د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د کب ۱۸ مه

د مارچ ۸ مه د ښځو د نړیوال پيوستون جشن !

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د مارچ د ۸ مې د ښځو د نړیوال پيوستون جشن له امله د افغانستان او ټولي نړۍ ښځو ته تودې مبارکۍ وړاندي کوي .

د ښځو نړیواله ورځ د ۱۸۵۷ کال د مارچ د ۸ مې له هغې پيښې وروسته رواج شوه ، چې د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار د نساجۍ په فابریکه کې د اجوري د زیاتوالې ، د کار د ساعتونو د لږوالې او د هغې د شرایطو د ښه والې ، په موخه ښځينه کارګرو په ستر اعتصاب لاس پورې کړ .

ښځې د نړۍ او افغانستان د نفوسو د نیمايي زیاته برخه جوړوي . ښځې د انسان زیږونکې ، لویونکې او روزونکې دي . ښځه د انسانانو د تسلسل او ادامې هغه سرچینه ده چې خداي ج په خپل حکمت لایزاله ، حوصله لرونکې او پياوړي پيدا کړي ده .

د افغانستان ښځې د نړۍ د نورو ښځو په څير د اولادونو د روزلو په څنک کې تل د افغاني ټولني د اقتصادي ، سیاسي ، تولنیزو او ان پوځي برخو کارګري ، فعالاني او ان مشراني پاتې شوي دي .

له بده مرغه ځينو ناوړه فرهنګي دودونو د افغانستان د ښځو په هغه وړتیا سیوری کړی دی چې په خواشینۍ یي له ځانه نه شي ښودلی . که د افغانستان د ښځو تاریخ ته وکتل شي د افغان ښځو له مینځه د ساینسې او ټولنیزو علومو پوهاني ، د ژوند په بیلابیلو برخو کې کارپوهاني ، پياوړې دیپلوماتانې ، د پارلمان او کابینې غړي ، دیني عالمانې او د وسله والو ځواکونو افسرانې او د سپورت او بدنې روزنې قهرمانانې ، راوتلې دي .

د لسیزو جنګ جګړو د افغانستان د اوسیدونکو له پاره ستر مصیبتونه وزیږول ، خو د دغو مصیبتونو دروند پيټی د ښځو په برخه شو . که یې اولادونه او د کور غړي له لاسه ورکړل ، زیاته مرګ ژوبله یي ولېدله د زیاتو ظلمونو او تیریو سره مخ شوي .

اوس هم زموږ د هېواد ښځې زوریږي . د ټولني د زیاتو نورو نادودو تر څنګ مذهبې افراطيت د افغانستان ښځو ته داسې لومې ایښي چې پښه اړول ورڅخه په زیات زیان تمامیږي .

نن سبا چې د سولي کومې هلې ځلې تودي شوي ، په تیرو نږدې دوه لسیزو کې د هېواد د ښځو د تر لاسه شوي بریالیتوبونو د خوندي ساتلو پخه ژمنه په کې نه تر سترګو کیږي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د هېواد ښځو ته د هغوي د پيوستون د جشن په ویاړ د مبارکۍ تر څنګ په افتخار سره ویلی شي چې زموږ ګوند په اوسنې او پخوانیو نومونو تل د وطن د ښځو د حقوقو د لاسته راوړلو او خوندي کولو له پاره کلکې هڅې او عملي کارونه کړي . همدا اوس چې د سولي بهیر پيل شوی ، ګوند د هېواد ښځو له پاره د تیرو دوه لسیزو د اخیستل شوي ازادیو تر څنګ د لا زیاتو حقوقو د تر لاسه کولو او خوندي کولو اواز اوچت کړی دی .

د ګوند دارالانشأ د افغانستان ښځو ته ډاډ او باور ورکوي چې زموږ مرکزي ، سیمه ایزي ، لمړنۍ شوراګاني او د ګوند ټول غړې به له پخوا زیات د ښځو د ژوندانه د شرایطو د ښه کېدو ، ښووني او روزني او کار ته د هغوئ د لاسرسې ، د ورپيښو معضلو په حل کې ورسره د انصاف کېدو او  داسې نورو برخو کې داړینو اسانتیاؤ د تر لاسه په هکله د لارو چارو د برابرولو مبارزه جارې ساتې .

د مارچ ۸ مه د ښځو د نړیوال پيوستون جشن مو نیکمرغه شه .

عبدالحی مالک   د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

Comments are closed.