ښاغلی خليلزاد ته خطاب

حکيم روان

د امريکا جمهور رئيس ټرامپ تر ده د مخه امريکايي رهبران له دې امله احمقان وبلل چې پاکستان ته يې ملياردونه ډالر مرستې ورکولې ، خو پاکستان په مقابل کې تروريستان روزل ، تر څو امريکايي موخې په نښه کړي . دا دی اوس بيا پاکستان وکولای شوه چې ټرامپ د ده د اسلافو په شان تر هغه احمق کړي، څو د پاکستان او تروريستانو په وړاندې ګونډه ووهي .

مونږ افغانان ښاغلی خليلزاد ته د دې حقيقت بيانول غواړو چې ، طالب ، داعش ، لشکر طيبه ، او لسګونه نورې وسله والې تروريستی ډلې او وحشی ګلې د يوې مور زامن دي . داعش د هماغې مور په غيږ کې روزل شوی ، په کومه کې چې طالب روزل شوی دی . د ټولو تروريستانو مور د پاکستان آی اس آی ده . د طالب او داعش ليکې د آی اس آی له خوا د روزل شوو تروريستانو په ذريعه ډکيږي .

خليلزاد په دې ټکی ټينګار کوي چې د دشت برچي پر روغتون او په ننګرهار کې بريد طالبانو نه دی کړی ، ښه دا فرض محال به ومنو ، خو په ګرديز کې بريد خو طالبانو ومانه . د ګرديزځان مرګی بريد د دشت برچی پر روغتون له ځان مرګی بريده څه توپير لري ؟ آيا خليلزاد د طالبانو سره د خپل تسليم خط له امله د ګرديز جنايت ته د تقدس په سترګه ګوري ؟ د ګرديز د ځان مرګی جنايت ، د دشت برچی د ځان مرګی بوږنوونکی جنايت او د ننګرهارد ځان مرګی وحشت تر منځ توپير د خليلزاد له نظره څه شی دی ؟ مونږ يې په توپير نه پوهيږو ، که په امريکايي قاموس کې يې توپير وي ، مونږ ته دې توضيح کړي !

داعش او طالب دواړه د آی اس آی په فرمان او هدايت په افغانستان کې وينې تويوي . په خواشينۍ سره خليلزاد هم د آی اس آی په شان تروريستان په ښو او بدو تروريستانو ويشی . مانا دا چې طالبان ښه دی د افغانانو د وژلو حق لري ، خو بد داعشيان دا حق نه لري!؟!؟ خو د افغانانو په نزد په تروريستانو کې ښه نه شته ټول بد دي .

راځو د سولې په هکله : خليلزاد کله وايي چې داعش د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې مخالف دی او کله له ډېره سخاوته افغان دولت هم د سولې د مخالفت په تور تورنوي . خو حقيقت دا دی چې داعش په يوه وخت کې د افغان حکومت سره په څو ولاياتو کې نه شی جنګيدلای ، ولی طالبان هره ورځ په څو ولاياتو کې جنګی جنايت کوي او افغانان وژني . نو چې طالبان شته د سولې بل ورانکار دښمن ته اړتيا څه ده ؟؟؟ د خليلزاد او طالبانو دې په ياد وي چې د سولې په اړه د افغان دولت دريځ د لمر په شان روښانه دريځ دی . افغان دولت او افغان ولس د جنګ بيه په وينو او سرونو پرې کوي . که څوک سولې ته اړتيا لری نو هغه افغان ولس او افغان دولت دی . خو افغان دولت مکلف دی چې د طالب تروريستانو بريدونه او د خليلزاد او آی اس آی ګډې توطئې شنډې کړي . په حيرانتيا سره د خليلزاد ، طالب او آی اس آی ژبې سره يو دي . درې واړه افغان دولت د سولې مخالف بولي . دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت هره ورځ طالب تروريستانو ته د اوربند وړانديز کوي او طالبان په جګړې، بريدونو او وژنو اصرار کوي . افغان ولس وليدل چې طالب تروريستانو حتی د روژې د مبارکې مياشتې په پار هم د اوربند له پاره د افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی وړانديز ونه مانه . طالبانو وښوده چې روژه ، اسلام او اسلاميت افغانيت او انسانيت طالبانو ته د يو وار نصوارو اهميت هم نه لري .  خو بيا هم خليلزاد هڅه کوي څو د طالبانو له پاره په دوو ګوتو لمر پټ کړي . د امريکا د بلايک واټر ږيرور سربازان ( طالبان ) په دوحه کې د څلورو څلورو ښځو څښتن اسلامی ټيکه داران او د هغو ملاتړي اوس خلکو پيژندلی دي .

ښاغلی خليلزاد ! د ښاغلی ټرامپ په اصطلاح خپلو امريکايي « احمقانو» ته ووايه چې افغانستان دې جهادی لنډغرو او طالبی وحشيانو ته په امتياز نه ورکولو نه ګواښي . افغانان د پاکستان ( نړيوال تروريسم ) او د هغو د طالبی او داعشی څانګو اولسګونو نورو تروريستی ډلو سره د مبارزې په لومړۍ ليکه کې ولاړ دي ، خو که د سخت دريځو او تروريستانو لاس ستاسو تر ګريوان در ورسيد ، طبيعی کرونا خو په ګونډو کړي ياست ، خو تروريستی کرونا به مو نيست او نابود کړي او د دې تېروتنو او ګواښونو د سمون چانس به درڅخه واخلي . فکر مه کوئ چې مغرور زبرځواکونه عقلانيت ته اړتيا نه لري . داسې چلند د کوپړيو په قيمت تماميږي . زبرځواک ځکه د تروريسم سره په اته لس کلنه جګړه کې په ګونډو دی چې د عقلانيت زرين اصل يې هېر کړی . له عقلانيت څخه پيروي حکم کوي ، څو د نړيوال تروريسم ( پاکستان ) او د هغو د ګوډاګيانو په وړاندې د سوبمنې مبارزې له پاره د افغان مظلوم خو با حکمته ولس اوسپنيزې ارادې او د هغو د سپين ږيری او متفکر ولسمشر دوکتور غنی حکيمانه پرېکړو ته درناوی وشي .

تل دې وي ، آزاد دې وي ، آباد دې وي افغانستان !

 

Comments are closed.