حکيم روان
طالب په پچه ناست کشمير ويني . دوی فکر کوي چې د خليلزاد سره چانې او اوتې بوتې به طالب بيا واک ته ورسوي . وار د مخه پنجاب واک ته رسولی وو ، دا وار غواړي پر امريکا ځان واک ته ورسوي .
طالب د افغان حکومت سره ځکه خبرې نه کوي چې ځان د افغانستان مشروع خو له واکه لويدلی واکمن بولي او غواړي بيا د توپک او کوتک زور خلکو ته ور وښيي . طالب جانه ! د توپک او کوتک دور تېر شو . د عقل زور د هغه خای نيولی دی .
طالب جان هيروي چې مشروع حکومت خپل مشروعيت د خلکو له ارادې آخلی ، نه د توپک او کوتک څخه ، نه د دين له تجارت او بزنس څخه .
طالبه ! ته د کومو انتخاباتو له لارې واک ته رسيدلی وې ؟ خو د انګريز له طرحې سره سم د سعودی په پيسو ، د پنجاب په ماموريت ، د مردار کرنېل امام په لارښونه او د درواغو په ډنډورو واک ته ورسيدې .
طالبه تا نه ويل چې مونږ واک نه غواړو ، بلکې چې سوله راولو ، واک به د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته سپارو ؟ تا د خلکو سره خپله وعده پر ځای کړه ؟
آیا تا هغه وخت دا درواغ د دې د پاره نه ويل چې له دې پرته افغان ولس طالب نه مانه ؟
نو اوس چې افغانانو ته د طالبانو درواغ ، د لوبو په ميدانونو او عامو محضرونو کې اعدامونه ، د لاسونو او پښو پرې کول ، سنګسارونه ، د افغان او اسلام ضد ځان مرګی بريدونه ، په جوماتونو کې چاودنې او د وطن پالونکو ملايانو وحشيانه وژنې ، د ښونځيو سوځول ، د قير سرکونو په بل مخ اړول ، د اوبو د بندونو د نړولو هڅې او تر ټولو زياته د پنجاب سره نوکري ، د مکې پر خای مسکو ته سجده مالومه شوه ، څنګه طالبی واکمنی پر خلکو منلای شئ ؟
طالب اوس بيا درواغ وايي . کله چې طالبان وايي : « مونږ تغير کړی دی » درواغ وايي . طالب پرون هم طالب وو ، نن هم طالب دی . د پخوا په څېر د طالب د واکمنی په سيمو کې ښوونځی نه شته . ښځې سنګسار کيږي ، په کيبلونو، کوتکو او درو خلک وهل کيږي . پخوا مو هم پنجاب بادار وو اوس مو هم بادار پنجاب دی . پخوا هم د نورو د لاس آله واست او اوس هم د نورو د لاس آله ياست . پاکستان ، ايران ، او روس چې زمونږ د هيواد سره ښه نيت نه لري ، ستاسو ملاتړي او دوستان دی . پرون هم له درو تروريست پلوه هيوادو چا په رسميت نه پيژندلی ، نن هم هماغه هيوادونه ورسره د افغانستان دوه نور بدخواه ايران او روسيه ستاسو ملاتړي دي . کوم ښه او د افغان او افغانستان په ګټه تغير په تاسو کې راغلی دی ؟ طالب پرونۍ درواغجن ، نننۍ درواغجن دی .
طالب په خپلو خوبونو کې غرق درواغ وايي چې مونږ واک نه انحصاروو. خو د انتخاباتو او پارلمان پر ځای د علماؤ د شورا خبره کوي . د واک انحصار تور وي که سپين ؟
که تاسو درواغ نه واياست او که تاسو د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی لری ، راشئ د اشرف غنی سره انتخاباتو ته ودريږئ ! له نېکه مرغه نور د زور د حکومتونو وخت تېر دی . « په زور کلی نه شی » . زور او جهل پريږدئ !
مونږ پوهيږو چې تاسو ته ارګ له جوماته او چوکۍ تر ممبره زيات او له پرتلې پورته اهميت لري ، خو افغان ولس ارګ ته تګ په انتخاباتو پورې تړلی دی . نو څنګه طالب جانه بيا د خلکو اراده د پخوا په شان په هېڅ نيسۍ ؟ او که انتخابات منۍ ؟ که انتخابات منۍ نو راشئ کانديد شئ ! د افغانستان د دښمنانو لمنې پريږدئ !
تر تاسو د مخه دلته د دين سوداګر په شرمو شرميدلی دي . دلته اوس ملت بيدار شوی دی . د انترنت نسل ، د اړيکو، علم او عصري تکنالوژۍ نسل د منځنيو پيړيو متحجر، پمن او جاهل طالب نه مني . د زمانې له غوښتنو سره ځانونه عيار کړئ !
د پردو او دښمنانو لمسون مه منئ ! مسکو ، اسلام آباد او تهران ته منډې پريږدئ !
دا ټول زمونږ د خلکو او وياړلی هيواد دښمنان دي . د خپلو خلکو بې ځايه وژنې ودروئ ! د عقل غږ ته غوږ شئ ! له خدايه وويريږئ ! له وحشت او دهشته لاس واخلئ ! خپلو کليو ، کورونو او جوماتونو ته راستانه شئ ! د خپل هيواد د ننه د خپلو خلکو په منځ کې د نورو په څېر ژوند پيل کړئ ! نور خپل هيواد د پردو په لمسون مه ورانوئ !
فاعتبرو يا اولی الابصار