شرمه ته ولي نه شرمیږې

 

                    [شرمه ته ولي نه شرمیږې]

                                     « ښه تاسي وایاست چي دایوسړی نه ؤ؟»

درواغجن  درواغ وايې ، ځکه ژوند يې په درواغواوټګیوسره پر مخ ځي .خوعقل منددي څه فکروکړي،دکندهارولایت مربوط دپنجوائې دولسوالۍ اړوند د«زنګي آباد» دلوی او پراخ وطن په دوجلأ کلیو(مسجدو) دنجیب زوو(بلندي) اوالکوزو چي یوله بله په دونیم دری کیلومترې کي لیري  دباغونو پواسطه سره جلأ پراته دي ،تر منځ لاره يې مستقیمه نه ده دباغونوترمنځ نری اوپیچلې لاري دئ.اوپه دروکورونوکي نارینه،ښځي اوماشومان وژل دشپې ددوبجو اودروبجو ترمنځ بېګناه  کلیوال،بې رحمانه ،وحشیانه او ظالمانه شهید یږي. کرزی دشهیدانو دوارئثین، په  جبر چي دغم ټغر يې لا ټول نه ؤ ،په عاجله ده دوو درو نوروبیچاره کلیوال او دزنګی آبادمشر حاجي غلام رسول خان آکا ،ورسره دکندهاردحکومتي ادارې څو مزدور ،معمله

ګرانسانان کابل ته غواړي،ستاسي  به ښه یاد وي هغه وخت چي دکرزي نا سکه ورور(احمدولي) وخپل باډې  ګارډ ته سپک  الفاظ استعمال کړل څو دباډې ګاډ لخوا احمدولي ووژل سوو کرزی د خپلي کورنۍ سره هلته حاضرؤ اوقبرته ئې ورکښته سوو . اوپه هغه ورځ ئې دخپل بل  ناسکه ورور(شاولې) پرسرلنګوټه د پوپلزودقوم دمشرپه نوم  وروتړل.  دپوپلزو قوم دکرزي په وړاندي خپل نفرت پټ نه کړي .یوه هفته وروسته  دپوپلزود قوم مشران په هغه منډکک ماڼۍ کي سره راټول دپخوانۍ جهادي قوماندان آمیر لعلي دزوی ترسرئې لنګوټه وتړل او خلاف دکرزي دعمل ئې دآمیر لعلي زوي دپوپلزودقوم مشر معرفي کړي . نود(۱۷) بیګناه انسانا نو بیا دهغوماشومانو چي لائې خپل اوپردي نه وه سرجلأ کړي ،لا دموردغیږي نه وه لیري سوي اولا په خاورینوخونو کي ویني  ډنډ ولاړي وې،لا دکورکالي اوتلتکان هغسي  په وینو لړلې اوارپراته وه، دشهیدانو وارئثین اوکلیوال لکه مجریمین  کابل ته راوستل سول. په شاهي ارګ کي هم  دورثې سره دخبروپر وخت  دشهید ورورپه ډیر جرأت وویل :«دې سوال ته مي جواب راکړې ،جواب يې غواړم ، داچا اوولې راسره وکړل؟ جواب يې غواړم.کرزي ته په ایشاره !ته ئې جواب راکړه،وزیره ته ئې جواب راکړه ، ټول چپ  سول ، بیا ئې په تکرار وویل :جواب نه لري ؟». ددې زوریدلې  افغان نور څه دوسه کیده؟ ملامت یاست په کرزي ئې اعتراف وکړې چي هوملامت یواوجواب نه لرو.خو پدې مجلس کي مي دکلۍ دمشرزما آشنای اودوست (حاجي غلام رسول خان آکا) خبري واوریدې،حاجي غلام رسول خان آکا خوپه مړانه ،غښتل توب ،اومحبسوکي نامي ؤ ، په خبروکي ئې ټول حقایق وویل ،مګردفاسدي اداري اوکرزي صفت يې هم وکړي چي باید نه ئې وای کړې. زه پوسم دکلیوالو اوحاجي صاحب په مجبوریت . ټول خلګ درکولاې سي ،حاجي غلام رسول خان آکا غوندي سړی چي ماپیژندې دهیڅ حکومت وصف ئې نه کاوه ،نن دفاسدو واکداروصفت کوي .په هرصورت ددوی (ورثې اوحاجي غلارسول خان آکا ترخبروورسته  په ډیره بې حیايې سره کرزي داسي وائې :« ښه یعني تاسي وایاست چي دا یوسړي نه ؤ؟» یوځل یواړخ اوبیا بل اړخ ناستو دوو شیطانانو(ک،ش) ته سترګه ووهي وائې :«دوی وائې چي دا دیوسړي کارندئ» .خائینه دولتي دستګاه ولس ته ددې بې رحمانه ،وحشي اوظالمانه پیښو اساسي علت اوعوامل څه چي دمسؤلینو شمیر سم نه ښئې.سوال دادې  چي حکومت جنائې ریاست ،جنائې آمریتونه ،کریمنال تخنیک،آمریت بالستیک نه لري؟ چي دمرمیو خولونه «پوچک» وګوريې چي داټول دیوه توپک ترخولې راوتې دي که دډیرو؟آیا دواقعې ځای نه دې برسي سوي،جرمي ،کشفي آثار اوعلائم ندي جمعه سوي؟.زه فکرنه کوم چي دا کارونه دي نه وي سوي،مګر دخائینو شتون او سلطې دحکومت پرهرڅه ترسیوری غوړولې دئ. راسئ دموجودوواکداروشتون اومنځته راتګ ترنظرتیرکړو،چي دوی په عمل کي دکوم څه پیرو دئ.   

