د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند اساسنامه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

لومړی فصل

عمومي اصول

لومړی ماده:مبنی

دغه اساسنامه  د اساسي قانون د۳۵ مې مادي، د(۲)مې فقرې، د(۱) جز په بنسټ او د افغانستان د خلکو دترقۍ ملي متحد ګوند د برنامې په رڼا کې  د ګوند د داخلي ژوند د تنظیم په خاطر او د ګوند د غړو او ارګانونود حقوقو ،دندو او صلاحیتونو په مقصد وضعه کیږي.

د افغانستان د خلکو دترقۍ ملي متحد ګوند چې وروسته له دې په دې سند کې د (ګوند) په نوم یادیږي یو سیاسې خپلواک سازمان دې او د هیواد په مترقي او دیموکراتیک ملي غورځنګ پورې تړاو لري.

د ګوند ټولنیزه پایه دخلکو  له پراخې طبقې څخه چې عبارت دي له روڼ اندو،متخصصانو، دولتي او خصوصي کارکوونکو، د کلیو منځ حاله طبقې، کروندګر،کسبګر،کوچیان،مالدار،پانګول،علما،ترقي خوښي او وطنپاله روحانیون او داسې نورو  څخه تشکیل شوې..

دوهمه ماده: اصول

د ګوند تشکیلاتي او سازماني ژوند په زرینو اصولو ولاړ ده .

د حزب دننه پراخه دیموکراسي وجود لري، په دې اصل ولاړه چې د ګوند ټول سیاسي اورګانونه  له ښکته تر پورته انتخابي دي، دغه انتخابات د غړو د ازادې نوماندۍ اود پټو، ازادو او مستقیمو رایو په بنسټ  انتخاب صورت مومي.

دمرام یووالی.په دې اصل بنا دې چې د افغانستان د خلکو دترقۍ ملي متحد ګوند برنامه محوره ګوند دې  په دې معني چې غړي اړ دي، خپلې ګوندي پریکړې او سیاستونه په ټولیزه توګه اجرا کړي که څه هم  ټولیز نظر د دوي د پریکړي او سیاست مخالف وي،په ګوند کې غړیتوب یو فردي امر دې او دګوند رهبري یو ټولیز امر دي،د وظیفې د اجرا او نه اجرا کولو مسؤلیت یو فردي امر دې، ګوندد صلاحیتونو د ویش او د مسؤلیتونو عدم تمرکز تشویقوي.

دریمه ماده:د غونډو نصاب او پریکړه

د ګوندي اورګانونو جلسې د غړو په اکثریت رسمیت پیدا کوي او تصمیم د حاضرو غړو د رایو په اکثریت نیول کیږي مګر داچې په دغه اساسنامه کې بل ډول صراحت ورکړل شوی وي.

د ګوند له غړیتوب څخه دمحرومولو پریکړه په جلسه کې د حاضرو غړو د اکثریت په دوه ثلثو سره نیول کیږي

په جلسه کې دنیول شوې پریکړې د تغیر او تعدیل لپاره مخالف  اقلیت په جمعي ډول او هرمخالف غړي په فردي ډول حق لري چې خپله پیشنهادي طرحه پورتنیو ارګانونو ته وړاندې کړي.

هیڅوک نشي کولی چې د جمعي  پریکړو داجرا  په وړاندې مانع  وګرځي هرهغه پریکړې چې ددې اساسنامې دحکمونو مطابق نیول کیږی مرعی الاجرا دي بغیر له دې چې د ګوند پورتنۍ مرجعی په بل ډول فیصله وکړي او یا دا چې مخالف اقلیت  د خپلو دیموکراتیکو او حقه هڅو په نتیجه کې د اساسنامې سره په مطابقت په هغو باند ې اکثریت حاصل کړي.

څلورمه ماده : درایو یو شان والی

هر کله چې هم په مطرح شوو مسایلو بحث کیږي او دهغوي په اړه پریکړې نیول کیږي د ګوند د ټولو ارګانونو غړي په شمول د رئیس یو شان اوټول دیوې رای حق لري. د ارګانونو رهبري کوونکې غونډې  درئیس  او د هغه د نه شتون په صورت کې د معاون په واسطه مخ ته وړل کیږي.

