دهیواد دوتلي لیکوال، ادیب، ژورنالیست اوشاعر ارواښاد شامحمود حصین لنډ ژوندلیک

22492038_2022247637915303_3738300378205201686_nشامحمودحصین په 1327 لمریز کال وردګوولایت دمرکزاړوند دنایب خیلوپه کلي کې په یوه بېوزله او روښانفکره کورنی کې وزېږېد لومړنی اومنځنی زده کړې یې دمیدان ښار دذکرالله شهید په لېسه کی ترسره کړې، وروسته دکابل ښاردښوونکود روزنې په اکاډمی کی شامل اوددغې دوری له بشپړولو وروسته له څه ځنډ پرته دکابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشری علومو دپوهنځي محصل شو.په 1351 لمرېز کال یی ددغې دورې زده کړی بشپړې کړي اودښوونکی په توګه یې څوکاله د ذکرالله شهید ،میربچه خان اوحبیبې په لیسو اودکابل دعالی تخنیکم په انستیتوت کی دتاریخ او دري ادبیاتو ښوونه کوله د 1357 لمریز کال دثور میاشتې له پاڅون وروسته دلنډی مودې لپاره دلیک اولوست دزده کړې رئیس اوروسته دپوهنې وزارت دتالیف اوترجمې دلوی ریاست مرستیال و

د1358 لمریز کال په مني که دوخت دواکمنی  له زورزیاتې سره په مخالفت کې ونیول شو او په پټ اعدام محکوم شو خوڅه موده وروسته دنوې دولتي واکمنی په رامنځه کېدو له جېل څخه را خلاص شو  اودکابل پوهنتون دتاریخ اوفلسفې پوهنځی دتاریخ اوفلسفی په څانګه کې یې دماستری دیپلوم ترلاسه کړ ارواښاد شامحمود حصین د رازبین ، بڅري،کمر، فریادي ،خوشحال دمشر زوي نوم يې دی شریفی اودشهاب په مستعارونومونوهم لیکنې کړي اوشعرونه یي ویلي دي.

په 1368 لمریز کال دګوند اودولت په منځ کې دپوځي تپل شوي ټکر له امله بیا جېل ته واچول شواوڅه دپاسه دوه کاله وروسته دواکمنی داوښتو په وجه له بنده را خلاص اودخپل ګران هیواد پرېښودو ته اړشو، لومړی ډیلي بیا مسکو اوله همدې لارې دېرو ستونزو په ګاللو سره له خپلی کورنی سره یوځای جرمنی ته مهاجرشو اودمهاجرت پرمهال یې هم خپلوادبي ، فرهنګي اوژورنالیستیکی فعالیتونو ته دوام وړکړ څو کاله مخکی له جرمنی څخه لندن ته لاړ اوهلته اوسیده په لندن کې دسرطان ناروغی ورپیښه شوه اوله شاوخوا یونیم کال پرله پسې درملنې وروسته یې دهمدی وژونکې ناروغی له امله د1396 لمریز کال دتلې میاشتې په 21 مه دجرمنی په وخت دغرمې په دولسوبجو اوپنځلسو دقیقو د96 کلنی په عمر له دې فانی نړی څخه سترګی پټې کړی

روح دې ښادوی

ارواښاد شامحمود حصین په پښتو اودری ژبو لیکنې اوڅېرنې کړی دي، شعرونه  اولنډی کیسې یې په پښتو ژبه لیکلي دی ، خو په دری ژبه هم ډېرآثار لیکلي دي.

دشعرونو لومړی ټوګه یې د هیلوغوټی  نومېرچی د وخت سانسور یې هډونه ورځپلي دی شامحمود حصین افغانستان دلیکوالو دټولنې دمرکزی شورا او دژورنالیستانو دادتحادیې فعال غړی واولاندې آثاريې په دری ژبه چاپ شوی دي

جنګ صلح وسرنوشت جهان

درس های مقدماتی آموزش سیاسی دوده ټوکه

مختصری از تاریخ زنده ګی اجتماعی زنان افغانستان

وزارت داخله درګستره تاریخ

روابط روسیه وافغانستان ،له یوبل څیړونکی سره ګډه لیکل شوی

تاریخ ویښ ځلمیان ګستنری چاپ

مثلث بی عیب دوبار اقبال یافته است

کنزالمهملات والاکاذیب اوډېرنور

همدارنکه شامحمود حصین په پښتو ژبه هم له ځانه ډېر آثار په میراث دي چی لاندی يې څونمونې وړاندې کیږي.

ـ دهیلو غوټي ، دشعرونو مجموعه

ـ زخمی څانګی دشعرونه مجموعه

ــ ضحاک ژباړه

ـ تاریخ پوهنه

ـ تاریخی لوېدنه اوډېرنور

دیادونی وړده چی ارواښاد شامحمود حصین دخپلی تاندې له مهاله د ژوند تروروستیو شیبو پورې دخپل ګران هیواد دبېلوبېلو ورځپاڼو، جریدو اومجلو لپاره اوهمدارنګه دټولنیزو شبکو له لاری په درې اوپښتو ژبو زرګونو مقالی اومطالب لیکلی اوچاپ شوي دي.

کمیسیون تبلیغ وفرهنګ

Comments are closed.