وارو د حنيف اتمر څخه ملاتړ اعلان کړ. عمران خان ، کابلوف او حنيف اتمر يو ځای د نوی حکومت د منځته راتګ هلې ځلې پيل کړې . اتمر غواړی د پاکستان او روس له خوا د جوړې شوی پاچاهۍ پر تخت کيني .

افغان ولسمشر د افغان سولې له پاره د کابل د پروسې د نړيوال کنفرانس او په هغې کې د افغان حکومت د سولې پلان د اعلان  او همدارنګه د دوه واريز يو طرفه اوربند د اعلانولو سره سره د پاکستان – روس –  طالبانو او جهادي چورګرې غائلې له خوا د سولی ضد تور سره مخامخ دی .

افغان ولسمشر د نړی د اسلامی هيوادونو د مشرانو سره ددې له پاره وکتل چې د افغان ضد جګړي انسانی ضد ماهيت ورته افشاء کړی او د اشرف غنی د هڅو په پايله کې د اندونيزيا د اسلامی علماؤ او همدارنګه د سعودی عربستان په جده کې د اسلامی علماؤ او د هيواد د ننه د زرګونو اسلامی علماؤ فتواګانو دا جګړه يوه لعنتی ، ضد افغانی او ضد اسلامی جګړه وبلله . اوس څوک د جګړې ضد دي ؟ د ولسمشر مخالفين او دښمنان کابولوف ، د پنجاب واکمنان يا د پنجاب طالبی نوکران ، لوټمار مجاهدين ، د غلو ډلې او که افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی ؟

دغو دوکه بازانو ، غلو او ټګانو د اسلام ، قوم ، خلکو او وطن په نوم  دنيا په نامردی کې وخوړه . په بی شرمی بی ننګی او بی حيايي کی يې دنيا وخوړه . هی افسوس ! زمونږ د ويده ولس په حال افسوس !

بيا يو شمېر بی ککرو ډنډورچيان د ټګانو ، مفسدينو او فتنه ګرو سل او زر نارواوې ، نامردی ، په وطن معاملې خو هېروي چې په يوه صف کې د وطن ، افغان ولس او د هغه د ولسمشراشرف غنی پر ضد ورسره ولاړ دي . تاريخ به داسی ملوث سياسيون ، ليکوالان ، ژورناليستان او په اصطلاح روښانفکران خو په عمل کې جاهل ځان غوښتونکی ، پله بين نامردان ونه بښي .الغياث له تش په نوم روشنفکرانو الغياث !

 دا « روسنفکران » يا معامله ګر سياست بازان نه پريږدی څو د افغان ولس ناسور او په وينو ککړ زخمونه درمان او التيام شی .

د معامله ګرو سياسيونو تر منځ د يوې اجماع د رامنځته کولو د پاره د ولسمشر غنی جوړونکو او سولې ته  نږدې کوونکو هڅو ځای ونه نيو . د سولې د پاره د يوې ملی او سرتاسري اجماع د رامنځته کولو په لاره کې د جنګ داخلی او خارجی مافيا د افغانستان د دښمنانو په ملتيا او لمسون  د ولسمشر اشرف غنی تلاشونه ، هڅې او هاند تر اوسه ننګوي . خو افغان ولس مشرلاس تر زني نه کينی .

افغان ولسمشر وغوښتل د جنګ مافيا د جنګ څخه د ستړي او سولی ته د تږي افغان ملت د ارادې سره مخامخ کړي . په دې موخه يې د افغان ولس د سولی له پاره  انتخابی مشورتی لويه جرګه راوغوښته ، تر څو نړيوالو ته د افغان ملت اراده د جنګ او جنګ غوښتونکو جنايتکارانو په اړه ښکاره کړي . او د مزدورو ، د قدرت وږو افغان ضد ډلو ټپلو پر ځای د افغان ملت اجماع را منځته کړي . پخوانی ولسمشر کرزی لومړی کس وو چې د مشورتی لويې جرګې ملاتړ يې وکړ . خو د طالبانو ، پاکستان او روس سره له پټو معاملو ورسته هماغه کرزی د اتمر او نورو جهادی غلو او لوټمارانو په څېر د مشورتی لويې جرګې سره پريکون اعلانوي . دا مختوری او معامله ګر ، د خلکو او سولې تر پردې لاندې  ولسمشر په دې ملامتوي چې ولی يې د ملت مشورتی جرګه د دوی له اجازې پرته رابللی ده ؟ او ولی د سولې مشورتی جرګه د طالبانو سره د معاملې او پټ جوړجاړي ، د پنجاب او روس له رضايته پرته دايره شي ؟ ولسمشر ځکه ولسمشر دی چې د هغه په نزد له ولس نه بله با اعبتاره مرجع نه شته ، ولسمشر پر خپل ولس باور لری ، ولسمشر ولسواکي ته معتقد دی او کله چې د ولس سره د جرګې او مشورې موکه وي ، بيا نو د ولس او وطن پر سر د معامله ګرانو او د هغوی د خارجی ملاتړو رضايت يې لا څه وي ؟

 ولس خو د معامله ګرو ځان خرڅوونکو په شان په پټو معاملو کې لاس نه لري . طبيعی خبره ده چې د ولس د زړه خبره ،  د سولې خبره ده او د وطن د ښيګڼو خبره ده ، ځکه د پردو نوکران ، د ولس دښمنان د خلکو له مشورې ويره لری او اشرف غنی د هغوی برعکس ، د ولس مشورې او رايې ته مراجعه کوي ، څو د جنګ شيطان ته ماته ورکړي ، سوله او وطن نجات ومومي .

د وطن داخلی او خارجی دښمنانو غوښتل د ولس د استازی پارلمان په غياب او د ولسمشرد تقنينی دوری د پوره کيدو په مهال له دې دوو تشو څخه د خپلو ناروا موخو د پاره ناوړه ګټه پورته کړي . خو ولسمشر د ولس استازی پارلمان پرانيست او د هيواد سترې محکمی د دې شومو موخو د مخنيوی په موخه د ولسمشر د خدمت دوره وغځوله او د دښمنانو کنډولۍ د خاورو ډک شو ! دوی غواړی يو سرلوړي ملت په ګونډو کړي . دا ډلې نه دی چې يو ملت  په ګونډو کړی ، بلکې دا ملت دی چې مزدورې ډلې د تاريخ کندې ته ور ټيله کړي .

که مشورتی لويې جرګې ته څو فتنه ګر ور نه شی ، خپل ولسی ضد او ملی ضد ماهيت به نندارې ته کيږدي . خو د سولې د پاره مشورتی لويه جرګه او د هغه پرېکړې به د افغان ولس هېښونکی حکمت او تدبير ، د خپل سرلوړی او تاريخی هيواد سره بی کچې مينه او د خپل ولسمشر سره بی دريغه ملاتړ يو ځل بيا په اثبات ورسوي .

نيکمرغه هغه کسان دی چې په سختو او ټاکوونکو شيبو کې د ارتجاع پر ضد د ولسونو او تاريخ جوړوونکو تر څنګ دريږي !

بريالی دی وي د عادلانه سولی او نېکمرغه راتلونکی د پاره د افغان ولس او ولسمشر دريځ  !

Comments are closed.