 

دوهم فصل

د غړیتوب شرطونه، د غړو حقوق او مکلفیتونه

پنځمه ماده: د غړیتوب شرطونه

په ګوند کې غړیتوب  داوطلبانه دې، هروګړی(تبعه) چې قانوني عمر(اتلس کلني) یې پوره کړي وي، په کوم بل سیاسي سازمان کې غړیتوب ونه لري، د ګوند مرام او اساسنامه و مني، حق الشمول  او حق العضویت ورکړي، او دګوند په یوې شورا، لومړني واحد او یا د ګوند د ارګان په یوې جلسې کې کارنده ګډون وکړي د ګوند غړیتوب ترلاسه کولی شي.

شپږمه ماده:ګوند ته منل

ګوند ته په انفرادي ډول منل  د محلی شوراګانو (اولیه واحدونو) له لارې ترسره کیږي او په نهایي ډول د ولسوالي، ناحیوي یا ښاري(بې ناحیې) او یا ولایتي(بې له ښاري شورا) په جلسه کې د حاضرو غړو درایو په اکثریت سره تصویبیږي.

په ډله ییزه توګه ګوند ته د افرادو منل او له سیاسي ګوندونو او سازمانونو سره یووالی د اجرایه بیورو له صلاحیتونو څخه دي. د ګوند له غړیتوب څخه وتل او استعفی، ګوند ته د منلو ورته بهیر طی کوي.

اومه ماده: د حقوقو او مکلفیتونو یوشان والی

د ګوند ټول غړي پرته د ګوندي موقف په نظر کې نیولو د اساسنامې په وړاندې د یو شان حقوقو او مکلفیتونو درلودونکي دي.

اتمه ماده: د غړو حقوق

د ګوند غړي لاندې حقونه لري:

-په ګوندي ژوند پورې د اړوندو مسئلو په  اړه د تصمیم نیولو څخه وړاندې  په ګوندي غونډو  او مطبوعاتو کې د خپل شفاهي او تحریري وړاندیز او نظر وړاندې کول؛

-ګوندي مقامونو ته د خپل ځان او نورو نوماندول

-د ګوندي مقامونو لپاره د خپلې خوښې نوماندانو ته په آزادانه ډول رایه ورکول؛

-د حقونو د تلف په صورت کې د ګنګرې په شمول په ټولو ګوندي غونډو او مقامونو کې له خپلو حقونو څخه دفاع کول؛

-د ګوند دغړو او ارګانونو په کارونو او فعالیتونو دجوړونکو او ګټورو نیوکو کول.

-په سیاسي،ټولنیزو، او کلتوري چارو کې د ګوند له ملاتړ څخه برخمن کیدل.

-د هیواد په کچه  انتخاباتي چوکیو ته د ګوند په ملاتړ نوماند کیدل.

– دپورتنیو مقامونو او اورګانونو د فعالیتونو او پریکړو او د خپلو وړاندیزونو اونظریاتو په اړه د اجراتو څخه خبر تر لاسه کړي.

– د دوه دورو لپاره د ګوند ریاست ته ځان انتخاب کړي.

نهمه ماد ه: د غړو دندې

د ګوند غړي لاندې دندې لري:

-د اسلام  سپیڅلي دین  د اساساتو رعایت او عملي کول،ټولو ادیانو ته احترام،د اساسي قانون،د سیاسي ګوندونو قانون ، د هیواد د نورو نافذه قوانینو او د افغانستان د خلکو د منل شویو دودونو او عنعاتو رعایت  کول .

-د ګوند د مرامنامې او اساسنامې درک او د هغوی دعملي کولو لپاره دایمي او نه ستړي کیدونکې هڅې او کار کول.

-د خلکو د مختلفو پرګنو او ټولنیزو،صنفي او کلتوري سازمانونو ترمنځ د ګوند د سیاستونو او هدفونو تبلیغ او توضیح کول.

-د ګوند د تشکیلاتي او سازماني پياوړتیا، د نفوذ دساحې د پراختیا  او ټولنیزو ستنو د لاټینګتیا په پار د هغه لیکو ته په اساسنامه کې په مندرجو شرایطو برابر افراد رابلل.

-د ګوند د مالي بنسټ د پیاوړتیا په خاطر پر وخت دحق الشمول، حق العضویت او اعاني ورکول او په دې لاره کې د ګوند نور غړي او پلویان تشویقول.

