د پردو نامردي او افغان برخليک

حکيم روان

سياست انسانيت ،عاطفه ، دوستی ، ځوانی او غيرت ، شرم او حياء نه پيژنی . سياست د ګټو په چوپړ کې دی. خو افغانان سياست ته په بله سترګه ګوري . د ځينو پاکو او شريفو انسانانو له نظره سياست ډېره يوه پاکه او شريفانه بوختيا ده چې که رښتينوالی پکې وي ، خلکو او انسانانو ته يې لوی خير رسيږي . دا خبره رښتيا ده . ځينې نور بيا سياست پاکو او ناپاکو موخو ته د رسيدو له پاره د درواغو ، رښتياؤ ، چل او فريب يوه ګډوله بولي . خو رښتيا خبره داده چې سياست د ګټو تابع وي .
له يوه لوړپوړی امريکايي چارواکی څخه يوه افغان ژورناليست پوښتنه وکړه چې :« ستاسو له نظره تروريستان څوک دی؟» هغه په ځواب کې ورته وويل چې : « تروريستان هغه څوک دی چې پر امريکايي موخو او ګټو بريدونه کوي » . ژورناليست بيا وپوښتل چې:« هغه طالبان چې د ملکی افغانانو په منځ کې انتحاری بريدونه کوي ، ستاسو له نظره تروريستان دی او کنه ؟ » لوړپوړی امريکايي وويل : « نه ، يواځې هغه څوک تروريستان دی چې په امريکايي موخو بريدونه کوي .»
هغه طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي او افغانان وژني ، ښوونځي سوځي ، پلونه آلوزوي ، په لارو کې بمونه ښخوي ، له پنجاب او آی اس آی سره راشه درشه ، معاملې او حساب کتاب لری ، د پاکستان له نظره هغه «ښه طالبان دي» . ځکه افغان وژنه او د افغانستان تباهی د پاکستان په ګټه ده . دې طالبانو ته پاکستان پيسې او وسلې ورکوي ، مشورې ورکوي ، زخميان يې تداوي کوي ، اکمالات ورته کوي ، طالبان ورته روزي او هر ډول ممکنه مرسته ورسره کوي . ددې ډول طالبانو سره مرسته د افغانستان د تباهۍ سره مرسته ده . خو د افغانانو له نظره دپاکستان «ښه طالبان» تروريستان دي ، ځکه افغانان وژني او د پاکستان د خوښې سره سم د افغانستان ګټو ته زيان رسوي .
امريکا او پاکستان دواړه د طالبانو په هکله مساعد او مثبت نظر لري . داسې به يې فرض کړو چې د ننګرهار د خيوا او د کابل د دشت برچی پر شفاخانه بريدونه د طالبانو د ادعا سره سم دوی نه دی کړي . د چارراهی قمبر بريد چا کړی دی ؟ د شاه شهيد بريد چا کړی دی ؟ پر چارصد بستر بريد چا کړی دی ؟ پر کانتيننتل بريد د چا وه ؟ د ننګرهار په هندوانو بريد د چا وو ؟ د هند پر سفارت دوه ځلې بريد د چا وو ؟ او سلګونه نور خونړی بريدونه چا کړيدی ؟ ددې ټولو مسؤليت طالبانو منلی دی دا دوه اوني د مخه د غور او هرات نښلوونکی لوی پل چا والوازاوه ؟ د مچلغو د بند ساتونکی خان ولی چا په توپ والوزاوه ؟ امريکا طالب ته تروريست نه وايي ، هسې لکه چې اسرائيلو ته متجاوز نه وايي ! طالب به ولې تروريست وي چې د ميرمن کلينټن په خبره د (امريکا کښت) وي ؟ کله چې تروريست طالب د بلايک واټر رول لوبوي ، نو بيا خو د امريکا قهرمان بلل کيږی ، نه تروريست . همدا طالبان ، ملاعمر، حقانی ، ربانی ، حکمتيار د پاکستان د ولسمشر مشرف «هيروګان» هم دي. د نصرالله بابر او جنرال حميدګل نه هم ښه پاکستانيان دي . نو چې داسې ده شاغليه ټرامپه، بلايک واټر دې د ځان سره بيايه او مشرفه ، ستا «هيروګان» د افغانستان د پاره نامردان دی، پر افغانستان يې مه تپئ او په لاهور کې يې د هيرا منډايي مديران مقرر کړه .
