دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارلانشا:
نېټه ۱۳۹۷دچنگاښ ۱۱
درنو هېوادوالو دافغانستان د ملي پر مختگ گوند په هېواد کې داساسي قانون د منل شوو موادو په نظر کي دخپل گوند ټولی مرامي موخې تنظيم اود عملي کولو له پاره د خپلو ولسونو ديوالي ، سوکالی او تل پاته سولی په خاطر مبارزه کوي .
زمور گوند په ټول توان سره دافغان ولس د يوالي ، ملت جوړوني د قانون حاکميت د ورونو ميليتونو د برابرو حقونو ور کول غواړي ،هغه ميليتونه چی په گران هېواد افغانستان کې ژوند کوي برابر حق لري د هر ډول ژبني، مذهبي، قومي تغصب پر وړاندې خپل کلک دريځ اود مخالفت غږ پورته کوي.
په دی وروستيو ۱۷ کلنو کې د پردي پاللو، قوم گرايي ، ژبپالنو ، د پدرام خراساني پالوو گنگوسي څرگنديږې د واحد نه ماتيدونکي هيواد افغانستان د ويشلو خوبونه ويني دافغانستان د ملي پر مختگ گوند دا ډول څرگندونې په کلکو ټکو غندي د واحد، قوي ځواکمن، ازاد افغانستان غوښتونکي دي، اوددی وېاړلي هېواد هر ډول کورني او بهرني دښمن ته د خپلو ولسونو په مټ دا سې خوله ماتونکې گذار ورکول غواړي چی د پرديو غلامانو تا لي څټو، راتلونکو نسلونو ته يوه تاريخي تجربه وي.
عبدالحی مالک دافغانستان د ملي پرمختگ گوند ريس