-د خپلې سیاسي او مسلکي پوهې د کچې لوړولو په پار د کورنیو او بهرنیو سیاسي،ادبي، او علمي اثارو مطالعه او د نړیوالو معاصرو علمي او تخنیکي لاسته راوړنو سره د ځان اشنا کول.

-د  اداري فساد، د نشه یي توکو په وړاندې او د نورو ډیرو اخلاقي او اجتماعي فسادونو پر وړاندې مبارزه کول.

-ملي ګټي ترشخصي، ګروپي،سمتي،قومي،مذهبي،ژبنیو او نژادي ګټو لوړې ګڼل او د هرډول فرکسیون،بیلتون غوښتنې او نورو انحرافاتو او تمایلاتو په ضد مبارزه کول.

-د ګوندي شوراګانو او رګانونو د ډله ایزو پریکړو او دستورونو څخه اطاعت کول.

– د ګوند د غړو  او اورګانونو په کارکې د ستونزو او نیمګړتیاوو په وړاندې د اصولي مبارزې کول.

 

 

 

 

 

 

دریم فصل

تشکیلاتي جوړښت

لسمه ماده: تشکیلاتي جوړښت

د ګوند تشکیلاتي جوړښت په لاندې ډول ده .

-کنګره

-مرکزي شورا

-سرتاسري کنفرانس

-اجرایه بیورو

-دارالانشاء

-محلي شورا(ناحیه،ښار،ولسوالی او ولایت)

-لومړنی واحد

یوولسمه ماده:د شوراګانو او واحدونو رامنځ ته کول

لومړني واحد، دمحل شوراګاني(ناحیوي،ښاري ولسوالي) د کابل له ښاري شورا پرته د ولایتي شوراګانو د پریکړو پر اساس او ولایتي شورا او د هغې معادل د کابل ښاري شورا د ګوند د اجرایه بیرو د پریکړې په اساس منځ ته راځي.

دولسمه ماده:لومړنی واحد

لومړنی واحد دخلکو او ګوند ترمنځ د ارتباط کړۍ ده چې د اوسیدو اویا هم دکار په ځایونو کې له (۳)څخه تر(۱۵) پورې د ګوند د غړو په موجودیت سره منځ ته راځي.د غړو د زیاتوالي په صورت کې په یوه محل  کې څو لومړني واحدونه جوړیدای شي.

لومړنی واحد د رئیس او مرستیال لرونکی وي چې د غړو له لوري د آزادې او پټې رای اخیستنې له لارې انتخابیږي. لومړنی واحد دخپل فعالیت په ساحه  کې داساسنامې د مندرجاتو او ګوندي مقامونو د دستور په اساس رهبري کیږي، د لومړني واحد غړي د ګوند هدفونه د خلکو او اړونده کلکتیفونو په منځ کې توضیح اوتبلیغوي او د ګوند لیکو ته د بهترینو غړو جذب ته ځانګړې پاملرنه کوي،لومړنی واحد له ملي، کلتوري،تجاري او قومي شخصیتونو سره نږدې او دوستانه اړیکې ایجاد او پیاوړي کوي،که چیرې په یو محل کې څو لومړني واحدونه شتون ولري  د اړوندو واحدونو له رئیسانو او مرستیالانو څخه د کار کمیټه جوړیږي

وروسته د یووالي کنفرانس له دایریدو ټول غړي له دواړو ګوندونو څخه  له (۳) تر (۶) میاشتو  دخپل محل په لومړنیو واحدونو کې په ګډه  او دوراني رهبرۍ سره غونډې دایروی ترڅو غړي په خپل منځ کې لازمه پيژندنه حاصله او د ګوندیانو ريښتینی تعداد په نوموړي محل کې تثبیت کړای شي وروسته له ذکر شوې مودې دګوند غړي کولي شي په همغه سازمان کې خپله مشرتابه د توافق، انتخاباتو او یا هم د تناسب په پام کې نیولو سره خپله رهبري  د کنګرې لپاره  د استازو د انتخابولو تر کنفرانسه وټاکي.

