د افغانستان دخلکو د ترقۍ ملي ګوند او د متحد ملي ګوند تر منځ دتشکیلاتي-سازماني یووالي کړنلارہ

 نیټه:۱۳۹۵/۳/۶

دافغانستان د خلکو دترقۍ ملي ګوند او د متحد ملي ګوند تر منځ تشکیلاتي-سازماني یووالی له پورته تر ښکته په لاندې ډول صورت نیسي: ۱-د ګوند مرکزي شورا : ددې اصل په نظر کې نیولو سرہ چې د دواړو ګوندونو د مرکزي شورا غړي د خپلو کنګرو لپارہ انتخاب شوي وي، د نوي ګوند واحدہ مرکزي شورا ۶۸۰ تنه په داسې ډول چې ۳۴۰ تنه یې د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند څخه او ۳۴۰ تنه نور یې د افغانستان د ملي متحد ګوند څخه ټاکل کیږي. ۲-د ګوند اجرائیه بیرو: د ګوند اجرائیه بیرو له ۱۴۰ غړو جوړہ دہ (۷۰+۷۰) . ۳-د ګوند دارالانشاء : د ګوند دارالانشاء له ۴۸ غړو جوړہ دہ (۲۴+۲۴). د غونډې نصاب دغړو د اکثریت په حضور بناء دي او د دارالانشاء پریکړې په غونډہ کې دحاضرو غړو دوہ ثلثو ته اړتیا لري. ۴-د ګوند رئیس او مرستیالان: یو حزب د رئیس او دوہ مرستیالانو درلودونکی وي، د افغانستان د خلکو دترقۍ ملي ګوند د اوسني رئیس پوهاند دکتور محمد داود راویش او مرستیال استاد عبدالحۍ مالک ترڅنګ دې یو تن مرستیال دافغانستان د ملي متحد ګوند له لوري را وپیژندل شي. ۵- په ولایتي سازمانونو، ولسوالیو،ښارونو، ناحیو او لومړنیو واحدونو کې: د دواړو ګوندونو ټول غړي به د اړوندې ساحې په لومړنیو واحدونو کې له ۲څخه تر ۳ میاشتو پورې یو ځای غونډې دایروي او د غونډو مشري به په دوراني شکل مخ ته وړل کیږي، تر څو د ګوند د غړو تر منځ لازمه پیژندنه او معرفت حاصل او تثبیت شي چې په اړوندې ساحې کې د ګوند ریښتینی شمیر څومرہ دې، یعنی دا چې څه شمیر د ګوند غړي په غونډو کې اشتراک کوي او حق العضویت ورکوي چې همدا اساس دوي ته د کنګرې په انتخاباتي غونډو کې د شرکت حق ورکوي، وروسته په هر محل کې د ګوند غړي کولي شي د توافق، انتخاباتو او یا هم د تناسب په پام کې نیولو سرہ خپله مشرتابه وټاکي. د همدې مودې په ترڅ کې د ولایتونو،ولسواليو،ښارونو او ناحیوي شوراګانو مشري له دواړو خواو د غړو په مساوي شمیر سرہ جوړیږي، په یادو شو شوراګانو کې چې رئیس او مرستیال یې د افغانستان د خلکو دترقۍ ملي ګوند له لوري ټاکل شوي، یو تن د ملي متحد ګوند له لوري معرفي کیږي تر څو د دوراني مشرۍ په وخت کې چې دوہ میاشتي دہ ونډہ واخیستلی شي ، د دریو میاشتو له پورہ کیدو وروسته رئیس او مرستیالان د محلي شوراګانو د تفاهم په بناء ټاکل کیږي او یا هم په پورته ډول ( لکه په لومړنیو واحدونوکې) عمل کیږي. په هغه صورت کې چې د ناحیوي، ښاري او ولایتي رهبري شوراګانو تعداد له ۱۵ کسانو زیات وي اجرائیه بیرو له ۳ _ ۹ تنو تعداد لري . ۶-د دواړو ګوندونو یوالي ته په مربوطو ټولو اسنادو(مرامنامه،اساسنامه، پالیسی او کړنلارہ) چې له وړاندې د دواړو ګوندونو د خبرو اترو په جریان پرې توافق حاصل شوي دواړو غاړو ته د منلو وړ دي. ۷-د دواړو ګوندونو د تشکیلاتي-سازماني یووالي اعلان به د اجرائیه بیوروګانو د ګډې غونډې په لړ کې چې د اړتیا سرہ سم به ورته ځینې رسنۍ او میلمانه دعوت شي د ګډۍ اعلامیې په خپرولو ترسرہ شي. ۸-د هیواد دننه او بهر د دواړو ګوندونو د تشکیلاتي ادغام لړۍ د ګډې اعلامیې له خپرولو وروسته پیل مومي او تر راتلونکو دوہ میاشتو پورې بشپړیږي. ۹-هڅه به کیږي چې د واحد ګوند لومړۍ کنګرہ د ۱۳۹۵ل ل کال د اسد د میاشتې تر وروستۍ نیټې راوبلل شي، په هغه صورت کې چې تشکیلاتي ادغام نه وي بشپړ شوي او یا هم نورې ستونزې وجود ولري، د ګوند دارالانشاء د کنګرې نوې نیټه په داسې ډول ټاکي چې د میزان د میاشتې له وروستې نیټې نه اوړي. کنګرہ به واک ولري چې د اساسنامې له محتویاتو سرہ سمې د هر ډول جوړجاړي پرته پریکړې ترسرہ کړي. ۱۰- پریکړہ وشوہ چې د واحد ګوند نوم دې (دافغانستان دخلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند) وي . ۱۱- دافغانستان د خلکو دترقۍ ملي ګوند بیرغ او نښان د ګوند د نوي نوم په سمون د کنګرې تر رابللو د واحد ګوند د بیرغ او نښان په توګه ومنل شو. ۱۲-د دواړو ګوندونو داجرائیه بیوروګانو د ګډې غونډې د جوړولو چارې د یووالي د تدارک ګډہ کمیټه پرمخ وړي.

د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند په استازیتوب:                           د افغانستان د ملي متحد ګوند په استازیتوب:

۱:محترم سلیمان کامجو                                                            ۱:محترم جنرال لعل محمد حیدري        

۲:محترم حفیظ الله نورستانی                                                      ۲:محترم جنرال مبارک شاہ محسني       

۳:انجینر عبدالرحمن صدري                                                      ۳:محترم استاد غلام حضرت، محترم محمد یعقوب حیدری

Comments are closed.