طالب د پردو ګټو استازی

حکيم روان

طالب د منځنيو پيړيو د وروسته پاتې والی روښانه نمونه ده . طالبی واکمنۍ د منځنيو پيړيو د پېر ټولې استبدادي نښې را ژوندی کړې . د طالبانو امربالمعروف ، نهی عن المنکر د منځنيو پيړيو د عقايدو تفتيش ( انګيزيسيون ) نندارې ته کښېښود . طالبان د ټولو انسانی حقوقو او آزاديو دښمنان دي . له دې امله د هيواد د ټولو آزادی غوښتونکو او مترقی انسانانو د غبرګون سره مخامخ دي .

طالبان د اوسنۍ زمانې د غوښتنو پر خلاف د چارواکو د ټاکنو پر اصل باور نه لري . دموکراسی يوه غربي پديده بولی او د دوی په ګمان چارواکی بايد د حل و عقد يا د ملايانو د يوې شورا له لارې وټاکل شی . طالبان د مذهبی نوو تقسيماتو له مخې سلفيان دي . دوی غواړي ټولنه د ۱۴۰۰ کاله مخکې پېر عاداتو ، اخلاقو ، تفکر ، رواجونو او رسومو ته ور وګرځوي . دوی د مدنی قوانينو پر ځای د هماغه وخت له جزايي کودونو ګټه پورته کوي . د خلکو د سترګو په وړاندې د سرونو پرې کول ، د لاسونو او پښو پرې کول ، سنګسار او په درو وهل په ټولنه کې بی رحمی ، ويره او وحشت پراخوي .

طالب په دې ناوړه څيرې سره د هيچا د منلو وړ نه دی . خو له دې امله چې د واک خوند يې ليدلی دی ، غواړي يو ځل بيا د واک پر ګډۍ کښېني . د هيواد د ننه د خلکو د نه پخلاکيدونکی غبرګون سره مخامخ کيږي ، د دې له پاره چې واک ته ورسيږي يا په واک کې پاتې شی ، مجبور دی چې پر پردو تکيه وکړي .

په خواشينۍ سره چې يو وروسته پاتې او محتاج افغانستان د ګاونډيانو په ګټه دی . د دې کار له پاره طالب تر ټولو مساعده وسيله ده . طالب د اوسنی ولسمشر اشرف غنی پر خلاف د اوبو د مهارولو پلانونه نه لري ، برعکس جوړ بندونه هم ورانوي . د ښوونځيو سوځول ، د پلونو او پلچکونو الوزول ، د قير شوو سرکونو اړول ، په عامو لارو کې د ماينونو ايښودل ، په عامه او د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې لکه دولتی ادارې ، روغتونونو ، جوماتونو ، جنازو ، وادونو او …..نورو کې انتحاری بريدونه د طالبانو اصلی مشغولتياوې دي .

د پردو د پاره تر طالبانو مساعد او وړ څوک د واکمنۍ له پاره نه شته . د طالبانو له برکته او د پاکستان په واسطه د مذاکراتو ميز ته د طالبانو د راکشولو له امله همدا اوس پاکستان نږدې ۶ مليارده ډالر تر ستونی تېر کړل . پاکستان پر هند د فشار له پاره هم طالبان استعمالوي او نړيوال ګواښي چې که هند آرام نه کړي ، سوله او د سولې مذاکرات به له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي . پر دې سر بېره مذاکرات څاري او د پاکستان له ګټو پرته  د طالبانو مزی د هغوی په لاس کې دی . همدارنګه طالبان تهران او مسکو ته منډې وهی ، خو کابل ته د راتلو زړه نه کوي ؟ طالبان د تهران او مسکو ګټې مني ، خو د کابل ګټه يانې سوله او امن نه مني . طالبان له روس ، چين ، پاکستان او ايران پوښتنه نه کوي چې ولې تاسو د امريکا د يرغل ملاتړ وکړ ؟ ولی د پاکستان له اډو امريکائيانو پر طالبانو بريدونه کول ؟ ولې پاکستان د امريکا او ناټو د ځواکونو اکمالاتو ته لارې خلاصې کړې ؟ دا ځکه چې بادار تل پر حق دی . طالبان په بی شرمی سره د آی-اس-آی د برنامې مطابق افغان دولت نه مني . ځکه هغه پوهيږي چې په دې صورت کې د پاکستان د چانو وهلو بازار تړل کيږي . طالبان هيروی چې دوی خپله يو تروريستی ګروپ پيژندل شوی دی او افغان دولت د نړئ ۱۹۰ هيوادونه په رسميت پيژني . بناء طالبان د افغان حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستلای نه شی

دا افغان دولت دی چې طالبان يې د ملګرو ملتونو تور لست ته شامل کړی دی او د افغان دولت په وړانديز به له توره لسته وځي .

څوک مشروعيت نه لري ، افغان دولت که طالبان ؟  افغان دولت پر طالبانو نړيوال بنديزونه لګوي او که طالبان پر افغان دولت ؟

طالبان له خپلو خولو غټې خبرې کوي ، خو هر څوک پوهيږي چې دوی د امريکا سره خبرې ددې د پاره کوي چې ګوندې امريکا طالبان واک ته ورسوي . خو طالبان تر اوسه نه دی پوهيدلی چې په ګران هيواد افغانستان کې واک نور په خلکو پورې اړه لري او واک د افغانستان د خلکو ملکيت دی ، هيڅوک پر هغه د تېري حق نه لري .

طالب جانه نور سپينه خبره وکړه او د آی-اس-آی زنځيرونه وغورځوه ، نور د بل د پاره د خپل ورور او وطندار وينه مه تويوه

راځه خپل هيواد ، کلی او کور ته . د خپلو وروڼو سره پخلا شه او د پردو سره خدای پامانی وکړه .

 

Comments are closed.