 تر دې عنوان لاندئ(دمحبسه  تر قفسه) کتاب څخه داڅو جملې رانقلووم.

   په سرکي امریکأ داسي هم نه غوښتل لکه پاکستان چي  غوښتل مګر اوس

غرب اوپه خاص ډول متحده ایالاتودافغانستان دقیضې په هکله متواتراشتبا هات کړي اولائې کوي.چاه جوړکړل؟چاه تمویل کول؟ چاه پاچهې ته ورسول؟اوآیا تراوسه هم ددوی ترهمائې لاندي ندي؟داهغه پوښتني دي چي اوس ئې په جواب هر افغان ښه پوهیږي.

۱- په ۱۹۸۸م یا ۱۳۶۷ش کال کي دافغانستان څخه دشوروي دقواوو دوتلوخبره یقیني سوې وه ، دامریکا په لوړپوړو کي دا فغتنستان مسله  طرحه سول،تر زیات جراوبحث وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چي امریکأ  باید دپاکستان سره داپوښتنه (چي دشوروي دطرفدارحکومت ترنسکور یدو وروسته به په افغانستان کي څه ډول حاکمیت منځته راولي) شریکه کړي. ددې معما دحل لپاره  دامریکا څخه  دوخت رئیس جمهور(رونالد ریګن) دوخت د(سی.آی،ای)  رئیس ویلیام په یوه ګډسفراسلام آباد ته راغلل. دپاکستان دجمهوررئیس ضیاالحق او د(آی، اس، آی) رئیس جنرال اخترورسره ګډ ولیدل. ترلږخبرووروسته دامریکا د(سی،آي ،ای) رئیس ویلیام وویل: امریکا هیله لري اوغواړي  چي دشوروي پلوي حکومت تر چپه کیدو وروسته په افغانستان کيیوپراخ بنسټه حاکمیت منځته راسي.څوپه هغه کي ټول اقلیتونه ،ډلې اوسیاسي احزاب برخه ولري. ویلیام لا خپله خبره سمه پوره کړې نه وه.چي پاکستاني جنرال اختردده دخبري په وړاندي سخت غبرګون وښاوه،اوورته وئې ویل: «افغانستان یومذهبي اوشاته پاته ټولنه ده،هلته ددموکراسي خبره هیڅ چسپ نه لري» .که څه ویلیام په تکراروویل چي افغانانوته دموکراسي نابلده نده….خوجنرال اختر عصبي شانته سو او ویلیام ته ئې په نیغه وویل امریکایان باید دافغانستان مسله پاکستان ته خوشي کړي،ځکه دشوروي په تضعیف کي دپاکستان  دستړیا وحق الزحمه پاکستان ته افغانستان دئ ،چي تاسي ئې باید موږته راپریږدئ.نورټول چپ پاته سول خبره یې ونه شنل. خوددې خبري میاشت لا تیره نه وه ،رئیس جمهوریا نظامي دیکتاتور جنرال ضیا الحق، د(آی،اس،آي ) رئیس جنرال اختردامریکا سفیر اویوشمیرنور جنرالان دطیارې دلویدوله امله مړه سول ، نوردوي پریږدی خداي (ج) دي دوی ته آبدي دوږخ ورپه برخه کړي .