تر هغو چې طالبانو د آی اس آی د غاړوندي د پاسه د سي آی اې غاړوندۍ غاړې ته نه وو اچولی ، طالبانو ته امريکا تروريستان ويل او له هغه وخته چې آی اس آی د سي آی اې غاړوندی هم د طالبانو غاړې ته ور واچاوه ، تروريست طالبان د سولې په کوترو بدل شول او اوس امريکا په بربنډې بې شرمۍ او ناځوانۍ سره پر افغان دولت «ستراتژيک دوست» فشارونه واردوي تر څو پنجابی-طالبی او امريکايي ناروا غوښتنو ته غوږ کيږدي . پر حکومت د خپلو غلاګانو شريکان تحميلوي ، تر څو حکومت ويش او کمزوری کړي او د پنجاب-طالب او امريکا سناريو ور باندې ومني .
د پنتاګون وياند توماس کمپل وايي : « چون افغان حکومت خپلو ځواکونو ته د بريدونو امر وکړ، مانا دا ده چې کابل د سولې د پاره اراده نه لري » . د طالبانو بريدونه د سولې د پاره اراده ده ؟؟؟ خو د افغان دولت بريدونه د جنګ اراده ده !!! دا څنګه يو بام او دوې هواوې ؟؟؟ کمپل هيروي چې افغان حکومت مکلف دی چې د امريکا، طالبانو او پنجاب د ګډو توطئو مخه ونيسی او مکلف دی چې د تروريستانو په وړاندې د خپل ولس ساتنه او دفاع وکړي .
له دې بی ماغزو يانکی نه بايد پوښتنه وشی چې ، دا افغان ولسشمر دی چې په وار وار طالبانو ته د اوربند وړانديزونه کوي او که طالبان ؟ دا کابل پر طالبانو بريدونه کوي او که ستاسو له کاپيتولاسيون نه وروسته پوره دوه نيمی مياشتی په پرلپسې توګه طالبان پر افغانانو بريدونه کوي ؟ افغان دولت د طالبانو دکوېټې يا پېښور پر شورا بريد کړی ، يا يې په دوحه کې بريد کړی ، که طالبانو په کابل ، جلال آباد او ګرديز تروريستی بريدونه کړيدي؟؟؟
خليلزاد وايي: که افغان حکومت او طالبان يو ځای د تروريستانو پر ضد سره همکار نه شی ، په افغانستان کې به بې ثباتی دوام ولري . دا رښتيا ده ، څو امريکايي عدالت په نړۍ کې وي ، په نړۍ کې به بې ثباتی دوام ولري. ا فغان حکومت تروريست نه دی چې د طالبانو سره همکاری وکړي . د طالب سره د افغان حکومت همکاری هغه وخت ممکنه ده چې طالب له ترور او وحشت نه لاس واخلي .
ښاغلی خليلزاد ! د افغانستان د بی ثباتی لومړی عامل ته ، بيا ستا پنجابی نوکر او بيا ستا د نوکر نوکر طالب دی .
ښاغلی خليلزاد ! افغانان د طالبانو ، داعشيانو ، القاعدې ، چيچنی، ازبکی، تاجيکی، ايغوری تروريستانو له خوا وژل کيږی او ستاسو له خوا ګواښل کيږي ، اجازه ده له تاسو وپوښتو چې ستاسو تر منځ مشترکه وجه څه ده ؟؟؟ مونږ په هر څه پوهيږو !
ښاغلی خليلزاد ! د افغان دولت سره ستاسو ستراتيژيک تړون په ستراتيژيکه نامردۍ واوښت ، د طالبی بلايک واټر سره به په کوم ډاډ سره همداسې ونه شی ؟ افغانانو ته پردو پوره درسونه ورکړل او د دې درسونو په بنياد بايد خپل برخليک په خپله وټاکي .
افغانانو ! د افغانستان د بقاء او د نيابتی جګړې د مخنيوي ، سولې او امن د راګرځيدو د پاره د مرګ او ژوند جګړه دوام لري . په دې جګړه کې برئ د هرې بلې جګړې په څېر بی له شکه د افغانانو دی خو د بری لومړی او اساسی شرط د افغان ملت بيداری او اوسپنيز يووالی دی .
تل دې وي افغانستان !

 

Comments are closed.