طالب له کومه شرمه ځان خلاص کړي ؟

حکيم روان

دا مطلب د مخه په فسبوک خپور شوی دی خو د کمو اضافاتو سره يې د خپلو نيمګړو ليکنو مينه والو ته د بيا لوستلو د پاره وړاندې کوم !

* دا چې د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق ځان د طالبانو د تحريک مؤسس او د طالبانو معنوي پلار باله او د طالبانو د تحريک لوړپوړي کسان د دې تروريستی مدرسې طالبان ( چړيان ) وو له دې شرمه طالبان څنګه ځانونه خلاصولای شی ؟
* دا چې د ۱۹۹۴ کال د نومبر په ۴ نېټه کله چې جهادی چورګرو د پاکستان ۳۰ لارۍ مال التجاره چې منځنئ آسيا ته د سپين بولدک او قندهار له خوا په لار وې ، برمته کړې او ۲۰ کسان په دې ترڅ کې ووژل شول ، آيا طالبان د لومړي ځل له پاره ، ددې لاريو د خلاصون له پاره را ونه وتل ؟ له دغه تاريخی شرمه او په پاکستان پورې له تړلتوبه طالب جان څنګه ځان خلاصولای شی ؟
* طالبانو د خپلو همسنګرو مجاهدينو له قبضې څخه د پاکستانی لاريو د خلاصون له پاره د همدې کال د نومبر په پنځمه نېټه د مجاهدينو پر ضد بريد وکړ او د څلورو ورځو نښتو او ۵۰ کسانو د وژلو په پايله کې يې پاکستانۍ لارۍ خلاصې کړې او د کندهار په ښار يې هم قبضه وکړه . طالب جان دې شرم ته څه ځواب لري ؟
* د همدې کال د نوامبر په ۲۵ نېټه طالبان د کرنېل امام په مشری د هلمند د لشکرګاه ښار هم لاندې کوي . د کرنېل امام په فرمايش آی-اس-آی د ۱۹۹۵ کال د جنوری په لومړی نېټه ۳۰۰۰ طالبان له پښاوره د طالبانو د ليکو د تقويت له پاره را ليږي ، څو طالبان خپلو بريدونو او پرمختګ ته د کابل په لور دوام ورکړي . طالب جانه همداسې وه که نه ؟ نو بيا ته په کومو سترګو افغان حکومت ته مزدور وايي ؟
* ولې تاسو ته ګلبدين حکمتيار خپل نظامی او جنګی مرکز چارآسياب بيلې ټک او ټوکه تخليه کړ ؟ ځکه ګلبدين حکمتيار د آی-اس-آی سره تر تاسو هم پخوانۍ اړيکې درلودې ، د هغو اړيکو په پاس او د آی-اس-آی سره د مشترکو ګټو او پلانونو په خاطرسرزوري ګلبدين حکمتيار دوې پښې څلور کړې او تاسو ته يې د کابل پر خوا مخه خلاصه کړه داسې نه وه طاب جانه ؟ طالب جان فکر کوي چې آی-اس-آی ډېر ماهرانه کار کوي او د طالب نوکري نه افشاء کوي ، خو چړي نه پوهيږي چې لمر په دوو ګوتو نه پټيږي .
* عبدالعلی مزاری چې تاسو ته د سولې او مذاکراتو له پاره درغلی وو او تاسو د ۱۹۹۵ کال د مارچ په ۱۳ نيټه وواژه د کوم دين په حکم مو دا کار وکړ ؟ حتی که په جنګ کې مو نيولای وای ، تاسوله ديني لحاظه د هغه د وژلو حق درلود ؟ که تاسو د دين ، انسانی حقوقو او افغانی دود پر ځای د آی-اس-آی مجوز تر لاسه کړی وو ؟ دينی ، انسانی او افغانی ارزښتونو تاسو ته اهميت نه درلود ؟
* د همدې کال د اکتوبر په لسمه تاسو ۴۰۰ ټانکونه له کابله تاؤ کړل ، تاسو دومره ټانکونه او ټانکيستان له کومه کړل ؟ تاسو خو چړيان واست ، که ټانکيستان چړيان وو چيرې يې زده کړې کړي وې ؟ طالبه دا لمر څنګه پټوي ؟
