د جهادی انډوخر پای

حکيم روان
زورواکی رژيمونه په خلکو باندې د راوا واک چلولو ظرفيت او استعداد نه لری، له دې امله په خلکو د حکومت کولو او د خلکو پر شتمنيو د خېټو اچولو د پاره خلک د دين ، قوم ، ژبو او سمتونو په نوم سره ويشی، تر څو د خپل انډوخر او خرمستيو له پاره زمينې برابرې کړي .
جهادی تنظيمونه (۷ ) پاکستانی او (۸) ايرانی د آی-اس-آی او سپاه قدس له خوا د همدغو پاکستانی او ايرانی ناپاکو موخو د پاره تشکيل شوی وو .
په پاکستان کې لسګونه وسله والی اسلامپالې تروريستی ډلې لکه سپاه صحابه ، جيش محمدی ، جماعت الاحرار او نور…..، شيعه مسلمانان کافر بولی او پاکستانی بی ګناه او له هر څه بې خبره مسلمان شيعه ګان يې د بې شمېره خونړيو بريدونو قربانيان دي. ددې تروريستی ډلو تر شا د پاکستان واکمنې تروريستی کړۍ په سر کې يې لوړپوړي نظامی افسران او د آی-اس-آی دوزخي سازمان واقع دی .
په ايران کې د آيت الله ګانو مذهبی فاشيستی حلقې په سر کې يې د سپاه قدس تروريستی سازمان د حزب الله ، فاطميونو ، زينبيونو او حسينيونو په نوم تروريستی ډلې د خلکو تر منځ د ويرې خپرولو او ترور په منظور ساتی ، تر څو د خپلې ننګينې واکمنۍ عمر اوږد کړي .
د پخوانی حزب اسلامی مشر ګلبدين حکمتيار د ۱۳۷۵ کال د دلوې مياشتې د البدر د شپيتمې ګڼې سره په مرکه کې وايي : « حکومت ذوالفقار علی بوتو صرف به انګيزه وسيله فشار به ما پناه داده بود ، تا رژيم محمد داؤد را تحت فشار قرار دهد » .
که حکمتيار په خپل ټول ناولی ژوند کې يوه خبره رښتيا کړي وي ، نو هغه دا خبره ده چې دوی د مسعود ، ربانی سره يو ځای د خپل هېواد پر ضد د پردو د لاس آله وو .
اوس د افغانستان خلکو ته دا حقيقت د لمر په شان روښانه شوی دی چې د اسلامی تنظيمونو مشران او په هغو پورې تړلی «قوماندانان» په لومړی درجه د خپلو جبينو ، خپلو کورنيو ، خپلو ډلو او په دوهمه درجه کې پاکستانی او ايرانی ناراوا او د افغانانو په وينو لړليو موخو ته کار کوي . د اخوانيانو جمعيتيانو ( قسيم فهيم ، يونس قانونی، عبدالله عبدالله او اسماعيل خان )، حزب اسلامی ، حزب وحدت اسلامی او نورو ….سره د حامد کرزی مجاهد ګډې واکمنۍ وښوده چې د خپلو جيبونو او پردو نوکرانو ، نيک نام افغانستان ته يواځې وينې ، بدنامی او رسوايي په آرمغان راوړل .
دا بی شرمه د پردو نوکران لا هم د ټاکنو پايلې نه مني او غواړي نور هم د خلکو درد او رنځ اوږد کړي ، خپل جيبونه نور هم تخته کړي او خپلو پاکستانی او ايرانی بادارانو ته وښيي چې په ټاکنو کې د خلکو له خوا د دوی پر مخونو لاړو ته اهميت ورنه کړي او دوی لا هم په افغانستان کې د دوی د ګټو د پاره ګټور تماميدلای شی . خو په حقيقت کې د جهادی انډوخر پای را رسيدلی دی . حکمتيار او عبدالله عبدالله آخيري هلې ځلی کوي ، تر څو خپل جیبونه او ملی ضد جنايات د خلکو له محاکمې بچ کړي . جمعيت اسلامی او حزب اسلامی سره وژل ، خو دوکتور اشرف غنی ته يې سره يوه ده وايي :« که د سپو کور په کور بدی ده ، فقير ته سره يو دي »
د غلو او پردي پالو تش په نوم اسلامی ډلې د خلکو له ملاتړه محرومې دي . ټولټاکنو وښوده چې خلکو د مؤقت حکومت د ډنډورچيانو ، د ټاکنو د مخالفينو او د افغان ولس د سولی د مشورتی شورا د دښمنانو پر مخ لاړې ور تو کړې .
افغان ولس او د هغه نړيوال متحدين د فساد سالارۍ څخه د غچ اخيستلو په اند دی . کرزی ، عبدالله عبدالله ، حکمتيار ، محقق بايد د خلکو محاکمې ته تيار شي نه ولسمشر کيدو ته !
په پوره باور سره ويلای شم چې که دا ښاغلی له تجربو او تاريخه زده کړه ونه کړي ، د آی-اس-آی او سپاه قدس موخو ته شا نه کړي ، برخليک به يې د خپل ايرانی مشر تروريست قاسم سليمانی په څېر وي .
مونږ پوهيږو چې پاکستان او ايران غواړی خپل د بوسو خوسکي په واک کې وساتی او د ځوان نسل چې دوی پورې تړلی نه دي ، واکمنۍ ته د رسيدو په وړاندې مقاومت وکړي . خو دا چاره نور د زمان په نه را ګرځيدونکی حکم بدله شوي ده .
دوکتور اشرف غنی د زمان نبض نيولی ، غواړي د وخت د غوښتنو په حکم ، د نړيوالی ټولنې سره د افغانستان په ګټه د سياسی روابطو د بيا کتنې او جوړيدو پر بنسټ د جهادي انډوخر ځای ځوان ، جوړونکی او پر خپل وطن مين نسل ته ورکړي . ژوندئ او تل دې وي افغانستان !

 

Comments are closed.