راسئ دې بل شرم ته ئې وګورې.  

۲-په ۱۳۶۶ش کال دحوت په میاشت کي خرڅ سو نوکرانود داووه(۷) ګوندونو (ډلو- ټپلو) دخپلوبادارانو دپلان مطابق دپاکستان تر قبضه لاندي پیښاور ښارکي یو مؤقت حکومت جوړي.

1- ۱-ددولت رئیس (احمدشاه احمدزي

۲-درئیس لمړي مرستیال(داکتر ذبیح الله) دمجددي زوي.

۳- دوهم مرستیال(محمد شاه فضلې) حرکت انقلاب اسلامي.

۴- ددفاع وزیر( حاجي دین محمد ) دیونس خالص.

۵-دکورنیوچارووزیر (سیدنورالله عماد) دجمیعیت اسلامي رباني.

۶- ددباندنیوچارووزیر(قاضي نجی الله ) دګلبدین د حزب اسلامي.

میرحمزه.دین محمد کران،علې انصاري،محمدیاسر،عبدالعزیز فروغ،محمدانور واثق.دا شخصیتونه وزیران وه.دا حکومت د(۷) ګونوتنظیمو درهبرانو لخوا رهبري کیدي.(شورأ ی رهبری اتحاد افغانستان) په نوم.

شرم پرشرم ته ئې وګورې.داسي وي آزاد افغانستان؟.

۳- په۱۳۶۷  ش کال کي دحوت دمیاشتي پرڅلرمه(آی،اس،آي) یوبل  موقت حکومت ورته جوړکړئ د(مؤقت حکومت ) په نوم.څه سواسلامي اوافغاني غرور؟ کمه آزادي؟

 ۱-رئیس جمهور صبغت الله مجددي.او-دصحت عامي  وزارت دنوموړي په واک کي.

 ۲-عبدالرسول سیاف صدراعظم اودمخابراتووزارت ئې په واک کي.

 ۳-محمد نبي محمددي ددفاع وزارت،تحقیقات علمي اوزراعت وزارت ئې په واک کي.

۴-یونس خالص دکورنیوچارووزارت ، دامنیت وزارت اودحج اواوقافووزارت ئې په واک کي.

 ۵-ګلبدین حکمتیار دخارجه چارووزارت ،عدلي وزارتاوسرحداتو وزارت ئې په واک کي.

 ۶-رباني اعمار مجدد وزارت،دعوت اوارشاد،اووزارت معادن وصنایع ئې په واک کي.

 ۷-سید اسحاق ګیلاني مالیه ،تعلم وتربیه اوستر ه محکمه وزارتونه ئې په واک کي.

دشرم ځای پاته نه دئ  خوراځې وئې لولې .

  ۴-دپیښاور ناقیصه پریکړه ،یا په غاړه کي لعنتي  پړی:

کله چي دا کترنجیب الله اودهغه حکومت دیوې لويې  جهانې توطیئ ښکار (ونړول) سو، دتنظمومشرانوکابل ته دراتګ فیصله نسوای کولای . دخپل بادار پاکستاني (آی،اس،آی )هدایت ته منتظروه.بادارئې پدي وخت کي نواز شریف ؤ ،نو هغه ؤ چي د۱۹۹۲ داپریل دمیاشتي پر۲۴ دشپې دپیښا وروګورنرحوض ته ټول د تنظمو نو مشران  ښاغلې نوازشریف وروبلل.په دغه شپه دسیاف ترمشري لاندي یوه بله شرمیدلې موافقه ء ترتیب او امضأ سول. رښتیا به افغانیت سمداسي وي ،موږ ساده ګان ئې بل شګل وینو. پدې  شکل وه موافقهء:

۱-ماده:دمجددي ترمشرئ لاندي دي پنځوس نفري هیئت کابل ته ولاړ سي،تر دومیاشتو پوري دي واک تسلم کړي،بیا تر دومیاشتو ورسته مؤقطي شورأ ته چي مشري  ئې مجددي پرغاړه لري

۲-ماده :آستا درباني دڅلرو میاشتو دپاره ددولت مشر.