دیارلسمه ماده: سیمه ایزه شورا

ناحیوي،ولسوالي،ښاري او ولایتي شوراګانې هر یو ه د خپلو مربوطو لومړنیو واحدونو د رهبرۍ مسؤلیت په غاړه لري  او د هغوي د غړو شمیر په هغه محل کې د ګوند د غړو د شمیر په تناسب سره د ۳ څخه تر ۲۱ تنو پورې تعینیږي چې د ګوند د سیمه ایزو شوراګانو د منتخبو غړو له خوا په ګوندي کنفرانسونو کې د آزادې او پټې رای اخیستنې له لارې ټاکل کیږي.ناحیوي، ولسوالي، ښاري او ولایتي شوراګانې له انتخاباتو وروسته په خپلو لومړنیو غونډو کې خپل رئیس او مرستیال د ازادو او پټو رایو له لارې د حاضرو غړو د اکثریت په رایو انتخابوي.

د یووالي کنفرانس له دایریدو وروسته  د ناحیو، ولسواليو، ښارونو او ولایتونو شوراګانې  له دواړو طرفونو په مساوي تعداد منځ ته راځي او د شوراګانو د غونډو مشري د شپږو میاشتو لپاره په دوراني شکل  ترسره کیږي وروسته له شپږو میاشتو  په همغه شورا کې د ګوند غړي کولی شي چې  خپله مشرتابه دلومړۍ کنګرې لپاره د غړو د انتخاب تر کنفراسه  د توافق، انتخاباتو او یا هم تناسب په پام کې نیولو سره وټاکي په هغه صورت کې چې د ناحیوي، ښاري او ولایتي شوراګانو د غړو تعداد له ۱۵ کسانو زیات وي اجرایه بیور یې له ۵-۳ تنو ایجادیږي.

په بهرنیو هیوادونو کې د ګوند شوراګانې د ولایتي شورا معادل دي .

څلورم فصل

د ګوند عالي ارګانونه

څوارلسمه  ماده: د ګوند عالي ارګانونه

د ګوند عالي ارګانونه عبارت دي له :

الف-کنګره

ب-مرکزي شورا

ج-سرتاسري کنفرانس

د-اجرایه بیورو

هـ-دارالانشاء

پنځلسمه ماده:کنګره

کنګره د ګوند تر ټولو لوړ مقام دی چې په هرو درو کلونو کې د ګوند د کنفرانسونو لپاره د منتخبو استازو د دریو څخه د دوو برخو په ګډون جوړيږي او پریکړې یې د حاضرو غړو په اکثریت ترسره کیږي. فوق العاده کنګره د مرکزي شورا د  غړو د دریو څخه د دوو برخو  دپریکړې په اساس  جوړیږي.

د کنګرې ګډون کوونکي د ولایتي شوراګانو او د هغوی دمعادلو شوراګانو د کنفرانسونو د تدویر له لارې په ازادو او پټو رایو انتخابیږي د کنګرې د ګډون کوونکو شمیر او په کنفرانسونو کې د انتخاباتو طرزالعمل د ګوند د اجرائیه بیرو له خوا تصویبیږي.

شپاړسمه ماده:د ګنګرې دندې او واکونه

کنګره د لاندې دندو او واکونو درلودونکې ده :

-د ګوند د مرامنامې او اساسنامې تصویب.

-د ګوند د مرکزي شورا د فعالیتونو د راپور اوریدنه او د هغه په اړه پریکړه کول.

-په کنګره کې د حاضرو غړو د رایو په اکثریت سره د مرکزي شورا د غړو د شمیر تعین او د هغوي انتخابول.

-د ګوند د نامې، بیرغ او نښان تصویب او بدلول.

-د ګوند د غړو او اورګانونود شکایتونو،نیوکو او وړاندیزونو پلټل.

اولسمه ماده: مرکزي شورا

مرکزي شورا د دووکنګرو ترمنځ د ګوند له لوړ ترین مقام څخه دې،چې په کال کې یو ځل غونډه کوي دمرکزي شورا فوق العاده غونډه د اجرائیه شورا په تصویب او یا د مرکزي شورا د غړو د دوه برخو په غوښتنه جوړیدای شي.

د مرکزي شورا د غونډو نصاب د غړو د اکثریت په شتون سره تکمیل او پریکړې یې د حاضرو غړو له دریو څخه د دوو برخو په رایه صورت نیسي.

 

 

 

اتلسمه ماده:د مرکزي شورا دندې او واکونه

مرکزي شورا دلاندې د ندو او واکونو درلودونکې ده .

-د اجرائیه بیرو د کار او فعالیت د راپور اوریدل او د هغه په اړه پریکړې کول.

