په ګوندي اساسنامه کې د بدلون وړاندیز

آقا محمد کوچی

په ګوندې اساسنامه کې بدلون اړین دی ، خو دا بدلون باید تدریجې او د ګوندي غړو د سیاسي پوهې د کچې سره برابر وي . موږ نه شو کولی چې له سر څخه تر پایه د ډیرو پرمختللو ټولنو د ګوندونو په مقیاس اساسنامه بدله کړو . موږ باید د ګوندي غړو پخوانۍ تجربې له نوي اساسناموي پرمختګونو سره داسې غوټه کړو چې هم د ګوندي اساسنامې د بدلون تجربه ګوندي غړي احساس کړي او هم هغوي ځانونه د بدلون په یوه اوږده او نابلده واټن کې ونه وینې .
بدلون باید تشکیلاتې جوړښت لا نورهم ساده کړي او د تصمیم نیونې د مرکزي ارګانونو شمیر راښکته کړي . که هر څومره د تصمیم نیونې د ارګانونو شمیر لږیږي ، په هماغه اندازه د ګوندي اساسنامې د حجم په کمېدلو کې مرسته کوي .
د بېلګې په توګه ، د ( ا خ ت م م ګ ) لاندي تشکیلاتې جوړښت لري :
۱ ـ کنګره
۲ ـ سر تر سري کنفرانس
۳ ـ مرکزي شورا
۴ ـ اجرائیه شورا
۵ ـ دارالانشا
۶ ـ سیمه ایزي شوراګانې
۷ ـ لمړنۍ شوراګانې
که موږ له پورتنې تشکیلاتې جوړښت څخه د کنګري او دارالانشا تشکیلاتې ارګانونه وباسو ، په ډاډمنه توګه ویلی شو چې د پاته پنځو تشکیلاتې ارګانونو په لرلو سره د ( ا خ ت م م ګ ) کولاي شي خپلې ورسپارل شوي دندي په کره توګه مخته بوزي . په دې توګه به ګوند لاندنی تشکیلاتې جوړښت ولري :
۱ ـ ګوندي کنفرانس
۲ ـ مرکزي شورا
۳ ـ اجرائیه شورا
۴ ـ سیمه ایزي شوراګانې
۵ ـ لمړنۍ شوراګانې
ګوندي کنفرانس به د ټول ګوند عالی تصمیم نیونکی ارګان وي چې د شرایطو سره سم به فکري کرښې باسې او ګوند ته به وړ تشکیلاتې بڼه ورکوي . کنفرانس به د ګوند ډیر مهم اسناد چې ستراتیژیک او تاکتیکې خصوصیت ولري تصویبوي او په سترو ملي او نړیوالو مسآلو کې به د ګوند سیاست فورمولبندي کوي . کنفرانس به په هرو څلورو کالونو کې د ولسمشرۍ او ولسې جرګې له ټاکنو مخکې رابلل کیږي ، ګوندي او د ګوند ټاکنیز سیاست به ټاکې او له دغو ټاکنو دمخه به د ګوندي مشرتوب مرکزي ، سیمه ایز او محلي ارګانونه د ډموکراټیکو ټاکنو له لاري نوي کوي . کنفرانس به په ټوله کې هغه دندي چې پخوا د کنګري او سرترسرې کنفرانس له لاري اجرا کېدلې سرته رسوي . د نوبتې کنفرانس څخه پرته د اړتیا په صورت کې د بیړنیو کنفرانسونو د رابللو اختیار د ګوند د مرکزي شورا سره دی .
د ګوند مرکزي شورا په نوبتې توګه د دوو کنفرانسونو تر منځ موده کې هر کال غونډي کوي او دا غونډي به د هر کال په پاي کې وي . ټولي هغه دندي چې کنفرانس د ګوند مخته ایښې د مرکزي شورا له خوا د ټاکلو میکانیزمونو له لاري پلي کیږي او د خپلو کړنو رپوټ به ګوندی کنفراس ته وړاندي کوي . مرکزي شورا خپل میکانیزمونه د اجرائیه شورا ، سیمه ایزو او لمړنیو شوراګانو له لاري پلي کوي او د هغوي پر کار څارنه هم کوی . د مرکزي شورا غونډه له دې وروسته د پلینوم په نامه نه یادیږي ، هغه د مرکزي شورا د غونډي نوم خپلوي . د مرکزي شورا بیړنۍ غونډي د ګوندي غړو او یا هم د اجرائیه شورا په غوښتنه جوړیدلی شي .
د ګوند اجرائیه شورا یو دایما فعال ارګان ګرځې چې په هرو ۱۵ ورځو کې غونډه کوي او د ګوند ورځنی سیاست مخته وړي . څرنګه چې اجرائیه شورا دایما فعال ارګان دی او د ګوند د سیمه ایزو او محلې ارګانونو سره نږدې اړیکې لري ، باید زیات واکونه او د چارو د پلې کولو ډیر میکانیزمونه په لاس کې ولري . په ګوندي چارو کې د اجرائیه شورا غونډي د ګوند د عمومي منشي او په ملي او نړیوالو مسآلو کې د ګوندي سیاست اړوند غونډي د ګوند د ریس له خوا مخته وړل کیږي . له دې کبله د ګوند اجرائیه شورا د ګوندي سیاست د کرښو په ټاکلو او د چارو د اجرا اړوند زیات واکونه ترلاسه کوي .
د ټاکنو په وخت کې لمړنۍ شوراګانې عمومې غونډي جوړوي او سیمه ایزي شوراګانې کنفرانسونه تشکیلوي . د ټول ګوند کنفرانس کولی شي د سرتر سري یا ملي کنفرانس نوم خپل کړی .
د دي له پاره چې ګوندي واک د یوه ګوندي مشر په لاس کې متمرکز شوی نه وي او یا د ټولو ګوندي چارو د اجرا او څارنې حجم د یوه مشر په اوږو نه وي اچول شوی او یا دا چې د ګوندي یواځنې عالي موقف له پاره په ګوند کې ناوړه سیالې ونه شي ، اړینه به وي چې د ګوند د مرکزي شورا د ریس د موقف تر څنګ د ګوند د عمومې منشې موقف هم رامنځته کړل شي . د ګوند د عمومې منشي او د ګوند د ریس تر منځ د دندو بیلوالی په ساده ټکو ، ښایي دا وي چې عمومې منشې به د ګوند په تشکیلاتې او تبلیغاتې چارو بوخت وي او د ګوند ریس به په ملي او نړیوالو مسآلو کې د ګوندي سیاست استازیتوب کوي .
په هغه شرایطو کې چې ګوند په واک کې نه وي او یا د واکمنۍ برخه نه وي جوړه شوي ، مشوره ورکول کیږي چې د ګوندي چارو د اجرا څانګې باید محدودي وي ، مانا دا چې یوازي د تشکیلاتو ، تبلیغ او فرهنګ ، مالي ، تفاهم او اړیکو څانګې او د کنترول او نظارت کمیسیون کفایت کوي . نورو څانګو جوړولو ته اړتیا نه لېدل کیږي .
د مرکزي شورا ، اجرائیه شورا د لا فعال ساتلو له پاره د هغوي د غړو شمیر ته زیاته پاملرنه وشي . مانا دا چې هر څومره یی د غړو شمیر محدود وي په هماغه اندازه هغه ارګان فعال پاتې کیږي . د سیمه ایزو او لمړنیو شوراګانو د غړو شمیر په منځنۍ کچه ساتل په کار دي . ځکه له یوي خوا دا شوراګانې مستقیما د ګوندي غړو د راټولېدو د مرکزونو سره اړیکه لري ، له بلې خوا د خلکو د پرګنو په منځ کې دي او د اړیکو د نیولو له پاره د کابل ښار او یا نورو لویو ښارونو په پرتله د اړیکو نیولو امکانات نه لري .
په بهر کې د هېوادنیو ګوندي شوراګانو جوړول باید ملاتړ شي . هغوي باید د ګوندي ولایتې شوراګانو معادل واکونه ولري او نیغ په نیغه هره شورا په کابل کې د ګوند د تشکیلاتو له څانګې ، اجرائیه شورا او نورو ګوندي څانګو سره اړیکې ولري . د اروپا شورا په څیر تشکیلاتې جوړښتونو ته اړتیا نه لیدل کیږي ، یوازي د ګوندي کار د هماهنګۍ مشورتې شوراګانې د اړتیا په صورت کې جوړیدلی شي .
د ګوند نوم هم باید نوی شي ، یانې ګوند باید زموږ د ملګرو د سیاسي کار او فعالیت معرفې کوونکی وي . په اوسنیو شرایطو کې د هېواد او خلکو یو موټی ساتل زموږ ستره ملي دنده ده او د جګړي د مصیبتونو له وجې خلکو ته د ټولنیز عدالت غوښټل د نورو بنسټیزو دندو په څنګ کې یوه مهمه دنده ده . له دې کبله که دګوند نوم ( د افغانستان د خلکو ملي ګوند ) وي ، زموږ د ځنډ نه منونکو دندو د څرګندونې ښه معرف نوم دی .

