11/03/2020 م. صافی
بې ساری افغانستان
په رښتیا چه افغانستان بې سا ری وطن دی، هغه څه چې دلته پیښیږي او هغه څه چې افغانان يې سرته رسوي د نړۍ په بل ګوټ کې مثال نه لري. د بیلګې په توګه، د کابل په غازي سټدیوم کې په ټوپک د یوې افغان میرمنې وژل، د طالبانو حکومت نړۍ ته د ښځو حقوقو د ناقض په توګه وپیژاند، یا د بامیانو د بتانو الوځولو سره ، د ټولې نړۍ په وړاندې طالب چارواکي د افراطیت نښه او یو منفي سمبول معرفې کړل.
یا د ۱۹۹۲ کال پیښې ، مجاهدین چه ګواکې روسانو ته يې ماته ورکړه او د فاتحانو په بڼه کابل ته ننوتل او هغه يې چور کړ، نو بیايې د افغانستان د اردو طیارې او نور مهمات پاکستان ته، زمونږ د هیواد تاریخي دښمن ته، تسلیم کړل. دا د بې ننګۍ بې سارې نمونه ده چه په عقل کې نه ځاییږي . که ته فاتح يي نو بیا ولې د خپل وطن شتمنۍ دښمن ته ورکوې؟ دا سې نامي پیښې د افغانانو له خوا نورې هم سرته رسیدلې دي.
خو د مارچ د نهمې حادثه به د افغانستان او جهان په تاریخ کې خورا کمه پیښه شوې وي ، چه د یوه دیوال تر مینځه د جمهوري ریاست د پاره په یوه ورځ، دوه لوړې ترسره شي.
د دولت ساز ټیم مشر، ډاکتر اشرف غني ، د ۵۱ په سلو کې رایو په لرلو سره، په ارګ کې د ۳۵ هیوادو د استازو او د پښتون تحفظ خوځښت میلمنو په حضور او د برم او عزت ډک محفل کې، د ملی او وطنپالنې احساساتو سره مل، د هیواد د قاضې القضات په شتون کې د جمهوري ریاست د پاره تحلیف مراسم تر سره کړل.
د بلې خوا، عبدالله عبدالله ، د ۳۹ په سلو کې رایو سره ، ارګ سره یو دیوال تر مینځ، د سپیدار په ماڼۍ کې د خپلو جهادي پلویانو د تکبیرونوپه چیغو کې، د قضا د سیستم نه بهر شخص په شتون کې، د جمهور رییس په توګه لوړه تر سره کړه. د بهرنیو هیوادونو استاذو په کښې ګډون ونه کړ او د موازي جمهوررییس تحلیف باندی يې نیوکې وکړې.
دې پیښې ته څوک نوې سقاوي وايي، څوک يې د لنډغرانو د پاچاهي لوړه بولي، خو د ټولو داخلي او نړیوال قوانینو او حقوقي نورمونو خلاف ، د ثبات او همګرایۍ ټیم د شرم ډک عمل ترسره کړ او خپل سیاسي حیثیت ته يې سخت تاوان ورساوه.
هیڅ افغاني سیاسي ، مد ني ټولنې او یا د خارجي هیوادونو مشرانو ورته مبارکۍ ورنه کړله.
د عبدالله عبدالله د پاره د انتخاباتو د پایلو نه منل لومړی ځل نه دی، د همدې انتخاباتو په سبا يې اعلان وکړ: «چه زما رايې زیاتې دي او زه جمهور رییس یم، که نه نو تفلب او درغلي ده».
دا فارمول: «که زما راييې زیاتې ونه ختې نو تقلب دی»، د جهادي ټیمونو له خوا دومره تبلیغ شو ، چه د وطنوالو زړه يې د انتخاباتو تور کړ او د رايې ورکولو د احتمالي خطر په قبلولو پښیمانه شول. خلک وايي ، که دومره عام تقلب شوی وي نو دا ګرنټي چیرته ده چه ستاسو ټیمونو هم درغلي نه وي کړې.
له بده مرغه ، د جهادي ډلو له خوا د انتخاباتو د پایلو نه منل ، د ولس له خوا د خپلو رايو د انساني حق او د رايو د کارولو ارزښټ خورا بی اعتباره کړ، چه ورسره سم يې په ټولنه کې د د موکراسي دودونو ته لویه ضربه ورکړه. او د قدرت ترلاسه کولو قهرجن او ډول ډول ناپاکو لارو ته يې د زورواکو مخه خلاصه کړه، یانې هر څوک چه زر او زور لري هغه به حاکم وۍ.
بد بختي داده چه عبدالله عبدالله د جهادي مافیا په مینځ کې د شطرنج یوه مهره ده، تر شا يې نور داخلي او بهرني لاسونه دي چه لمړی يې د انتخاباتو پر ځای د موقت حکومت د برترۍ وعظونه کول، بیايې په من من انتقادونو اوحیلو د انتخاباتو د پایلو اعلام ځنډاوه، او په آخره کې د «زه يې نه منم» ، د پخواني عادت پر اساس د جمهوري دولت د بې ارزښته کولو په هدف يې موازي تحلیف ترسره کړ. د هر چا فرمان چه يې اجرا کړ، خو ننګینه، درنده ماته يې وخوړه.