-په غونډه کې د حاضرو غړو  درایو په اکثریت د اجرائیه بیورو دغړو د شمیر ټاکل او انتخاب او د مرکزي شورا له منځه د ګوند د رئیس او مرستیالانو ټاکنه.

-ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوند نوماند ور پيژندل او يا د کوم بل نوماند څخه ملاتړ.

-د ګوند د کنګرې د پریکړو د پلي کولو لپاره د تدبیرونو نیول او د ګوند د سیاست د اساسي لورو ټاکل.

-د ګوند د مرکزي شورا غړیتوب ته دلایقو او مخکښو کادرونو لوړول،په هغه صورت کې چې د دوي تعداد په کنګره کې د انتخاب شوې مرکزي شورا د غړو له ۲۰٪ تجاوز ونه کړي.

او دمرکزي شورا د غړیتوب څخه د هغه غړو ایستل چې د کار په بهیر کې یې له ځان څخه لازمه وړتیا او لياقت نه وي ښودلی په جلسه کې د حاضرو غړو د دریو څخه د دوو برخو په رایه صورت نیسي.

-کنګرې ته د مرکزي شورا د کار او فعالیت د راپور  وړاندې کول.

نوولسمه ماده:اجرائیه بیرو

اجرائیه بیرو د مرکزي شورا د دوو غونډو ترمنځ د ګوند لوړ مقام دی چې په عادي حالاتو کې هر درې میاشتې وروسته یو وار غونډه کوي د اجرائیه بیرو د غونډو نصاب د غړو د اکثریت په حضور تکمیل دی او له دریو څخه د دوو برخو حاضرو غړو په رایه یې پریکړې صورت نیسي.

او فوق العاده غونډه یې د د ارالانشاء د فیصلې په اساس او یا د اجرائیه بیرو د غړو د اکثریت په غوښتنه  دایریږي.

 

شلمه ماده:د اجرائیه بیرو دندې او واکونه

اجرائیه بیرو د لاندې دندو او واکونو درلودونکې ده:

-د ګوند د دارالانشاء د کار ونو او فعالیتونو د راپور اوریدل او د هغه په اړه پریکړه کول.

– د دارالانشاء دغړو دتعداد تعین او د مرکزي شورا د غړو له منځه د هغوي ټاکل.

-د ګوندي کنفرانسونو او ګوندي انتخاباتو دطرز العمل تصویبول.

-د ګوندي غړیتوب د کارتونو ویش او یا په دې اړه نورو ګوندي ارګانونو ته د صلاحیت ورکول.

-د ولسي جرګې انتخاباتو ته د ګوند د نوماندو ورپيژندل  او یا له نورو نوماندانو ملاتړ کول.

-له نورو سیاسي ګوندونو سره د یووالي په صورت کې مرکزي شورا او اجرائیه بیورو ته د ۲۰٪ فیصدو په اندازه پراختیا ورکول.

– مصارفو او عوایدو پورې د اړوندو مسایلو څیړل او د ګوند د مالي چارو کړنلارې له تطبیق څخه نظارت.

-د ګوند د هدفونو، دکنګرې او مرکزي شورا د مصوباتو د تحقق په پار  بیدون د مرکزي شورا له ځانګړو صلاحیتونو څخه د نورو ډیرو صلاحیتونو تعمیل .

-مرکزي شورا ته د اجرائیه بیرو د راپور وړاندې کول.

یوویشتمه ماده:دارالانشاء

دارالانشاء له رئیس ،مرستیالانو او غړو څخه  جوړه شوې،دارالانشاء د ګوند د رهبري کولو دایمي کارنده ارګان دې چې د ګوند ورځنۍ چارې سمبالوي او د سیمه ایزو –مرکزي څانګو او کمیسونونو له  لارې په ګوندي شوراګانو کې  د اساسنامې او مرامنامې د غوښتنو د عملي کولو لارښوونه کوي.

دارالانشاء په  هرو(۱۵)پینځلسو ورځو کې  او یا هم د ضرورت په اساس غونډې دایروي  ،د دارالانشاء ټولې پریکړې  په غونډه کې د حاضرو غړو له دریو څخه د دوو په اساس صورت نیسي.

دوه ویشتمه ماده:د دارالانشاء دندې او واکونه

دار الانشاء لاندې دندې او واکونه لري:

-څرنګه په خپل وخت  او سم ډول د ګوندي پریکړې او تصمیمونو تطبیق شي.

