امريکا او پاکستان اړيکي

 

27.6.2019Azimuldin Ilmi
څو کاله مخکې مې په يوه ليکنه کې د ا مريکا او پاکستان په اړيکو کې د ترينگلتيا خبره مکاري بللي وه او ليکلي مې و چې پاکستان د افغانستان په اشغال کې د انگلستان او امريکا قوي متحد دی. په ليکنه کې راغلی و, امريکا ځکه له پاکستان سره اړيکي ترينگلي ښيي چې غواړي د پاکستان د عام ولس باور د هغه هيواد پر حکومت او پوځي اداره کمزوری نه شي.
عام ولس نه غوښتل چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د امريکا د ظلمونو مرستندوي واوسي. امريکا, انگلستان او د پاکستان حکومت درېواړه په دې خبره پوهيدل, نو ځکه په شعوري توگه, په مصنوعي ډول, د پاکستان او امريکا د اړيکو غولوونکې ترينگلتيا رامنځته کېدله. انگلستان او امريکا غوښتل په فريب او مکارۍ سره د پاکستان پر پوځي اداره د خلکو باور وساتي او د اړيکو د ترينگلتيا شتون د خلکو د باور ساتنې لپاره اړين و.
په تېرو اتلس کالو کې, د افغانستان په جغرافيا کې پر مظلومو خلکو, د امريکا او انگلستان د اشغالگرو پوځونو د ظلمونو د نوملړ څرگندونه اسانه نه ده. پر ودونو او بې گناه ولسونو باندې له بمباريو نيولې د ښځو او ماشومانو تر وژنو او په شپنيو عملياتو کې د رنگارنگ بشري ضد جناياتو شمېر له کچې وتلی دی. د افغانستان په جغرافيا کې اشغالگرو د بمونو د مور تر بم پورې رنگارنگ نوې وسلې وازمايلې.
د پاکستان پوځ د امريکا د درې ديرش ملياردو ډالرو مرستې په مټ په پښتونخوا کې د ترهگرو ځالې او پټنځايونه جوړ کړل, ترهگر يې وروزل, له ترهگرو سره د جنگ په پلمه يې په پوځي عملياتو کې د پښتونخوا پښتانه وځپل او د ديورند پر مصنوعي کرښه يې د پښتنو د کورونو په منځ کې اغځن تارونه وغځول. د انگريزي ښکيلاک ځايناستي پنجابي ښکيلاکگر پوځ د مصنو عي انگريزۍ کرښې په دواړو غاړو کې د ورونو خلکو د کورنيو تر منځ د خپلوۍ اړيکي او د کرښې په دواړو خواوو کې د هغوي ملکيتونه په هيڅ وگڼل او خلک يې د تگ راتگ لپاره د ويزو درلودنې ته اړ ايستل. دارنگه د انسانيت ضد عمل د پنجابي پوځ بادارو انگريزي ښکيلاکگرو په خپل وخت کې نه کاوه.
امريکا به فکر کاوه افغانان په دې نپوهيږي چې په کوټه او پيښور کې د طالبانو د رهبرۍ شوراگانې د امريکا, انگلستان او پاکستان په خوښه فعاليت کوي. افغانان پوهيدل چې طالب مشران په پاکستان کې يرغمل دي او هر يو چې د پنجاب او د هغه د بادارانو د موخو په لار کې خنډ رامنځته کړي په فزيکي ډول له منځه وړل کېږي چې يوه څرگنده نمونه يې ملا منصور و. د امريکا او انگلستان سياسيونو په وار وار ويلي وو چې د افغانستان جگړه او همدارنگه په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو حضور به اوږدمهالی وي. په افغانستان کې د جنگ د اوږدونې په موخه په قصدي توگه رنگارنگ جنگي جنايات ترسره کېدل چې قهريدلي خلک د مخالفو جنگياليو په ليکو کې جنگ کولو ته اړ شي. دا چې وايو پر افغانانو جنگ بهرنيانو تپلی دی, دا تپنه له چا پټه نه ده, طالب مشران د جنگ لپاره د امريکا او انگلستان په کلک متحد هيواد پاکستان کې يرغمل وو او د افغانستان دولت د مالي ستونزې له امله د بهرنيانو شتون ته اړ و.
اوس داسې باور رامنځته شوی چې د امريکا جمهور رئيس, ښاغلی ډونالډ ټرمپ, د انتخاباتي مبارزې د وخت پر کړې ژمنه عمل کوي او له افغانستان څخه خپل پوځونه باسي, نو ځکه له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د قطر په پلازمېنه, دوحی, کې روانې دي. افغان ولس په ډاگه ويني چې امريکا د افغانستان د سولې په بهير کې هم, د تپلي جنگ د بهير په شان, خپل متحد (پاکستان) ته کليدي نقش ورکوي. امريکا غواړي طالبان د پاکستان د نورو يارانو سره يوځاي چې له شک پرته ټول د انگلستان او امريکا ياران هم دي د واک پر څوکيو کښينوي. د افغانستان خلک له خونړي تپلي جنگه زيات ستړي دي او سوله غواړي. له جنگه ستړو خلکو ته دا مهمه نه ده چې د افغانانو له منځه څوک واک ته رسيږي, هغوي ته يوازې د ملي گټو خونديتوب, د وطن خپلواکي او تلپاتې سوله اهميت لري. خداي (ج) مکړه, که تر سولې او پخلاينې وروسته, د سولې تضمين ته د نه پاملرنې له امله, په افغانستان کې بيا کورنی جنگ پېښ شي, مسئوليت به يې د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د انگلستان او امريکا پر غاړه وي.
ع. عليمي

Comments are closed.