د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ • د خواشینۍ څرګندونې پيغام.

 

کابل – افغانستان
20180612_155507د ۱۳۹۹ کال جوزا ۱۹ مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ اعلانوي چې د ګوند د کابل ښار ګوندي شورا ریس مرحوم انجنیر عبدالغفار مورچل د ورپيښې ناروغۍ له امله له پاتیدونکې نړۍ څخه سترګې پټي کړي او زموږ څخه د تل له پاره جلا شو .
د ارواښاد مورچل روح دې ښاد او یاد دې تازه وي!
خداي بښلی عبدالغفار مورچل چې د بریښنا په برخه کې روزل شوی ؤ ، د خپل مسلک له مخې یي تل هڅه کوله د خلکو کورونو ته روښنایي ورسوي. په ځانګړي توګه هغو کلونو کې چې د خلکو دوښمنانو د بریښنا لوي پایي الوزولې او خلک به یي د روڼا له نعمت څخه محرومول، مرحوم مورچل به په میړانه او ډيرو سختو شرایطو کې د بریښنا په بیرته راوستلو کې مرکزي رول درلود. د جلال اباد خلک د ارواښاد د زړورو خدمتونو شاهدان دي.
د دې په څنګ کې چې خداي بښلی عبدالغفار مورچل یو مسلکې افغان انسان ؤ د افغانستان د خلکو د ګټو یو ستر مدافع هم ؤ . په تنکۍ ځوانۍ کې یي د افغانانو د خلاصون په نیت د زیارکښانو اواز اوچتاوه او په دې لاره کې یي زیاتې هڅې او سرښيندنې کړي دي. په ټولنه کې د شته ناخوالو ، بې عدالتیو پر خلاف یي فعاله مبارزه کوله. د کارګرانو ، ښځو ، ځوانانو د حقوقو غوښتلو په تیره بیا ښوونې او روزنې په برخه کې یي ګړندۍ هڅې کولې او دا ورته د یاد شوي قشرونو د بیدارۍ سمه لار مالومیدله.
ارواښاد په ګوندي او دولتي مهمو موقفونو کې کار وکړ او په بریالیتوب یي لوړو پوړیو ته د استحقاق له مخې ارتقا کړي ده. هغه ډيرئ کلونه د کابل ښار د ګوندي ښاري شورا ریاست په غاړه درلود چې د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند په تشکیلاتو کې یوه مهمه او حساسه دنده وه. د هغه په مشرۍ یو شمیر هغه ګوندي ناحیوي شوراګانې چې له پخوا غیر فعالې وي، په کار پيل وکړ .
مرحوم تل هڅه کوله چې د کابل ښار د زیارکښانو، په تیره بیا د ځوانانو، ښځو، او نورو هغو قشرونو استازې د ګوند غړي کړي چې د کابل ښاري ټولنه د هغوي د خدمتونو پرته ژوند او فعالیت نه شي کولی.
ارواښاد مورچل د سولي او ثبات د تأمین کلک ملاتړ کاوه، هغه به ویل چې جګړي له افغانانو ټول هغه ارزښتونه واخیستل چې د پيړیو نوښتګر کار په پایله کې د هېوادوالو نصیب شوي وه. هغه ویل د نړۍ او سیمي د مغرضو کړیو له لاسه افغانان د ترهګرۍ قربانې شوي، هغه ترهګري د وطنوالو د کلتور د لوټونې پر خلاف یوه بربنډه توطيه بلله. مرحوم مورچل تل په خپلو ملګرو غږ کاوه چې هوښيار اوسې، د ریښتونې سولي او ثبات له پاره مبارزه وکړي. له دې کبله یي په هغه هوکړه کلکه نیوکه کوله چې امریکا طالب د افغانانو ریښتینې استازو او حکومت د نمایندګانو له ګډون پرته لاسلیک کړه او اوس یي پلې کول د هغوئ مکلفیت بولې.
ارواښاد مورچل ګوندي اتحادونو او یووالي ته ژمن ؤ، تل یي په ثبات لرونکو اتحادونو او یووالي ټينګار کاوه. هغه ویل د ګوندي اتحادونو له پاره د عمل د اشتراک پلې کېدونکې ټکې راټولول اړین دي او ګوندي يووالی یي د فکري، تشکیلاتې او تبلیغاتي واحدي سمتګیرۍ نیول بلل. د هغه په نظر تر څو د وحدت خواوي په پورتنیو برخو کې واحده موضع ونه لري، د پلې کېدو وړ برنامه، تشکیلات نه شي رامنځ ته کولی.
د افغانستان د ملي ترقۍ کوند دارالانشأ د مرحوم عبدالغفار مورچل په ناببره مړینه سخته خواشینې څرګندوي او د ارواښاد نه شتون د ګوندي کار او فعالیت او د هېواد ملي مسلکي کادرونو جبهو ته دروند ګزار بولې. له لوي خداي ج غواړي چې متوفا ته جنت ورکړي او د هغه دردمنې کورنۍ او عزیزانو ته د زړه صبر او عوضونه ورکړي.
د ګوند دارالانشأ د پيښ شوي لوي غم له امله ګوندي شوراګانو او د هغوئ غړو ته تسلیت وایي او په پيښ شوي غم کې ورسره ځان شریک ګڼي.

انا لله و انا الیه راجعون!

عبدالحی مالک
د افغانستان ملي ترقۍ ګوند ریس

Comments are closed.