د افغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند د سویډن د هېوادنۍ شورا د غونډي رپوټ :

نېټه : د فبروري د میاشتې ۴ مه ۲۰۱۸ کال

اجندا :

ــــ  په افغانستان کې د سیاسي نظامي وضعي ، د تیر کال د ګوندي فعالیتونو په تیره بیا کوند ته د جلب او جزب او مالي چارو د تنظیم په هکله .

ـــ  وړانديزونه ، پوښتنې او انتقادونه.

په دی ناسته کې د سويډن د هېوادنۍ شورا د گوندي غړو تر څنگ ، په اروپا کې د ګوندي چارو دانسجام او هماهنگۍ  د شورا مسول کاوه کارمل هم گډون در لود . غونډه د سويډن د گوندي سازمان د منشي مرستېال عبدالخليل يوسف له خوا پرانستل شوه ، هغه د گوندي ژوند او د هيواد سياسي نظامي حالت اړوند رڼا واچوله . له هغې وروسته د عبدالخليل له خوا د گوند داجرايیه بيرو غړي  محمداقا شيرازد ته بلنه ورکړل شوه چی د غونډې چاری مخته يوسي .

محمداقا شيرزاد د غونډي په پېل کې  د هيواد د ورستيو پېښو د شهيدانو روح ته د بښنې دوعا ،  ټپيانو ته د ژر روغتيا ، د پېښې عاميلنو ته دسختی سزا غوښتنه وکړه او په دوام يې  دگران هيواد افغانستان دسياسي نظامي حالاتو ، د گوندي کار او فعاليت ،  د گوندي کنگری ،  گوندي دندو او په گوندي کار او فعاليت کې د نيمگړتېاو په اړه اوږدی هر اٍړخيزه خبری وکړی ، ده دخبرو په ادامه کې وويل زموږ گوند چې د ټول افغان ولس اوسيدونکو يو فعال سر تاسري گوندی دی ، په ټول هيواد کې ددی گوند دفترونه موجود او په کار فعاليت بوخت دي ، د گوند مرکزي دفتر چی په پلازمېنه کابل کې فعال دی د ټولو روڼ اندو د تجمع مرکز شميرل کيږي . دا ګوند د خلکو  دسوکالی له پاره شپه او ورځ  مبارزه کوي ، ده زياته کړه چی د هيواد د بدو امنيتي ستونزو له امله گوندي کار کله کله دستونزو سره مل شي ، ولی زموږ گوندي کادرونه گوندي مشران په هيوادنې ټولو اړينو مسلو کې بی تفاوته نه وي تل د ميډيا او خپلو گوندي نشراتو په مټ د هيواد د موجوده ستونزو په اړه خپل غوڅ دريځ روښانه کٍړی ، د هيواد د دښمنانو ناولې او کرغېړنی څېری یي ولسونو ته بر بنډې کړي ، گوند په هره موهمه ملي مسله کې خپل کوټلی نظر وړاندی کړی . په پای کې په سويډن کې د گوندي مخکني منشي محترم احمد گل اندړ چی  دافغانستان د ترقي ملي متحد گوند څخه خپله رابطه پری کړه او د يوبل سياسي سازمان سره یي خپله اړيکه جوړه کړه  مالومات ورکړل او دا يي يو روټين او په ديموکراسی کې يو عادیي کار وبللو . همدار نګه هغه ملگري  دی ته وهڅول چی د گوند ليکو ته جلب او جذب وکړي او  د گوندي لار ښوونو عملي کولو ته  جدي توجو وکړي . هغه وویل گونديان بايد د خلکو په منځ کې خپل باور زيات کړي د خلکو په ټولو ټولنيزوچارو  ، غم او ښادی کې برخه واخلو.

ملگرو ته چانس ور کړل شو که څوک پوښتنې لري کولای شي خپلی پوښتنی وړاندی کړی . ملگري نسيم سهر خپل جوړونکې نظر وړاندی کړو او له ټولو ملي ديموکراتو ځواکونو غوښتنه درلوده چی د هيواد اوسنې ستونزی خورا ستونزمنې دی بايد يو قوي ځواکمن پراخ گوند جوړيدو ته کار وشي تر څو اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکې کېښودل شي.

د غونډې برخوالوته د تشکيلاتو مسول لعل محمد اکبري د ګوندي سازمانونو د کار او فعالیت اړوند رپوټ وړاندی کړ  . هغه د گوندي کار او فعاليت وارزولو او نيمگړتياوو ته یي گوته ونيوله او لازم وړانديزونه یي مطرح کړل چی د غونډې برخوالو د تاييد وړ وګرځیدل او تغهد يې وسپارلو چی خپلو کوندي دندو اجرا کولو  ته به جدي پاملرنه وکړي .په پای کې د غونډی کار د کاوه کارمل له خوا ارزيابي شولو ، په پېل کې کاوه د گوند او هيواد په روانو حالاتو او د ستونزو د حل په هکله مهمي خبری وکړی له ټولو ملگرو څخه یي هيله وکړه چی موجوده  نيمگړتياوو  ته جدي پاملرنه وشي . خپل کارونه د ملگرتوب په روحيه  مخته بوزي . کاوه د غونډې برخوالو ته وړانديز وکړ چی په سويډن کې د گوندي سازمان د کار د لا منظم کيدو  له پاره د کنگری تر داريدو پوری د گوندي سازمان له پاره يو مسول تن وټاکل شي . وړانديز دا وو چی محمد اقا شيرزاد د کنگری تر جوړيدو پوری ددی گوندي سازمان مشرتوب (سرپرستي وکړي»

په دی وړانديز راي گیري وشوه ، د رايو په يوالي محمداقا شيرزاد د سویډن د هېوادنۍ کوندي شورا سرپرست وټاکل شو، محمداقا شيرزاد ملگرو ته وعده  ورکړه چی د خپل گوند پياوړتيا او گوندي گډ کار له پاره د خپل وس او توان په اندازه کار وکړي . غونډه په دی شعار چی موږ په گران هيواد کې تل پاته سوله غوښتونکی يو ، پای ته ورسيده.

د سويډن ګوندي هېوادنۍ شورا

د

Comments are closed.