چا څه وګټل؟
طالبانو:
د امریکې د لښکرو د وتلو د ټړون سره ، د طالبانو تحریک خپل تندي څخه د تروریزم بین المللي تاپه د امریکې په لاس پاکه کړه؛
د فاتحانه غرو ر په څپو کې يې د « اسلامي امارت» نوم وساتۍ او افغاني جمهوري دولت ته يې د «کابل حکومت» خطاب وکړ؛
د امریکې دولت سره د توافق پر مبنا د خپلو پنځه زره جنګیالیو د خلاصون حکم يې تر لاسه کړ ، او لا د پټو، غوړو وعدو په بدل کې د امریکې د پیاده نظام د نقش بشارت ورته وشو( هسې نقش چه د نظار شورا او دوستم، د اسلامي امارت يه پرځولو کې لوبولی وو).
امریکا:
د خپلو لمړنیو اصلي نیتونو څخه لاس په سر شوه، چه غوښتل يې په افغانستان کې نظامي هډې، د خپلو سیاسي او اقتصادي حریفانو تر پښو لاندې د سکروټو د ایښودو په موخه، ټینګې کړي. د طالبانو د جنګیالیو د سرښندنو، د پاکستان په لوژیستیکي او مدیریتي مرستو او د افغان ولس په قربانیو، امریکې ته زیات مالي او ځاني تاوان ورسیدۍ، او د امریکې د ولسمشر انتخاباتي وعدو د پرځای کولو په لړۍ کې، د لښکرو د ویستلو تصمیم ونیوی شو. د یادولو اړین ده چه امریکايي خوا د طالبانو سره د لښکرو د ویستلو په توافقاتو کې د افغان دولت سره، خپل متحد سره، لویه جفاوکړه. نه یواځې په مذاکراتو کې يې ونه باله، لږ تر لږه د بین الافغاني مذاکراتو د یادونې پرځای يې د افغان دولت نوم ونه لیکۍ، په داسې حال کې چه د پنځه زره طالبانو د خوشې کولو هوکړه يې ورکړه ، کوم چه د افغان دولت په جیلونو کې بند تیروي.
او یو ځل بیا په تاسف سره، هرڅه پاکستان ته وسيارل شول، حتی د امریکې د لښکرو د امن وتلو او ددوي د شمیرلو دنده پاکستان ته وسپارلی شوه.
پاکستان تر ټولو زیاته مالي او سیاسی ګټه وکړه :
هغه د امریکايي ډالرو باران ، چه د روسانو د اشغال سره پاکستان ته پیل شوی وو، او څه باندې شل کاله په پنجابي چارواکو اوریده، د امریکایانو د اشغال سره په ټپه ودرید. په افغانستان کې د پاکستان د سیاسی او اقتصادي نفوذ ساحه تنګه شوه. پاکستان د طالبانو د ټوټو یو خای کولو او چریکي حملو ته د دوۍ سازمان ورکولو په کار کې، په لمړیو کلونو کې د امریکې مرسته تر لاسه کوله ، په دې پلمه چه په افغانستان کې د امریکې نظامي حضور توجیه شي. خو کله چه د طالبانو تحریک غښتلی شو، امریکایان خپلې اشتباه او د پاکستان حیلو ته پام وګرځید او مرستې يې په پاکستان قطع کړې. نو پاکستان د امریکې سره د خپل نفوذ د ساحې یانې دافغان خاورې، پر سر رقابت پیل کړ، د امریکې حریفانو، روس او چین ته يې مخه کړه، امریکه يې د ایران، چین او روس په محاصره کې یواځې پریښوده. نتیجه دا شوه چه امریکایان بیرته پاکستان ته اړ شول او د سترو بډو په قیمت يې د طالبانو حاضرول او ورسره د وتلو د پلان د امضا کولو چارې تر سره کړې. او د افغانستان ساحه يې بیا پاکستان ته تسلیم کړه.
افغان دولت:
که د انتخاباتي پیښو د جزيياتو او د شخصیتونو د سپړلو څخه ایخوا وګورو او دوو وروستیو ټاکنوته یو عام نظر واچوو، نو په زغرده ویلی شو ، چه افغان ولس د جهادي نظام په پرتله ، د قومي او د جهادي، ټوپکمارو ډلو د حکومت په عوض، د مذهبي او سیمه ایزو لیډرانو پر ځای، سیکولار نظام ته، د یو غښتلي جمهوري نظام او د قانون حاکمیت ته ترجیح ورکړه.
افغاني دولت، د جمهور رییس ډاکتر اشرف غني په مشرۍ، د جهادي مافیا او ناروغو ډلو ټپلو د شراکت څخه پرته، رسمي او قانوني حق تر لاسه کړ، تر څو وتوانیږي د جمهوري ، سیکولار نظام او قوي مرکزي دولت د جوړولو، دهیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي ګټو او ملي وحدت ضامن په توګه، د وطنوالو د سولې او امن د بسیا په موخه، د ټولو بهرنیو او کورنیو د سیسو پر خلاف ټینګ ودریږي، او په دې مبارزه کې به ملي مترقي قوتونه ورسره ملاتړ وي. په درنښت. ۲۱/۱۲/۱۳۹۸