طالبان د مولانا سميع الحق زامن اود کرنېل امام سربازان دي

حکيم روان

مولانا سميع الحق څه موده وړاندې د نامالومو کسانو له خوا په راولپندۍ کې په خپل کور کې په چاړو ووژل شو .  د جنايتکارو استخباراتی شبکو د عاملينو او اجنټانو برخليک معمولا د سميع الحق او کرنيل امام په څېر ټاکل کيږی . د طالبانو د پلار سميع الحق يوه پيرو د هغه د مرګ نه وروسته وويل چې : « د سميع الحق مرګ به په افغانستان کې د جګړې د سړيدو او طالبانو د ماتې لامل نه شی ، بلکې افغان ضد جګړه به نور هم زور آخلی او مونږ به د طالبانو لا زيات ملاتړ ته دوام ورکړو »

مولانا سميع الحق د جنرال ضياءالحق ښۍ لاس وو او د پاکستان د حقانيه مدرسې مدرس او بنسټ ايښودونکی وو ، حقانيه مدرسې د دينی زده کړو په څنګ کې نظامی زده کړې هم د آی-اس-آی د آی-اس-آی د افسرانو په ذريعه ورکولې . دې مدرسې ملاعمر او د طالبانو ډيری مشران او همدارنګه د آی-اس-آی افسر لوی قاتل او جنايتکار، تروريست مولوی جلال الدين حقانی هم روزلی دي . ځکه سميع الحق ځان د طالبانو معنوی پلار باله او طالبانو ته يې د خپلو زامنو خطاب کاوه.

کرنيل امام هغه څوک وو چې د طالبانو د لښکرو په مخ کې به روان وو او د چورګرو مجاهدينو د قوماندانانو د تسليميدو له پاره به يې د طالبانو په استازيتوب مذاکرات پر مخ بيول ، زياتره جهادی قوماندانان به يې د کلدارو په بنډلونو رانيول ، تر څو د طالبانو واکمنی پراخه کړي . کرنيل امام د آی-اس-آی مشهور او نامداره افسر وو . طالبان په ټوله کې د آی-اس-آی له خوا يوه پروژه وه ، خو وروسته يې د افغانی او پاکستانی طالبانو په نومونو په دوو برخو سره وويشل . ولی ؟

د ډيورند د فرضی کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه ، تل د پاکستانی واکمنيو د پام په مرکز کې وو او دي . پاکستان د پښتنی نيشنليزم پر ضد په داسی حال کې اسلامی جمهوريت اعلان شو، چې بنسټ ايښودونکی محمد علی جناح اصلا يو غير مسلمان ، شرابخور ، سيکولر او غير مذهبی انسان وو . د انګريزی استعمار زوی د انګريز ميراثخواره پاکستان غوښتل په دې ډول پښتانه مسلمانان د دروغجنو شيطانی چيغو او شعارونو تر آغيز لاندې د انګريز د زوی (پاکستان) تر واکمنۍ لاندې وساتي . ددې چارې له پاره انګريزی ميراثخورو (پاکستانی واکمنانو) د پښتنو ورکې ته ملا وتړله ، د پښتون نوم پر پاکستانی واکمنو لکه ټوپک لګيده . پاکستان له څلورو سوبو څخه جوړ شو ، درې سوبې يې د خپلو اوسيدونکو په نومونو لکه پنجاب ، سند او بلوچستان ، خو پښتون ميشته سوبه يې د شمالغربی سرحد سوبه بلله . ددې د پاره چې پنجابی واکمن د پښتون له نومه خلاص شی او بله دا چې په اذهانو کې د سرحد ټکی حک کړي . يواځې دا څلور پنځه کاله وړاندې د پښتنو د کالونو کالونو مبارزو وروسته ، پنجابی واکمنان مجبور شول چې د پښتنو سوبې ته د خيبر پښتونخوا نوم ورکړي .  د هند د لويې وچې څخه د انګرير د وتلو له لومړی ورځې نه انګريزی اجنټانو (پاکستانی واکمنو) د انګريزې نسخې مطابق د پښتنو پر ضد توپيري چلند جاری کړ . له پښتنو يې د پښتو ژبې ويل ، لوستل او ليکل هېر کړل . د پښتنو تاريخ په ټولو تعليمی بنسټونو کې ممنوع وو . د پښتنو پنجابيزه کول د پاکستانی ستبليشمنټ په ستراتيژۍ بدل شول .

