پير سيداحمد گېلاني مړشو

محمدآقا کوچیمحمد اقا کوچی

دسولی شورا يتيمه پاته شوه .

دشورا 800ميلوني مصارف د پاېلو درک نشته داکتر غني به څه کوي ­­­­

په ۱۴ کلونو کې دسولی شورا ونه شوه کړای چی د سولی د راتگ لپاره کومه ستراتيژي جوړه کړي

کله چی د يوی مهمې ملي مسلی لپاره د مسوليت پېټې د چا پر اوږو باريږي بايد ولټول شي چی مسول کسان ددی بار د وړولو جوگه دي او کنه ايا دا وړتيا او ظرفيت لري او کنه بېلګه به وليکم هغه دا چئ په نژدی ګاونډي هېواد تاجکستان کې چی کله دا هيواد له پخواني شوروي اتحاد نه خپلواکي تر لاسه کړه اوسنۍ جمهور ريس د واک پر گدې واکمن شو.

دده پر وړاندی مخاليفين راپورته او وسله پلاس پر جنگ جگړو لاس پوری کړو،زياتره وسلوال د خپلو کورنيو سره زموږ د هيواد شمال ته را کډه شول ، په دگه وخت کې زموږ د هيواد حالت هم کړکيچن وو مرکزي حکومت نه وو د مسعود،دوستم، تورن ايسماعيل، حاجي قدير او نورو جهادي دلگېو واکمنې وی جنرال دوستم خو د روسانو په مرسته جلا پيسی هم چاپولی خو بيا هم د تاجکستان مشرانو خپل مخاليفنو ته په واک ګي دگډون بلنه ور کړه خپل مخالف د خپل ځان مرستيالی څوکې وسپارله ستونزه د نورو د لاس وهنو پرته هواره کړه.

14photo16

خو موږ څه کوو تل وينه په وينو پريمينځو د سولې کار بار هغۀ چاته سپارو چی هغوی خپله يو طرف وي خپلې گټې د سولی په راتگ کې د زيامنتوب وړ بولي هميشه کوښښ کوي چی د سولی پروسه عملي نه شي .

موږ افغانان ډېر پخوانې دود او کلتور لرو هغه عبارت ده له جرگو مرکو څخه جرگې ځانته قوانين لري جرگه کول ددوو مخالفو دلو تر مينځ هغه وخت په بري سرته رسيږي چی د ددوو مخالفو خواوو تر مينځ د سولی واک ولري سوله کونکي بی پری وي سوله کونکي مستقل ازاد او خپلواک وي، د خپلو پرېکړو واک اود نه منلو په صورت کې دسولی شورا يا جرگه د هغه چا پلوي کوي چی ملامت وي اود جرگې پريکړی د نه منلو هوډ ولري.

مرستندويان لکه د ملگرو ملتونو دامنيت شورا په رښتني توگه د شورا مرسته او لاس نيوی وکړي لاسوهوبکو او شيطاني ځالو  د ختمولو لپاره کوټلي گامونه واخستل شي.

ناټوجمع امريکا ورسره نوره نړه دافغان ولس د جنگ جگړو  لاملونه نه پيژني په رښتيا چی پيژني ايا دو په تيرو ۱۴ يا ۱۶ کلونو کې دخپلو استخبارتي مالوماتو له مخې پر دی نه پوهيږي چی دافغان جگړی مخالف لوري د چا لخوا حمايه کيږي وسلوال کيږي تمويليږي خو په هر څه سترگې پټوي نه غواړي چی په جگړځپلې خاوره کې سوله راشي بهرنيان چی کوم بوديجه په جگړو مصرفوي ددی پر ځای دی دسولی پر پروسه مصرف کړي او لاسوهونکو ته دی جدي ووايي چي نوره مداخله مکوی.

د هيواد  کورنۍ مافيايي کړيو سره دی قاطع برخورد وشي فساد کونکو ته د کلکه سزاورکړل شي د بشرد حقونو ناقضين دی په نړېواله محکمه تر پوښتنو لاندیونيول شي ددی ټولو شمير تر ۴۰۰ نفرو نه زياتيږي خودا کار جرت غواړي، دا هله کيږي چی په واکمنی کې د ملي دموکرات خلکو او خپل هيواد ته ژمن او په ملي ايدلوژی سنبال خلک واکمن وي په ماملو مصلحتو او ويره واکمني نه چليږي.

همداوس دا گز اودا ميدان  واکمنه کړی دی پر هغه لوړه د الله په کلام قسم خوړلی چی زه به وطن خلکو اوولسو ته خدمت کوم د فساد، خيانت، او نورو ناوړه پديدو پر وړاندی به کله مبارزه کوم خپلی شخصي گټی به د ملي گټو نه پورته نه گڼم .اوس چی وگوری د وينا او عمل تر مينځ لويي واټن ليدل کيږي، همدا لاملونه جمع شوي چی ورځ تر بلی سوليز ژوند خرابيږي، جنگ زور اخلي لاس وهنی دوام لري د خلکو باور په پوره توگه کم شوی يواعشاريه نه ميلونه خلک بيکاره  دری ميلونه په مخدره موادو روږدي ، په ميلونو د هيواد نه بهر کډوال دي او يو ميلون د لوږی سره لاس په گريوان شپی ورځی تيروي .

 

20170122

 

Comments are closed.