– په سیاسي، تبلیعاتي او کلتوري برخو کې د ګوندي شوراګانو، کمیسونونو او څانګو د اجراتو رهبري کول.

-د ګوند لیکو ته د جذب په برخه کې دګوندي شوراګانو دکارونو لارښوونه .

-د حق الشمول، حق العضویت او اعانو د ټولولو او د ګوند د مالي بنسټ د پیاوړتیا په پار د چارو تنظیم.

-د ګوندي هدفونو د عملي کولو په منظور د ګوندي سازمانونو لپاره د مساعدو شرایطو د برابرولو په خاطر د نورو ګوندونو،سیاسي او ټولنیزو سازمانونو، کلتوري او صنفي بنسټونو او دولتي ارګانونو سره د اړیکو تامینول.

-په نړیواله کچه د ګوند د معرفي کولو په خاطر له نړیوالو سازمانونو سره دمتقابلو ګټورو او ښو اړیکو تامینول.

-د ګوند له سیمه ایزو شوراګانو او مرکزي کمیسونونو څخه د هغوي د کارونو او فعالیتونو اړوند راپور اوریدل.

-په چارو کې د کمي د له منځه وړلو په خاطر د مصوباتو او لارښودونو صادرول.

-دولتي اورګانونو او ګوندي مقامونو ته د کادرونو ورپيژندل.

-د دارالانشاء د ځینو غړو په واسطه  دمرکزي کمیسونونو او څانګو رهبري کول.

-د تشکیلاتو څانګې په غوښتنه او د دارالانشاء په تصویب  د مرکزي او سیمه ایزو کمیسونونو او څانګو جوړول او لغوه کول.

-د ګوندي کمیسونونو او څانګو لپاره د وظیفوي لایحو تصویبول.

-د ګوند دمرکزي کمیسونونو او څانګو لپاره د مسؤلینو او غړو ټاکنه.

-دولتي ارګانونو ته د نوماندانو ورپيژندل او دګوندپه حرفوي مقامونود کادرونو ګومارل.

– پرته  د اجرایه بیرو له ځینو ځانګړو واکونو، د ګوند د هدفونو او برنامو د تحقق په خاطر دډیرو واکونوتعمیل.

-د اجرائیه بیرو غونډې ته د دارالانشاء دکارونو او فعالیتونو د راپور وړاندې کول.

درویشتمه ماده:دګوند رئیس

د ګوند رئیس لاندې دندې لري:

-د ګوند رئیس  د کنګرې،سرتاسري کنفرانس، مرکزي شورا، اجرائیه بیرو او دارالانشاء دغونډو  ریاست کوي.

-د ګوند رئیس  دارالانشاء په خبرتیا او هماهنګۍ سره  دګوند له رهبرۍ نماینده کوي.

– دګوند درهبري کوونکو مقامونو او اورګانونو ترمنځ  د کارونوپه برخه کې د هماهنګۍ ایجادول، -دګوند دمرکزي کمیسونونو او څانګو  څارو ته  کلي لارښوونه.

-دګوند د مالي چارو مستقما رهبري کول.

 

 

 

 

 

پنځم فصل

متفرقه احکام

څلورویشتمه ماده: ګوند او انتخابات

د ګوند هریو غړی کولی شي د ګوند په ملاتړ په ولسمشریزو، ولسي جرګې،ولایتي، ولسوالي او کلیوالي شوراګانو د ښاروالۍ مجلسونو او ښاروالانو په ټاکنو کې ګډون وکړي .

د ګوند غړي په ټاکنو کې د نوماندانو تعهد، تحصیل، تجربه،تخصص، لیاقت او وړتیا په نظر کې نیولو سره د هغوي ملاتړ کوي.

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دګوند دمرکزي شورا له لوري،د ولسي جرګې ټاکنو ته  نوماندان د اجرائیه بیرو له لوري د ولایتي شوراګانو،د کابل ښاري شورا او د دوي د معادلو شوراګانو په مشوره او نورو انتخابي مقامونو او بنسټونوته د نوماندانو ورپيژندنه د اړوندوګوندي شورا ګانو له خوا ترسره کیږي.