 د افغانستان په پښتنی سيمو کې يې د خپلو اجنټانو په واسطه ښوونځيو ته اورونه اچول ، قومی او دينی مشران يې وژل ،  د افغان د مرکزی حکومت او فخر افغان پاچاخان پر ضد يې پروپاګنډ تنظيمول .

ددې د پاره چې پآکستانی ابليس د اسلام په نوم د ديورند د کرغيړنې کرښې دواړو خواوو ته پښتانه سرکوب کړي ، آی-اس-آی خپله ضربتی قوه ( طالبان ) په افغانی او پاکستانی طالبانو وويشل . پاکستانی طالبان د افغانی طالبانو په څېر د آی-اس-آی لاس په نامه نوکران وو ، خو کله چې امريکا په افغانستان کې د القاعدې پر نړيوال تروريستی سازمان او طالبی ناتار بريد وکړ او پاکستانی ابليسانو عربی ، افغانی او پاکستانی تروريستان د پيسو په بدل کې پر امريکائيانو خرڅول ، ځينو پاکستانی طالبانو د پنجابی واکمنو پر ضد د توپک خوله ورواړوله .

سره له دې چې پاکستانی واکمنو د خپلو ګټو له پاره د امريکا متحده ايالاتو ته اجازه ورکړه چې د پاکستان له خاورې د شمسی او رزمک له نظامي اډو پر طالبانو بريدونه وکړي او همدارنګه تر ننه امريکا او ناټو د پاکستان د کراچۍ له لارې د خپلو نظامی ځواکونو اکمالات کوي ، خو طالبان ددې زړه او جرأت نه لري چې له خپل بادار پاکستان څخه د خپل ملاتړي او متحد په توګه حتی يوه پوښتنه هم وکړي . دې ته وايې بل پورې تړلتيا !

 په دې موکه آی-اس-آی خپل افسر د طالبانو سرلښکر کرنېل امام پاکستانی طالبانو ته د مذاکراتو له پاره وروليږه ، تر څو هغوی راضی کړي چې د آی-اس-آی له پروګرامونو سره سم فعاليت وکړي ، خو پاکستانی طالبان پوهيدل چې آی-اس-آی غواړي د تذوير بل دام وغوړوي او که لازمه شی د تروريستانو په نامه به يې د پيسو په بدل کې د نورو په څېر د ګوانتانامو ميلمانه کړي . هغه وو چې کرنيل امام يې په دې تور چې ويلي يې دی : « پريږده چې د افغانانو چټلې وينې تويې شي » په مرداره او نجسه ټنډه وويشت او يو کثافت د مځکې له مخې ورک شو . په دې ډول طالبان د خپل معنوي پلار مولانا سميع الحق او نظامی پلار کرنيل امام د مرګ له امله يتيمان شول .

 له دې وروسته د «ښو» او «بدو» طالبانو اصطلاحاتو استعمال وموند . ښه طالبان يانې هغه چې په پاکستان او افغانستان کې د آی-اس-آی تر فرمان لاندې ، پاکستان ته کار او خدمت کوي . بد طالبان يانی هغوی چې د آی-اس-آی له اختياره او واکه وتلي وي .

 همدا اوس پاکستان « ښه طالبان » د پي-ټي-ام د پښتنی غورځنګ په وړاندې د آی-اس-آی د ضربتی ځواک په توګه استعمالوي او افغانی « ښه طالبان » د افغان د مرکزی حکومت ، سياسی نظام او خلکو پر ضد د آی-اس-آی ضربتی قوه ده  .

