نېټه ۱۳۹۷ل کال د چنگاښ ۴
دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارلانشا په گران هېواد افغانستان کې د هلمندي ځوانانو د سولې حرکت څخه په کلکو ټکو خپل عام تام ملاتړ کوي ، د هلمند دسولۍ کاروان چی د روژی په مبارکه مېاشت کې پېل شو پوره ۷۰۰ کيلو متره پلې منزل وکړ د سولی پېغام تر کابله په پوره اتلولی سرته ورساوه .دسولی دکاروان موخه په گران هېواد کې د ۴۰ کلن جنگ جگړو ختم د بين الافغاني مرکو جرگو پېل د بهرنيو د لاسوهنو عبدالحی مالک دافغانستان دملي پرمختگ گوند ريسمخنيوی د ملگرو ملتونو د جدي مرستی غوښتنه د ټول ملت ملاتړ دی، زموږ سياسي ملي گوند چی د دی کاروان ټينگ ملاتړی گوند دی په ټول ځواک دسولی د کاروان ملاتړ کوي. د ټول باشاهامته ولسونو څخه غؤښتنه کوي چی دسولی د کاروان ملاتړ ته راودانگي د افغانستان د ملي پر مختگ گوند د دولتي چارواکو ،سياسي گوندونو اود مخاليفينو څخه غوښتنه کوي چی د جنگ جگړو پر ځای د هيواد ولسونو په ملتېا د سولی پر لارو چارو غور و کړي .
عبدالحی مالک د گوند ريس