پینځه ویشتمه ماده: مالي چارې

ګوند له مالي اړخه په لاندې منابعو متکي دې:

-د غړو حق العضویت، چې اندازه او دورکړې طرز یې د ځانګړي طرزالعمل په واسطه تنظمیږي.

-دغړو او پلویانو اعانې او مالي مرستې.

-د مطبوعاتو او نشراتو عواید

-د اقتصادي تشبثاتو عواید

شپږویشتمه ماده: اقتصادي تشبثات

په عین وخت کې ګوند دخپلو سیاسي،ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو ترڅنګ کولی شي چې د تولیدي، تجارتي او اقتصادي مؤسسو په جوړولو لاس پورې کړي.

اوویشتمه ماده:بیرغ،نښان،مهر، او نشراتي ارګان

ګوند د خپل مشخص بیرغ، نښان، مهر او نشراتي ارګان درلودونکی دی،د نشراتي ارګان او دمهر په اړه پریکړه د اجرائیه شورا له صلاحیتونو څخه دي.

اته ویشتمه ماده:ګوند او مدني ټولنې

ګوند د ځوانانو، ښځو او د ټولنې د نورو قشرونو د سالمې روزنې او دخپلو قانوني حقونو څخه د دفاع په منظور د هغوي  دتیارولو لپاره د دوي دشوراګانو او اتحادیو په جوړولو کې مرسته کوي . ګوند د مدني ټولنې اړوندو بنسټونو د تشکیلاتي او سازماني خپلواکۍ په رعایت له هغوي سره، په اړوندو چارو کې مرسته کوي.

نهه ویشتمه ماده: دګوند سرتاسري کنفرانس

په ځینو خاصو مواردو کې  د پریکړو کولو په منظور مرکزي شورا کولی شي چې د ګوند سرتاسري کنفرانس راوغواړي.د ګوند د سرتاسري کنفرانس ګډون کوونکي د مرکزي شورا ، د ولایتي شورا ګانو او د هغوي د معادل رئیسان او مرستیالان او دکابل ښاري شورا غړي تشکیلوي.

دیرشمه ماده:مکافات او مجازات

الف :د ګوند غړي چې د ګوند د مرامنامې او اساسنامې د مندرجاتو د تحقق په لار کې او همدارنګه د ګوندي دندو په ترسره کولو کې له ځانه لیاقت او ړتیا څرګنده کړي د اړوندو شوراګانو په وړاندیز او دلوړو ګوندي اورګانونو په تائید سره تقدیریږي.

د تقدیر ډول او کچه د ځانګړي طرزالعمل په وسیله دګوند د اجرائیه بیور له لورې مشخص او  ټاکل کیږي .

ب:د ګوند غړي د اساسنامې د غوښتنو د نه رعایت او له ګوندي اصولو او موازینو څخه د سرغړاوي په صورت کې په لاندې ډول اصلاح او مجازات کیږي.

 

-توصيه

-اخطار

-د ګوند له غړیتوب څخه شړل.

د ګوندي غړو اصلاح او دمجازاتو څرنګوالی د ځانګړي طرزالعمل په وسیله د اجرائیه بیورو له خوا تنظیم او مشخص کیږي.

یو دیرشمه ماده:د ګوند دفترونه

د ګوند د مرکزي شورا مقرد کابل په ښار کې دی،د ګوند  دفترونه  او نماینده ګۍ په سیمو او اداري واحدونو کې  منځ ته راځي.

دوه دیرشمه ماده:د ګوند انحلال

د نامساعدو شرایطو په صورت کې چې ګوندي کار د ګوند د مرامي هدفونو د تحقق لپاره ناممکن شي، د ګوند د فعالیت د قسمي او یا کلي تعلیق، د ګوندي کار دختم او یا د ګوند د انحلال  موضوع د مرکزي شورا  په فوق العاده غونډه کې د حاضرو غړو د دریو څخه د دوو برخو په رایه صورت نیسي او موضوع د رسمي اعلاميې په وسیله د ګوند غړو، نورو هیوادوالو او د عدلیې وزارت ته خبر ورکول کیږي.

دري دیرشمه  ماده: انتقالي احکام

دکنګرې تر دایریدو ملګری پوهاند دکتور محمد داود راوش د ګوند د رئیس  په صفت  او ملګري هریو عبدالحی مالک او انجینر محمد کبیر  د ګوند دمرستیالانو په توګه ټاکل کیږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Comments are closed.