گوند کنگرې دتدارک د کمېټي ته د سوېدڼ د گوندي سازمان د مشر وړانديزو:

د

کله چی د گوند دتبليغ او فرهنگ څانگې لخوا ۱۲ شمارې جلا جلا پوښتنې زموږ په واک کې را کړل شوی ما ددی سازمان ټولو ملگرو ته د خپلو وړانديزونو په اړوند واستولی، دا دی زه خپله غواړم په دی اړوند خپل نظر او مشخص وړانديزونه د کنگری د تدارک کمېټې ته په لاندی توگه وړاندې کوم.

اوله پوښتنه :د گوند مرکزي شورا اړينه ده ؟

که ده په کوم ترکيب اوولی؟

ځواب :داساسنامی ۱۷ماده راغلي چی د هر گوند لپاره مرکزي شورااړينه دهزما په آند چی زموږ د گوند دمرکزي شورا شمېر ۳۴۰ تنه دی دومره پړسېدلې شورا اړينه نه ده بايد مناسبه مرکزي شورا ولرو ځکه چی د همدی شورا له مينځه دارلانشا او اجرايه بيرو ټاکل کيږي . گوند بايد داساس نامې د حکمنو له مخې ټوله رهبري وټاکې .

دويمه پوښتنه بيرويي اجريه (بيرويي سياسي »اړينه برښي ؟

په کوم تر کيب؟

ځواب د گوند داساسنامی په ۱۹ ماده کې او د دارلانشا په هکله داساس نامې په ۲۰ ماده کې را غلي د گوند بيرو اجرايه او دالانشا اړينه ده خو زما له انده دا درهبری ټاپ اشخاص بايد داسی کسان وټاکل شي چی په اوسنيو ستونزمنو حالاتو کې د ولسونو ملتېا له ځان سره ولري د پوره پوهې او ژمنتې خاوند وي پاکوالي او وتنپرستې نمونه وي تر څو وکلای شي پر دی ستونزمن حالت کې نوښتگر اوسي او ښه گوندي سابقه ولري .

دريمه پوښتنه :د گوند ريس او څو مرستېالان اړين بريښي ؟

اود گوند لپاره څو تنه مرستېالان اړينی دي؟

ځواب :زما له نظره دا به ښه وي چی گوند يو ريس اوبل عمومي منشي ولري اود دواړو دندو صلاحيت لپاره په اساس نامه کې نوی مادی ور زياتی شي، ځکه د اساسنامې او تگلاری کې دسمونه لپاره همد ښه موقع ده چی بدلون پکې راشي.

څلورمه پوښتنه:د گوند مالي چاری په څه ډول تنظيم شي؟

ځواب :د هر گوندي د ځانگړي عايد او خپرونو د خرڅ لاوو او اعانو جمع کول له لاری تنظيم شي .

پينځمه پوښتنه :د گوند د حق العضويت لازم دی په کوم ډول ميکا نيزم؟

په اساسنامه کی درج دي چی د گوند د مالي چارو د سمون لپاره ځانگړی ميکانيزم جوړول اړين دي

.

شپږمه پوښتنه :د گوند خپرونې څه ډول فعاليت کوي؟

ځواب زما له انده د گوند خپرونې منظمې نه دي او کله کله پکې خپل سری خپرونې کېږي. يوشمېر خپرونې کله کله د گوند د فاليسی يو خلاف خپرونی کوي ،بايد د گوندي مقامونو په کنټرول کې نشرات وشي د گروي فيسبوکي او بامداد نه شکايتونه شته بايد مخه ونيول شي.

پوښتنه : دگوند بيرغ او نښان د گوند څه ډول وي؟

ځواب بيرغ د يوه گوند دهويت او موخو د تثبيت لپاره وي دا سی رنگونه چی د خلکو لپاره د منلو وړ وي، زما په اند دری رنگه چی مخکې وو مناسب دي.

پوښتنه :د گوند نوم څه ډول وي؟

ځواب دافغانستان د خلکو ملي گوند يا دافغانستان د عدالت غوښتونکو گوند سم دی.

پوښتنه :گوند د ولسي جرگی جمهوريس او په ټولو ټاکنو څه نظر لري؟

ځواب: ټاکنو کې روڼتېا لپاره بايد سياسي گوندونه مهم رول ولري .گوندو ته بايد د اساسي قانون له مخې ونډه ور کړل شي .گوند ته لازمه ده چی په ټولو برخو کې د خپلو امکاناتو سره سم گونديا ن وهڅوي چی ځانونه کانديد کړي او گوندې يې هر ډول ملاتړ وکړي.

پوښتنه :گوند دمدني ټولنو سره څه ډول رابطه يا اړيکې ټينگې کړي؟

ځواب گوند بايد مدنې ټولنو سره خپلې اړيکې ټينگي وساتي د مدني ټولنو لخوا زموږ گوند کولای شي خپل فعاليتونه وکړي گوند د ځوان نسل او ټولنيزو سازمانو په کار کې کمزوری مخ ته ځي، بايد دی کار توجو وشي اود نيمگړتېا له مينځه وړلو لپاره گړندی کار وکړي.

پوښتنه :د گوند غړو ته مکافات او سزا په څه ډول وي؟

ځواب که د گوند غړي سمې لاسته راوړنې ولري بايد ونازول شي اود گوند لخوا په خپرونو کې يادونه وشي او گوند ورته د ښو کار کولو له امله گوندي مکافات لکه تحسين نامه تقدير نامه ور کړي .او هغوی چی سم کار نه کوي د گوند نوم بدوي ناوړه عمل کوي د ټولنې دقوانينو خلاف کار کوي مفسد وي د وطن ملي گټو ته وفادار نه وي جرم سرته رسوي بايد د گوند دليکو وشړل شي او سختی سزاوی ور کړي

.

احمد گل اندړ د سويډن دگوندي سازمان منشي

 

 

 

 

Comments are closed.