په تگلاره کې د سمون ولانديزونه

دتگلارې په سرېزه کې لومړې ۶نيمې کرښې بايد ليری شي دسريزی په اومه کرښه کې تشکل مومي بايد موندلی نور سم دی.
ددولتي واکمنۍاواداری په برخه کې
پ ۳ بند کې دسياسي پلوراليزم پر بنسټ د يوه دموکراتيک رژيم ټينگښت، دکليودشوراگانو نيولی تر ولسوالی، ولايتي شوراگانو ، ولسي جرگې،مشرانو جرگی،دښارواليو شوراگانې،او جمهوري رياست ….
نوری سم دي دسولی دتامين لپاره دامنيت شورا په مينځگړيتوب د يوه ثالث کميسون په بينالافغاني ناستو ټينگاراو خپل مينځې ستونزو حل.
ج د حقوقي نظام کلمه ايضافه ده بايد حذب شي.
دخلکو د بنيادي حقونو اوازديو په بر خه کې.
په ۴ بند کې داسی سمون راشيټولنيز بنسټونه لکه د ځوانانو، ښځوټولنۍ د اصنافو او مدني ټولنۍ په رښتنې مفهوم
داقتصادي ودیپه بر خه کې
۲ بند کې د کار موندنی، معاش او بيمې زياتولو سره
۴ بند کې د ټولو ستراتيژيکو شتمنيو او غسب شوو ځمکو را گر ځولوددولت ملکيت .
څخه ملاتړ ملاتړ.
۷ بند کي را غلې چی افغانستان دسوداگری د نړيوال سازمان غړې شي دا کار سرته رسيدلی دا کلمه داسی سمه شي افغانستان بايد هڅه وکړي چی افغانستان دنړېوال يې سوداگری په مرکز بدل شي.دازد بازار او دولتي سکتور په اړوند پوره مکمل مالومات ور کړل شي.
په ټولنيزه برخه کې.
په ۲۰ بند داوبو مهاره ول اواستفاده زياته شي
د بهرني سياست په برخه کې
زموږ گوند ډيرنډ د نامنل شوی کرښې او ټولو ازادي غوښتونکو دموکراتوځواکنو( د پښتنوبلوڅو د خوداراديت » څخه پوره ملاتړ

آقا محمد کوچی از شورای حزبی سویدن

Comments are closed.