د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل -افغانستان

د ۱۳۹۸ م د زمری ۶ مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین د پيل له امله چې نن وشو ، په وطن کې د دموکراسۍ د تمرین او د هغې د لا نهادینه کولو په موخه ، يوه عملي هڅه بولي او له هغې ملاتړ کوي . ټاکنې په تیره بیا د ولسمشرۍ انتخابات د دموکراسۍ له اساسي ستنو ځينې شمیرل کیږي چې ګوندونه ، په ځانګړي توګه زموږ ګوند په هغې کې د ګډون له امله ، خپله برنامه او نور لنډمهالې او اوږد مهالې پروګرامونه د افغانستان خلکو او نړیوالو ته ښه توضیح کولی شي .
ګوند په تیره څه د پاسه یوه نیمه لسزه کې په ۳ ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخستې او دا دی د څلورم ځل له پاره تیاري نیسې چې د ټاکنو په روان کمپاین او وروسته انتخاباتو کې فعاله برخه واخلې .
زموږ ګوند د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند هر ځل په صادقانه ډول ټاکنو ته په اګاهانه توګه دانګلې او له هیڅ ډول امتیاز پرته یې په ټاکنو کې د خلکو د راجلبولو او د خپلې خوښې د ټاکنیز ټيم د برنامې د موادو په تبلیغولو کې مهمه ونډه اخستې ده .
په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ګوند د تحول او تداوم ټيم په سر کې له محمد اشرف غنې ملاتړ وکړ ، خو په خواشینی چې د بریا د تر لاسه کېدو وروسته د ملي ترقۍ ګوند ته په مهمو مناسبتونو ، په لویو جرګو او ځينو نورو غونډو کې د هغې د استازو ګډون او نظر اوریدلو ته هیڅ پاملرنه ونه شوه .
د افغانستنان په سیاسي – پوځي – اقتصادي او نورو برخو کې د جدي ستونزو د شته والې برسیره ، د هېواد د ملي لوړو ګټو خوندې کولو ته په پام او د ولسمشر د تیرې کاري دوري د لاسته راوړنو او نوښتونو ته په کتو او د ګوندي شوراګانو د مسؤلینو او غړو د مشورو پر بنسټ ، دارالانشأ څرګنوي چې :
⁃ د ولسمشرۍ د ټاکنیزو ټيمونو له منځه د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټيم د یوي هر اړخیزې برنامې په درلودلو او په خاص ډول د سولي ، ټاکنو او تودي جګړي اړوند د تدبیرونو د نیولو په برخه کې د ملاتړ وړ دی .
⁃ د ګوند ټولو شوراګانو او د هغې غړو ته سپارښتنه کیږي چې د دولت ساز ټيم په کمپاینې غونډو او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ونډې اخستو ته تیاري ولري .
⁃ د ګوند د تشکیلاتو ، تبلیغ فرهنګ څانګو ته دنده سپارل کیږي چې د دولت ساز ټيم د مشرتابه او ورته څانګو سره د ولسمشرۍ د کمپاین او ټاکنو د چارو په همغږه کولو کې اړینې مشوري او کړنې جارې وساتې .
⁃ د ګوند د تشکیلاتو څانګه دنده لري چې د ځانګړو طرزالعملونو له مخې د کمپاین او ټاکنو په برخو او د بریا په صورت کې د دولت ساز ټيم سره د راتلونکو اړیکو د پياوړتیا او ساتلو د څرنګوالې په هکله اړینو ګامونو پورته کولو ته اقدام وکړي .
⁃ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین او انتخابې فعالیتونو بهیر دې د دارالانشأ د پر له پسې څيړونو او ارزونې په دایره کې قرار ولري .

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

Comments are closed.