د کـــــــــــــــــــرونا نړيــــــــوال نـــظـــم :

لــيــکـنـه : امـــــيرګـــران
لومړۍ برخه 
 دا دي زموږ د سترګو وړاندي د نوي نړيوال نظم ( New World Order ) چي د ۱۹۸۰ ميلادي لسيزي په پاي کي هغه مهال چي پخواني شوروي اتحاد د زبرځواک ( سوپرپاور ) له درجي څخه وغورځيد او د امريکا متحده ايالات د نړۍ د يواځني سوپرپاور په حيث د نوي نړيوال نظم پلان معرفي کړ ، د هغه ځاي د کرونا نړيوال نظم نيسي ،
واقعيت دادي چي د امريکا ستراتيژيکو اوږدمهاله ګټو ته په کتو ، د نوي جهاني نظم طراحان د نوموړي زبرځواک د دولت پوځي ستراتيژيستان ، پنتاګون او د سي آي اي استخباراتي شبکه وه ، د نوي جهاني نظم نوښتګرانو او ترتيب کوونکو بيا د خپلي نړيوالي اجندا په اړوند د شمالي اتلانتيک له سازمان ( نــاتو ) ، د پيسو له نړيوال صندوق ( IMF ) ، نړيوال بانک او نړيوال تجارتي سازمان ( WTO ) سره سلا او مشوري وکړي ، د يادولو وړ ده چي پورتنۍ ذکر شوي اداري او مؤسسات د وال سټريټ ، د نظامي او صنعتي تأسيساتو او فابريکو سره تنګي اړيکي لري ، دغه بنسټونه په نړيواله کچه د پرمخ تلليو هيوادو د اقتصادي دکترين ديکته او لارښوونه کوي ، د ياد شوي سيستم تکيه له واقعي قدرت سره تړلي ده ، د دوي له نظره جګړه ايز عمليات او د کړکيچ او شخړو دوام يو له ګټورو دکترينو څخه دي ، رســنيــز او پوځي بنسټونو ډير مفيد اقتصادي فعاليتونه په خصوصي سکتور ، دفاعي ، اطلاعاتي او د مزدورو د استخدام په ګمارني. کي اجرا کړي دي ، د نوي نړيوال نظم د تطبيق تر شـــــــعــار لاندي ، د فريب ، درغلۍ او په هره طريقه ګـــټه کول ، لوړ پوړو چارواکو ته رشوت ورکول ، د راپورونو او اطلاعاتو په اساس پټ عمليات په کار اچول کيږي ، د متحده ايالاتو تر حمايتي چتر مليشو او اجيرو ډلو ته ټرينينګ ورکول کيږي او بيا د زبرځواک له کرايه شويو خصوصي ډلګيو سره يوځاي فعاليت کوي ، په داسي وضعيت کي د دي په ځاي چي د جګړي او سولي په هکله دولت تصميم ونيسي برعکس دا تصميم نيونه د خصوصي اقتصادي ګټو تابع ګرزي ،
نوي نړيوال نظم داسي عمل او اړيکو ته لاره هواروي چي په هغه کي د ” سازمان سوي جنايت ” او ” سازمان سوي سرمائي ” ترمنځ هيڅ ډول سرحد د تشخيص وړ نه وي ، د يواځني سوپر پاور د نوي نړيوال نظم ويـــره دا وه چي وروسته د شوروي اتحاد له پاشل کيدو او د وارسا پکت له ړنګيدو ، د امريکاعظمت ، جنګي قدرت او لاس بري بايد هر هيواد ومني او د هغه تابع وګرزي ، او هم دا جګړه ايز ځواک دا صلاحيت او واک بايد ولري چي د نړۍ په هر ګوټ هغه که د ” توره بوره ” غرونه هم وي د ” بـــــمونــــو مــــور ” استعمالولي شي ، لکه څنګه چي وليدل شول ،
مگر اوس  له هغو ترهګرو ډلو سره د توافقنامي په لاسليک کولو د افغانستان له دولت او ملت سره ټولو تعهداتو او ستراتېژيکو تړونونو او معاهدو ته شـــــا ګرزوي او په اتلسو کالونو کي کومي لاس ته راوړني چي افغانان ئي لري هغوي له خطر او نابودۍ سره مخامخ کوي ، وروسته د قطر له موافقتنامي د آي اس آي په لارښوونه طالبان په بي رحمانه توګه خپل افغانان وروڼه وژني ، انتحاري حملي کوي لکه په کابل ، ارزګان ، هلمند ، کندهار ، پکتيکا ، قندوز بدخشان او د هيواد په نورو سيمو کي ، دا ټول عمليات د پاکستان د پوځي استبلشمنټ او استخباراتو په لارښوونه سر ته رسيږي ، پروسږکال د هند ( The Hindu ) او نورو رسنيو د