۳-ماده:داپورته موده یوه ورځ هم نه تمدید کیږي.

۴-ماده:دصدارت اوکابیني غړي به دتنظمو مشران نه بلکي دتنظمو نور غړي ټا کل کیږي.

۵-ماده:دصدارت مقام ګلبدین حکمتیار حزب ته.

۶-ماده:دصدارت معاونیت او داخله وزارت  دسیاف. حزب ته

۷-ماده:دصدارت معاونیت او معارف یونس خالص حزب ته.

۸-ماده:دصدارت معاونیت اوخارجه وزارت محاذ ملي حزب ته.

۹-ماده:دفاع وزارت جمیعیت حزب ته.

۱۰-ماده:ستر محکمه حرکت انقلاب اسلامي حزب ته.

دا فیصله د (۷) تنظیمو ریسانودخپل بادار(نوازشریف) مخته امضأ کړل پاته دي نه وي چي دحکمتیا رپه نه موجودیت کي قطب الدین برخه لرل اوامضأ ئې کړیده.

جها د خودقرآن (م) په قول فرض ؤ،قرآن (م) بیا دپاک رب کلام دئ،ایمان بیا عقیده ،باور اوعمل تکمیلوي.راسي وئې لولې ،چاه عمل په کړی دئ؟

 ۵- په اسلام آباد کي قرآن وهلې معاهده:

څه وخت چي  معلومه سول، چي ملا رباني ته چوکۍ خوند ورکړئ  نو رباني او جمیعیت اسلامي ټګیوته لاس واچاوه ،خپله  څلور میاشتنۍ دوره يې اوږده کوله .پس دولس دغولولو اوتنظمو دقانع کولوپه هدف ئې بیا داسلام  دمقدس دین ما سک پر مخ وغوړاوه. په بله توطیه (اهل حل وعقد شورأ) جوړیدل ئې پلان کړل. په دغه وخت کي خداي (ج) بخښلې  علامه عبدالشکور «رشاد» صاحب یوشعر ووایه،پداسي حال کي چي په کابل کې دقدرت دلیونو تر منځ سخته جګړه روانه وه،دکابل ښاریانو هري خواته مډي وهلې کورنه نړیدل،چوریدل، دمال اوحیثیت خبره نه بلکې دژوندي پاته کیدو سوال مطرح ؤ. په خپلو سترګومي لیدل چي زړو،مړوښو ،پیغلو اوانجونو ستروسرونه په ژړا یوې خوا اوبلې خواته ځغستل ،څوک خپله زخمي اوڅوک دبل په وینو رنګ وه. ټولې کوڅې،جادې اوسړکونه دبې دفاع سړو،نرو، ښځو، کوچنیانو په مړو ډکي وې.ربانې ،سیاف،مزاري،ګلبدین، احمدشاه مسعود،خلیلې ،محقیق، انوري ،محسیني، اکبري ، اودوستم ټولوپه شریکه خلګ وژل. ښاغلې حامد جان  هغه وخت معین ؤ. پدي وخت  کي ؤ چي ښاغلې اکا ډمیسن عبدالشکور«رشاد» صاحب هم له دوي څخه خپل نفرت نور پټ نه کړي  داسي: ټول شعر مي یاد نه دئ البته دشعر عنوان وه (مورا) یعني د ملأ صاحب ښځه ؤ. مورا مه کوه په ده دمینې کوډي……

داخوند قیبله روپې سوې ،تخت سو،تاج سو

                                سیاست يې خون ریزي کاريې تاراج سو

په سرووینويې دخلګوسورخ رويې ده

                              پرسرو دقام ختل دده معراج سو…….

