په افغانستان کی دبی وزلئ او بیکارئ اساسی علتونه او له منځه وړلو اساسی لاره

Untitledپه افغانستان کې اوس ۳۷ ٪یا دهیواد دنفوسو دلسو میلیونو په شاه وخوا کې خلک د بی وزلئ څخه ځوریږي اوله دې جملې شاوخوا ۷ میلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او په همدا ډول د کار دشرایط لرونکی د۱۲ میلیونونو اوسیدونکو له جملې ۲۵ ٪بیکاره دی او په ځوانانو کې داکچه تر ټولو لوړه ښودل شوېده او ددې ځوانانو له منځه دادی یوه برخه یی دمرګ دخطر په منلو اروپا ته مهاجرت ته اړشویدي .
اساسي علتونه
ناکام او په فساد کی ډوب حکومتونه او دهیواد داقتصادی او ټولنیزی پراختیا دستراتیژی په تطبیق کي ددولت ناکامی ؛ د بی بندوباره آزاد بازار اقتصاد او په بازار باندي ددولت د نظارت نه شتون ؛ د اقتصاد ددولتی سکتور کامله نابودي او تالان ؛ غیر تولیدی او مصرفی اقتصاد او اقتصادی او مالی فساد او په ملی اقتصاد باندی دمالی الیګارشئ سیاسي سلطه او دفاسدو دولتي چارواکو اوددوی دشریکانو له خوا د نړیوالو ټولنې د میلیاردونه ډالرومرستو غلا او دملی شته منیو غصب کول ؛ په هیواد کی د بی وزلئ تر ټولو برجسته علتونه شمیرل کیږي .
دحل اساسی لاره
دافغانستان خلک هغه وخت دبی وزلئ او بیکاری څخه خلاصون موندلئ شي چې له هرڅه وړاندی په هیواد کی یومشروع او منلئ حکومت یعنی قانونمندار اوفساد نه منونکی او دفساد ضد ؛ دخلکو خدمتګار او مسوول او ځواب ویونکئ ؛ کارا او اغیزمن حکومت را منځه شی او داحکومت د اجتماعی سمت ګیری د آزاد بازار داقتصاد دپالیسی د غوره کولو او دملی اقتصاد دټولو سکتورونو دمتوازنی دودی پر اساس دهیواد داقتصادی او ټولنیزی پراختیا لپاره یوه نوی او اغیزمنې ستراتیژی تدوین کړي او دهغې له مخې دتولیدی اقتصاد او اقتصادی زیربنا یی پروژو ایجاد او ددولتی سکتور اونورو ټولو اقتصادی سکتورونوته متوازنه وده ورکړل شي او دغیری تولید ی او مصرفی اقتصاد سره اغیرمنه مبارزه وشی او په سیاسی واک او دولت اودولتی اداره کې اداري ؛ مالی او اقتصادی فساد او دلوټ مارانو ؛ مالی الیګارشی او کمپرادور سرمایه دارانو سیاسی سلطی ته دپای ټکې کیښودل شی او په دې توګه په هیواد کی مخ دپه زیاتیدونکی بی وزلئ او بیکاری مخه ونیول شي .

Comments are closed.