نوموړي هيواد د څارګري شبکو په حواله رپوټونه نشر ته وسپارل چي د پاکستان استخباراتي شبکه آي اس آي داعش ډلي ته دستور ورکړي ترڅو په افغانستان کي په هندي او نورو تآسيساتو بريدونه او انتحاري حملي وکړي چي دا حمله څو هفتي وړاندي په کابل کي په يوه درمسال ترسره شوه او د بريد طراح پاکستانيان ول چي په پنجابي ژبه ئي خبري کولي ، د رپوټونو له مخي دا ډول حملي د پاکستان لشکرطيبه او داعش په ګډه پلان کوي ، چي د دغي حملي يو مهم طراح عبدالله اورکزي چي د اسلم فاروقي په مستعار نوم پيږندل کيږي او نور پاکستاني ملګري ئي د افغانستان د ملي امنيت د کارکوونکو لخوا ونيول شول ، سوال پيدا کيږي چي ولي وروسته د دوحي له توافقاتو په افغانستان کي د طالبانو دستوري حملي په شدت سره جاري دي او ولي او د کومو اهدافو لپاره په افغانستان کي د غوڅ دريځ د ماموريت د قطعاتو قوماندان جنرال سکاټ مــېــلر او زلمي خليل زاد د راولپنډي په GHQ ( د ځمکنيو پوځونو قرارگاه ) کي له لوي درستيز جنرال قمرباجوه سره ګوري ، د افغانستان برخليک خو به د ۱۹۹۰ ميلادي لسيزي په څير پنجابي حاکم اشرافيت ته نه سپارل کيږي ؟
په اوسني عصر کي چي له نيکه مرغه د نړۍ ډيرو هيوادو سړه جګړه تيره کړه او د يوه داسي نړيوال نظم په لټه کي ول چي د نړۍ د اکثريت بشريت د هيلو ، ارمانونو او اميدونو ځواب ووائي ولي په ډير افسوس چي د سړي جګړي ، محکوم ، مظلوم او جګړي ځپلي افغانستان تر دا مهاله پوري د ساړه جنګ د زبرځواکونو او هم سيمه ايزو هيوادونو د استخباراتي او نيابتي جګړو ډګر ګرځيدلي چي ډير درانه حياتي ، سياسي ، فرهنګي او اقتصادي تلفات ئي وليدل او تراوسه په شدت او بي رحمۍ سره دوام لري ، اوس چي څلورو خواوو ته نظر واچوو د امريکا د نوي نړيوال نظم ځاي د کرونا نړيوال نظم اشغالوي ، داسي دشمن چي په نظر نه راځي او نه بــــمـــونه اوروي ولي د مړيو او جسدونو قطارونه ئي يو په بل پسي روان دي ، په نړۍ کي د ځينو هيوادو رهبرانو ، فيلسوفانو او د پيښو تحليل کوونکو رسنيو ته ويلي چي نوي نړيوال نظم بدليږي ، د المان د اتحادي جمهوريت ولسمشر ، شتاين ماير ملت ته په تلويزوني وينا کي وويل چي ( له کرونا وروسته نړۍ به بل ډول وي او د دغي وبا پر وړاندي هلي ځلي ئي ،
” د انسانيت ازميښت ” بللي دي هغه د کرونا په وړاندي د صبر ، ديسپلين او پيوستون غوښتنه وکړه ، دا لومړي ځل دي چي د المان يو ولسمشر د عيسويانو د اختر له مراسمو پرته ملت ته تلويزوني وينا کوي ، همدا ډول د امريکا ۹۱ کلن نامتو پروفيسور ، مفکر او شنونکي نوام چامسکي ويلي د کرونا بحران چي بشريت ورسره مخامخ ده ډير خطرناک او کيداي سي ډيري ورانونکي پايلي ولري ، ولي دا بحران مؤقتي او باالاخره تر کنټرول لاندي به راشي مګر په ياد ولرئ چي نړۍ له دوو خطرناکو بحرانو سره چي هغه به د بشر موجوديت يو دم نابود کړي او هغه هسته اي جګړه او د ځمکي د کري تودوخه ده ، دا دواړه تهديدونه د نيوليبراليزم د سياستونو نتيجه ده ، چامسکي په دي نظر ده چي د Covid-19 يا کرونا وبا له پاي ته رسيدو وروسته به نړۍ احتمالآ له دوه غوراوي سره مخامخ شي ، يا به د مستبيدينو استثماري او ظالمانه نظامونو شمير زيات شي او يا به په بشري ټولنو کي د انساني شرايطو پر بنسټ تغيرات رامنځ ته شي او د ۱۹۸۰ لسيزي يو طرفه نوي نړيوال نظم NWO ته د پاي ټکي کيږدي 
دوام لري .

Comments are closed.