ځواکمن اویو ه موټی زعامت او فساد ضد حکومت باید ایجاد شي

داکترحبیب منگل

اوس دبل هروخت په پرتله ښه معلومه شویده چی دافغانستان د بحرانی وضعیت او ددولت – ملت دجوړولو دستونځو ؛FB_IMG_1464573334731 سیاسی او انتخا باتی فساد ؛ دمشروعیت – مقبولیت او نارکارایی دبحران ؛ د قدرت – ثروت دلاسته راوړلو او ساتلو لپاره فاجعه راوړونکو ډغرو ؛ ملی نقاق ؛دملت دتقسیم کولو اوقومی تعصباتو او تفرقی ته دلمن وهلو اودبی قانونی ؛ اداری ؛ مالی اواقتصادی شرمونکی فساد او دنړیوالی ټولنی دملیاردونو ډالرو دمرستو دغلا کولو او ولس په بی وزلی او بیکاری د محکوم کولو او دهیواد په چارو کی دبهرنی پراخ دخالت او مداخلو ته دلاری دهوارولو او هیواد د پردیو دمقابلی په میدان دبدلولو او دنورو بی شمیره ناخوالو او ګواښونو؛ اساسی علت اودلیل په دولت او دولتی اداره کی دپخوانیو بنسټ پالو اواوس تش په نامه دموکراتانو ؛ قومی مافیا او ټیکه دارانو ؛جنګ سالارانو اوزور سالارانو لوټ مارانواو هیروین سالارانو شتون ؛تسلط او نفو‌ذ تشکیلوی .
نو ؛ په داسی سیاسی وضعیت کی داملی اړتیا را منځته کیږی چّه د دولت دننه او بهر ملی او وطندوست ، دموکراتیک او مترقی ځواکونو
په یوه پراخه سیاسی جبهه کی سره متحد شی اودیوه ملی – دموکراتیک او تحول غوښتونکی قانونی اپوزسیون په مثابه په سیاسی صحنه کی فعال او يوموټئ حضور تامین او دقانونی ؛ مدنی او مسالمت امیزی مبارزی له لاری او په ځانکړی ډول د ملی شورا او جمهوری ریاست په راتلونکوانتخاباتوکی متحدانه او فعالانه ګډون وکړی اوبریالتوب ترلاسه اویو ځواکمن او یو موټئ ملی زعامت اومشروع ؛ قانونمدار ؛ فساد ضد ؛ دخلکو خدمتګار ؛ موثر او کارا حکومت رامنخته کړی او دولت او دولتی اداره کی د پورته یادو ارتجاعی ؛ اقتدارګرا ؛ قوم ګرا ؛ قشری او فساد پیشه کړیو سلطی اونفوذ ته دپای ټکئ کیږدی او دولتی اداره ورڅخه پاکه کړی او دتروریسم او بغاوت جړی وباسی ؛ په هیواد کی پایدار امنیت تامین او دملی انکشاف د یوی نوی ستراتیژی دتدوین او عملی کولو له لاری دهیواد د سیاسی پراختیا او یوی کارا دموکراسی داستقرار اومدنی ټولنی دجوړولو ؛ اقتصادی ودی او پراختیا؛ آجتماعی پراختیا او سوکالی او فرهنګی پراختیا دتامین مسایل په وړتیا حل او دهیواد په چارو کی بهرنی لاس وهنی پای ته ورسوی او دافغانستان غیر منسلک موقعیت بیا اعاده کړی او دیوه آزاد او ځپلواک ؛ دموکراتیک او غوړیدلی ؛ ځواکمن او سرلوړی افغانستان دایجاد دآرمان په تحقق کی چی اوږده مبارزه ورته شوې او بی ساری قربانی ور ته ترسره شوی خپله ملی- وطنی فریضه او رسالت ترسره کړی .

Comments are closed.