د افغانستان د خلکو دترقی ملی متحد ګوند د دارالانشا اعلامیه

ګرانو اوزیارایستونکو هیواد والو!

لکه څرنګه چی خبر یاست په روانی اونی کی دپاکستان د استخباراتو په لاس ، جوړشو او روزل شوو تروریستانو دسند ایالات بی ګناه اومسلمان خلق دویراوماتم په ټغر کښینول او دعلی شهباز قلندر په زیارت کی د180 کسانو نه ډیر ټپی او ووژل ،  دافغانستان دخلګو دترقی ملی متحد ګوند دارالانشا دا ظالمانه  عمل به کلکلو ټکو غندی اوپه ډاګه کوی چی دا دپاکستان دنظامی استخباراتو دهفی ناوړی او کرغیړی پالیسی یوه برخه دی چی له څلویښت کالو را پدی خوائی پرمخ بیائی او زمونږ ګران هیواد ئی ددغو ظالمانه کړنو له امله داورپه لمبوکی لولپه کړ او دالمبی لاپه همغه  تندی سر ه پورته دی او زمونږ بیګنا هیواد وال پکی سوځی  ، کورونه ئی ړنګیږی، مسجدونوئی شهیدان کیږی ، عالمان، سپین  ږیږی، تور ګری، واړه ، زاړه ، سپین سری ، توسری او ماشومان پکی شهیدان کیږی ، چی دا لړی  اوس تازه دپاکستان دخلګو کورنو ته ورسیده ، دپاکستان واګدارانو اودټولو به سترکی دهفه هیواد پوځیان اوڅارګره اداره ددی لپاره چی خپل تورمخی اوظالمانه سیاست له نړیوالو اودپاکستان له خلګو نه پټ وستاتی ، دسند دغمجنی پښی پړه پرافغانستان اچوی ، په داسی حال که چی ددی ټولو وژنواو ورانیو مسئولیت دپاکستان ،دنظامیانو او په ځانګړی توګه دهغه هیواد دڅارګری اداری پرغاړه ده ، او ددغه ظالمانه پالیسی په پایله کی ئی ټوله نړی ، سیمه او په ځانګړی ډول  زمونږ ګران هیواد له ډیرو بدمرغیو سره مخامخ کړی اوپاکستان په سیمه کی دیوی سرطانی غدی په توګه عمل کوی اوپه منطقه  اوګاونډیو هیوادونو کی ئی اوربل کړی چی دادی اوس ئی خپلی لمنی ته هم ورسید .

چی کوهی کینی دبل سړی په لارکی

ګوندی ستابه دګوهی په غاړه لارشی

دپاکستان نظامیان او څارګره اداره ددی لپاره چی خپل جنایات پټ کړی او دهغه هیواد عام زهنینونه بلی خواته  وګرزی ، دتورخم او سپین بودلک لارئی وتړلی اوپه ننګرهاراو کنړ ولایتونو باندی دټولو انسانی اونړیوالو اصولو پرخلاف دتوغندیو بریدونه پیل کړی چی له دی امله ئی زمونږ ګرانو هیواد والو ته مرګ ژوبله اړولی اویوزیات شمیر ئی دخپلوکورونو پریښو دوته اړکړی دی.

دافغانستان دخلګو دترقی ملی متحد ګوند دارالانشاء دپاکستانی نظامیانو اوڅارګری اداری داظالمانه عمل په کلکه غندی اودګران هیواد له ټولو هیواد والواوپه ستر کی دافغانستان له ټولو ملی ـــ دموکراتو اوترقی غوښتو نکو ځواکونونه هیله کوی چی په یو موټي توګه  دپاکستان ددولت  داظالمانه عمل به کلکه وغندی اودخپلی خاوری  دبشپړ تیا،  ملی استقلال اوملی حاکمیت د دفاع په خاطر  دخپلو امنیتی اودفاعی قوتونو په څنګ ودریږی او نه پریښږ دی چی دپاکستانی نظامیان  خپلو ناوړ ومخوته ورسیږی.

—- ورک د وی جنګ

—- ژوندی د وی د افغانستان خلک

په درنښت

پوهاند دکتور محمد داود راوش

دافغانستان دخلګوترقی ملی متحد ګوند رئیس

received_1452763088090061

Comments are closed.