د پاکستان لوبه ادامه لري

نور وهاب څپاند

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په بهیر کې پاکستان تر اوسه زیات فعالیت کړی چې د افغانستان اړوند پيل کړي لوبه په پوره مهارت د زیاتو امتیازاتو  د تر لاسه کولو په موخه مخته بوزې ، په سیمه او نړۍ کې خپل رقیبان د لوبې له ډګر وباسې او په منطقه کې د خپل اغیز ساحه زیاته او ماتېدونکی پاکستان بچ کړي . له دې کبله له طالب یې داسې وسیله جوړه کړي چې د هغې پر مټ د امریکا او د نړۍ له یو شمیر هېوادونو باج واخلي او د افغانستان حکومت د هېواد په دننه او بهر کې څنډې ته بوځې . طالب د سیمې او نړۍ په ذیعلاقه هېوادونو پلوري . همدارنګه د افغانستان د هغه سیاسي شخصیتونو او ورپوري تړلو سیاسي ډلګیو چې په فساد کې ښکیل دي او له هر ډول امتیاز  لرلو څخه محرومېدل نه غواړي ، په بیرولو پاکستان هڅه کوي د افغانستان د حکومت او د هغې د سیاسي مخالفینو تر منځ ، له طالب سره د جوړ جاړي او پخلا کېدو په بهانه ، زیات واټن رامنځ ته کړي . د دې په څنګ کې پاکستانې استخبارات او پوځ په افغانستان کې قومي ، ژبني ، مذهبي  احساساتو او اختلافاتو پارولو ته لمن وهي او تروریستې غلچکې بریدونه کوي .

پاکستان د روس او ایران سره په مفاهمت د مسکو او قطر غونډي داسې سمت دهې کړي چې د طالب په خوله یې په تر سره شوي غونډو کې د افغانانو د استازیتوب اساسي مرجع تر سوال لاندې راوستې . د جون په ۲۲ مه د مرې ناسته کې د حکومت د مخالفو سیاستوالو او د پاکستان د دولتي او سیاسي يو شمیر شخصیتونو ګډون او نظر څرګندونې په ګوته کوي چې ، پاکستان یو ځل بیا ولسمشر اشرف غنې او د هغه حکومت ته د جون د ۲۷ مې د اسلام اباد په غونډه کې لینګته ږدې ، چې هغه د بشپړ واک لرلو له موقفه ونه شي کولی د افغانستان د سولي د پيل شوي بهیر ، د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا د پېدا کېدو او د اقتصادي فرهنګي اړیکو د ټينګېدو اړوند د خپلو طرحو او وړاندیزونو په دایره کې پاکستانی او طالب اړخ تر اغیزي لاندي راولي .

د مشورتې لوي جرګې د دایریدو او د جرګې د ټاکل شوي استازو له سلا مشورو وروسته غوره دا وه چې ، د حکومت سیاسي مخالفینو ، طالبانو ، پاکستان او د نړۍ هغو هېوادونو چې د افغانستان په شخړه کې مشتقیم او غیر مستقیم لاس لري ، دا ریښتیا درک کړي وی چې د ولس او سیاسي مخالفینو غوښتنې راز راز دي . یانې د مشورتې لوي جرکې د مشورو له ادرسه ویلی شو چې پاکستان ته تللې سیاسي مخالف شخصیتونه د افغانستان د ولس استازولې نه شي کولی او کوم نظریات چې هغوي وړاندي کوي په ټوله کې د ولس ستونزي نه شي تعریفولی ، ځکه چې افغان ولس خپله استازولې او وړاندیزونه په لويه جرګه کې په خپلو سپارښتنو او مشورو کې حکومت ته په نښه کړي دي !

په ورته ناستو جوړونو سولي ته د رسېدو پر ځاي پاکستان هڅه کوي د افغانستان د سولي بهیر لا پيچلی کړي ، د افغانانو تر منځ نفاق زیات کړي ، د پاکستانې ولس له سختو ستونزو د نړیوالو پام بل لور ته واړوي ، د افغانستان او هند پر ضد د پاکستانې پوځ په تروریستې فعالیتونو پرده واچوي او په خلاص مټ د پښتون، بلوچ او سندې ژغورنې غورځنګونه له پښو وغورځوي .

که څه هم ډير کوچنی حرکت چې افغانانو ته سوله او ثبات راوړي ، د تائيد وړ دی ، خو چې له نیک نیت سرچینه ومومې ، اما د افغانستان په وړاندي د پاکستان نیت تل له دوښمنۍ سرچینه نیولي .

له دې کبله وړاندیز کیږي چې افغانان نور د پاکستان په مکر او فریب ونه غولیږي ، افغانان اړتیا لري چې په خپلو کې یو موټی شي او د طالب په نامه د پاکستانۍ روانې لوبې مخه ډب کړي .

په دې توګه د هېواد له ټولو دموکراتیکو او وطنپالونکو سیاسي نهادونو ، فرهنګي ټولنیزو انجمنونو څخه په درناوي غوښتنه کیږي چې د پاکستان له دوښمنۍ ډک نیتونو څخه پرده پورته کړي ، اجازه ورنه کړي پاکستانې پلوه سیاسي څيري یو ځلې بیا د افغان ولس د استازیتوب په جامه کې ځانونه پټ کړي او د پاکستان پيل کړي لوبې ته د ادامې مناسب بستر برابر کړي .

 

Comments are closed.