مورنۍ ژبه

محمدآقا کوچی

پرون د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ وه .

لومړې خو ټولو هغه ليکوالانو ،ژورنالستانو ،ښونکو او ټولو هغه ليکونکو ته چی د مورنۍ ژبې د ژوندي ساتلو په خاطر يې هلې ځلې کړي مبارکي وايم دوی ته لابريا غواړم.

پرون مې په يوه افغاني تلويزون کې د يوی درنۍ کورنۍ خبری واوريدلی دوی له نورستان ولايت څخه د بی امنيتی لا امله مزار  شريف ښار ته کډه شوي وو ، دوی ويل چی موږ په نورستان کې زده کړی په پشتو ژبه کولی دلته په مزار شريف کې زده کړی په دري ژبه دي موږ ته ستونزمنه ده ددوی وړانديز دا وو چی پښتو اودري د هيواد رسمي ژبی دي خو موږ وايو چی که په ښونځيو کې د نورستان ژبه په نصاب کې ورداخل شي،زه بيا وايم چی د اوسني اساسي قانون له مخی د زده کړو چاری بايد د ښونځېو ژبه شي دا په دی ما نا چی دهر ولايت او ياد هري ولسوالی خلک چی په کومه ژبه حاکميت لري بايد درسي مواد ددوی په مورنۍ ژبه تهيه شي. په دی اړوند قانون کې دا مسله حل شوی خو متاسفانه دعمل جامه يي نه ده اوغوستی بېلگې په پلازمينه کابل کې تر نيمايي زيات اوسيدوکي خلک پښتانه دي ولی درسی مواد په دري دي همدا لامل دی چی اکثره پښتانه دري وايي يا په جوزجان او مزار،فارياب کې پښتانه دري درسونه وايي چی ستونزی لري يا په نورستان کې درسونه په پښتو وايي په نورستان ژبه مواد نشته .

که مورنۍ ژبې لپاره حکومت کار کوي بايد ژبه د ښونځي ژبه وي . حکومت په ادارو کې رسمي ژبي وکاروي ولی اوس سل فيصده دري کارول کيږي د ميډيا ژبه هم په رسمي ژبو  وکارول شي د ورستيو وختو کې د ليکوالانو هلې لې د تاييد وړ دي دوی زيات کتابونه مجلی، مقالی،شعرونه او تاريخي ليکنی په مورنې ژبه په خاصه توگه په پښتو زياتی کړي خو بسنه نه کوي بايد زيات علمي اثار په پښتو وژباړل شي يا وليکل شي.

محمداقا شيرزاد کوچی

Comments are closed.