یو بل ستوری هم ولوید

 

یو بل ستوری هم ولوید

 

د وطن د ترقۍ ملي ګوند د شنه اسمان لمنه د ښادروان میر صفی الله عصمت په څیر د داسي ستورو څخه ډکهده چې رڼا یي د افغانانو د ټاټوبي د هېوادنې غورځنګ لاري تل روښانه ساتلي دي. په خواشینۍ چې د دغو ځلاندو ستورو د لړ څخه یو بل ستوری کنډو شو. یاني خداي بخښلي میر صفی الله عصمت د تل له پاره زموږ څخه جلا او د تلپاتې ارامتیا مخه یي خپله کړه. هغه زده کړیوال وو ، تل یي نورو ته زده کړه ورکوله ، هغه یقین درلود چې یوازي پوهه او د هغې سره جوخت د پوهي د په کار وړلو هنر کولاي شي د افغانانو اوسنۍ غمیزه پاي ته ورسوي. ښادروان له دې کبله د سیاست په مورچل ټینګ قدم کیښود چې که وکولاي شي د پوهي او تنور په ورکولو د جهل او بنسټپالنې مرۍ ور تاوو کړي او افغانان د اوسنۍ غمیزي او ستر افغاني ناورین د تورو شپو څخه د سولي ، سوکالۍ او نیکمرغۍ د راڼه سباوون لور ته را وباسي. په خواشینۍ چې نیمه خوا ژوند د ښادروان میر صفی الله سره وفا و نه کړه ، اوږدو ناروغیو د هغه د فولادي وجود ځواک داسي وزبیښه چې هغه د خپلو هېوادوالو د بدمرغیو د زدویلو په تاوده مرچل کې د دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه. د هغه روح دې ښاد وي.

د میر صفی الله عصمت مړینه که له یوي خوا د هغه درني کورنۍ ته جبران نه کیدونکي تشه ده ، همدا ډول دا د وطن د ترقۍ ملي ګوند له پاره هم ستره ضایعه ده چې په داسي حساسو شیبو کې د هغې ( ګوند ) د اسمان د لمنې څخه یو ځلاند ستوری لویږي.

موږ په داسي حال کې چې د ښادروان په ناببره مړینه سخت غمجن یو ، د لوي خداي څخه غواړو چې د هغه د انسانې خدمتونو په عوض کې هغه ته د جنت دروازي پرانیزي او د هغه ویرجنې کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي.

موږ د خپل ملګري ویرجنې کورنۍ ته ډاډ ورکوو چې تل به د هر راز مرستي کولو په موخه د دوي تر څنګ پاتې شو.

همدارنګه د پیښ شوي ګوندي زیان له امله د وطن د ترقۍ ملي ګوند مشرتابه ته د زړه د تل څخه د زیاتېخواشینۍ مراتب وړاندي کوو.

خداي دې ښادروان میر صفی الله عصمت وبښي!

 

په برتانیا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند څانګه

Comments are closed.