رباني په حق اوناحقه شورأ کي چي په کابل کي دامنیت دنه شتون له امله ئې په هرات ښار کي جوړه کړل، ځان ددونوروکلونودپار واکدارکړي.تر دي اعلان ورسته بیا جګړو زور واخیستي . خوربانې دملوکیت چوکۍ په  ځان پوري سریښ کړل .داځل بیا ۱۹۹۳

 م کال  دفبروري پر( ۱۵)لوي ډاکو دپاکستان دوخت صدراعظم نوازشریف لمړی یونس خالص درباني سره دډیرو پاکستاني کلداروپه ورکړه یوځای کړې. اویونس خالص  هم  فتاوأ صادره کړه اوربانې  يې یو برحق خلیف وباله.وروسته ترهغه نوازشریف دتنظمو ټول مشران اسلام آباد ته وغوښتل،بیخي دشوروي دواکداروپه شان چي د۱۳۵۷ش  کال څخه  دډاکتر نجیب الله تر وروستۍ ورځي پوري ئې دافغانستان دوخت دحکومت مشران احضارول.البته دغوښتلو شکل يې برابروو، خودهدایت ،غلامۍ اوتهدی  ډولونه  اواندازې ئې مځکه اوآسمان تفاوت لاره. مثلاًجهادی رهبرانوته خوجنرال حمیدګل چي دپاکستانۍ ادارې دوهمه کټګوري زورواک ؤ هم مخامخ داحمقانو په نوم خطاب کاوه. او دتنظمو مشران ورته ټیټي سترګي  ناست وه .نوازشریف داځل جهادیان خپل کورته بوتلل ،هلته ئې بله معاهده په امضأ کړل درباني دوکاله دوره يې یونیم کال کړل.داځل نوټولو پر قرآن مجید لاسونه کښیښول چي نوربه جنګونه نه سره کوي خو دچور،غلاوو،خلګو تښتونو کومه ماده يې په معاهده کي نه وه. په دې هکله ددوي لاس چا نه نیوی.یوازي ترخپلومنځو دجنګ نه کولو فیصله وه.نواز شریف دوی ټول د(۷) تنظمومشران دځان سره  سعودي عربستان ته بوتلل،هلته ئې معاهده دسعودي عربستان دپاچا په مخ کي ولوستل او امضأ کړل ،بیا له هغه ځایه مدیني منوري ته ولاړل هلته ئې دپیغمبر(ص)  دمبارکي زیارت سره  بیا قسم وخوړ. اوبیا په مکه مکرمه کي دکعبي شریفي په وړاندي په قرآن قسم وخوړ،دهغه ځایه ایران ته ئې راوستل هلته ئې دایران درئیس جمهور رفسنجاني مخته پر معاهده  بیا لاسلیکونه وکړل اوقسم يې وخوړ چي نور ترخپلومنځو جنګ نه کوي. خوکله چي دنوازشریف دوندره راخطا سول ،کابل اوپاکستان ته راورسیدل هغه آش هغه کاسه. جنګونه ،چور،وژني ترپخوا هم سخت سول. چي مسلما ن، دجهاد مشران  ،رهبران همداسي وي دپردیو داعمالو  مودي ئې خداي (ج) ساتي.اوس دناټوغړي هیوادونه دموکراسي،دبیان آزادي، دښځوحقوق ،بشري قوانین اودهغو ساتنه اوحفاظت په هغوکوي چي هغو په مکه مکرمه کي قسم ته اعتبار ورنه کړي.او د(بن) لمړي غونډه چي دیوه نابکاره ،منفوراوپه فساد لړلې اداره دکرزي تر مشرې لاندي  پرولس وترپل .د(بن) دوهمه غونډه تر لمړي هم بده وه ،دلزبون،دترکیي، اوزیاتې نوري. فکرکوئ چي ددې ټولو غونډوپه برخوالوکي چي کومو افغانو ګډون لاره  شمیربه يې  تر پنځوسو نفرو څه ایضا فه وو،لس نفره دولس خواخوږي پکښي موجوده وه ؟ دایوه غونده    يې هم نه دجوړي اونه دروغي دپاروه، اونه يې کاروصلحي ته کړی، اومه آمید ورته کوئ. پرخپلومټو زوروکړي،واحد سئ،که نه نوستاسي برتري،ښه والۍ،وطن پرستي به یوازي په خبرو،لیکنو اوشعرنوکي پاته وي. دټولو روڼ اندو،سیاسیونو دیوالې په هیله ،پرخدای(ج) موسپارم.معلم عبدالقیوم۲۶-۳-۲۰۱۲م

Comments are closed.