کله چې پر پاکستان د امريکا مالی سرچينې وچې شوې ، پنجابيانو طالبان علاوه پر سعودی او اماراتو ، ايران او روس ته د جګړې د دوام او لوژيستيکی مرستو له پاره حواله کړل . د نړی او سيمې د هيوادونو د استخباراتو سره د اړيکو په تاريخ کې زما له نظره د نظار شورا لومړی درجه ريکارډ قايم کړ او دوهمه درجه ريکارډ طالبانو قايم کړ . اوس طالبان نه يواځې د پاکستان نوکران دی ، بلکې پاکستان په خپل لاس له طالبانو د ايران او روس نوکران هم جوړ کړل . همدا علت دی چې طالبانو د ايرانيانو سره له دوو جدا ناستو وروسته د عربستان په جده کې مذاکرات د ايران په اشاره او هدايت سره ونه منل او په دې توګه طالبان د ايران د شووينيستی موخو له پاره د وسيلې په توګه وکارول شول. په داسی حال کې چې د سعودی په جده کې راتلونکی پېر مذاکرات د تهران سره د طالبانو له مذاکراتو د مخه منل شوی وو . خو طالبانو بيلې دې چې پوه شي چې ايران طالبان د ايرانی موخو له پاره د سعودي په وړاندې استعمالوي ، د جدې مذاکرات ونه منل او په دې توګه يې له ايرانه څخه قوی متحد سعودی د لاسه ورکړ . چيرې ده د طالب خپلواکي ؟ طالب په آګاهانه او غير آګاهانه توګه د سيمې د هيوادونو د ناروا موخو د پاره يوه آرزانه وسيله ده او بس .

همدارنګه ايران غواړي د طالبانو په واسطه امريکا او د هغه د سولې هڅې وننګوي او امريکا د ايران پر ضد  له دوهم پړاؤ بنديزونو منصرف کړي . خو غشۍ يې په نښه ونه لګيد او بنديزونه به د ايراني آخوندی فاشيستی رژيم ملا تر ماتيدو کږه کړي .

نړيوالو اوضاعو او ډیريو تجربو ته په کتو سره به پاکستاني مليتاريستان او ايرانی آخوندان ، طالبان په نيمه لاره کې پريږدي او طالبان به افغان سولې ته جبرا غاړه ږدي . وايي چې : « اختر پټ ميړه نه دی » ، دا به هغو کينه کښو ، تش په نامه کيڼ اړخو ته چې تعصب يې د عقل سترګی ړندې کړي ، او هيلې يې د طالبانو ( د منځنيو پيړيو ارتجاع ) سره تړلی دی ،  مالومه شي چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو اصلی ماهيت څه دی ؟

طالبان به د جهادی چورګرو (د خدای د نورو لښکرو) په څېر په امريکايي ډالرو لکه ټپوسان اخته شی ، خدای ، دين او پيغمبر به هېر کړي . چاته د ږيرورو جنايتکارانو جنايات ، تور ماهيت او « مسلمانی » نه ده مالومه ؟

طالبان د ځينو تېروتلو او ښوئيدلو د نظر پر خلاف د افغان ولس نمايندګی نه کوي ، بلکې دوی د افغان ولس دښمنان او د پردو مزدوران دی .  افغان ولس د طالبی نوکرانو او جهادي غلو د بی رحمه تړاکونو بلهاريان او قربانيان دي .

راځو امريکايي او ناټويي لښکرو ته :  بايد ووايم چې دا هم زمونږ هيواد او ولس ته د وطن پلورونکو او اسامه پالونکو طالبانو تحفه ده . دا طالبان نه وو چې د يوه اسامه بن لادن عربی ترهګر له پاره يې پر افغانستان د امريکايي بريد زمينه برابره کړه . که طالبی وطن پلورونکو د سودان د عمرالبشير په څېر اسامه بن لادن له افغانستانه ايستلای وای . ولی به په افغانستان کې نننۍ انډوخرجوړيدلای ؟ او ولې به طالبان د سيمې د هيوادو د موخو د پاره د بازار او خرڅلاؤ متاع جوړيدلای ؟ زه چپی لارورکو ته د رحمان بابا دا شعر ور يادوم او په دې اکتفاء کوم :

هر سړی د خپل مطلبه پورې يار دی

ما د خدای د پاره يار ليدلی نه دی

وروستۍ خبره : افغانستان ته چپو او ښيو ګمراهانو د خدمت ، آزادۍ او عدالت په نوم له شمېره زيات زيانونه رسولی دي . پر ټولو په ځانګړي توګه طالبانو غږ کوو چې نور د خپل هيواد د برخليک پر سر له سودا کولو لاس واخلی او د افغانستان د ژغورنې له پاره بين الافغانی پوهاوي ته مخه وکړي .

Comments are closed.