* په يوولسم د اکتوبر مو د مجاهدينو په څېر کابل راکټباران کړ ، څه کابليان چې ستاسو له وروڼو جهادی جنايتکارانو پاتې وو هغه طالبی جنايتکارانو ووژل . په اوله ورځ مو ۳۵ کابليان ووژل او ۵۲ مو په وينو لت پت او زخميان کړل ، په بله ورځ مو ۳۹ د کابل مظلوم او مسلمان اوسيدونکی ووژل او ۱۴۰ مو ژوبل کړل . ووايه طالبه افغان ولس ته ستا قاتل او د مجاهد قاتل توپير څه دی ؟ ستا د اسلام او د مجاهد د اسلام تر منځ توپير څه دی ؟ تاسی مسلمانان نه ياست که مجاهدين ؟ چې د يوه او بل پر ضد مو جهاد وکړ او اوس دواړه د افغان حکومت پر ضد ( يو د ننه د غير مسؤل وسله وال ، مفسد او غاصب په څيره او بل له باندې د ملا او طالب په نوم ) د آی-اس-آی او سپاه پاسدارانو په لارښوونه او قومانده جهاد کوي ؟ تاسو چې هر څه ياست ، خو د افغانانو په نزد تاسو مسلمانان او افغانان نه ياست . ستاسو مسلمانی د وينو تويول دی ، د سرونو ريبل دی ، تاسو دواړه خونخواره او ساديستان ياست . تاسو دواړه د پردو او د افغانستان د خونی دښمنانو د آی-اس-آی او د ايران د سپاه قدس نوکران ياست ! داسې نه ده ؟ طالبه ! مونږ ستا د کوم شرم وژاړو ؟
* طالبانو ! تاسو چې له اولې ورځې دا ادعا کوله چې تاسو د حکومت کولو شوق نه لري او غواړی د کابل له نيولو وروسته واک د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وسپاري ولې مو په کندهار کې د ۱۹۹۶ کال د مارچ په شلمه د علماؤ شورا راوغوښته او په پټه مو د خپلو ادعاؤ پر خلاف ملا محمد عمر آخوند اميرالمؤمنين «وټاکه»؟
ولی مو اعليحضرت محمد ظاهرشاه د وعدې سره را ونه غوښت ؟ آيا خدای ( ج ) په خپل پاک قرآن کې نه دی ويلی چې : « مؤمنان بايد په خپلو وعدو وفا وکړي » ؟ که ستاسو خدای د مؤمنانو خدای نه دی ؟
او ولې مو د اميرالمؤمنين « ټاکنه » دوه اونۍ وځنډوله او د اپريل په ۴ نيټه مو اعلان کړه ؟ ولې مو د خدای او قرآن د امر خلاف وعده خلافی وکړه او ولی مو د خدای او قرآن د امر خلاف د خلکو سره درواغ وويل ؟ ستاسو د درواغو مسلمانی ، وعده خلافی ، درواغ او د آی-اس-آی سره تعلق خلکو ته مالوم شو، ځکه خو ستاسو د واکمنۍ د دړې وړې کيدو په موکه خلکو حتی امريکائيانو ته ښه راغلاست ووايه .
* طالبانو ! تاسو ته به جنت تر غيرته او ناموسه لوړ وي ، خو پښتون ته غيرت او ناموس له جنت نه زر چنده لوړ دی پښتون په جګه غاړه ، مرګ ، تاترې او دوزخ ته ځی ، خو په ټيټو سترګو ژوند او په بې غيرته پاچاهۍ باندې ميتيازې هم نه کوي . تاسو د افغانانو ښځې په عام محضر کې په کوتکو او کيبلونو ووهلې ، افغان ته ښځه او وطن ناموس دی او تاسو دواړو ته په سپکه سترګه وکتل . آيا تاسو افغانان او پښتانه ياست ؟ پوهيږي او کنه چې افغانان د پنجاب د داؤسۍ او بی غيرتۍ دين نه مني . پنجاب د دين سره کار نه شته ، خپله د هيرا مندوي دې بند کړي . تاسو بيا د افغانيت او پښتونوالی خبرې هم کوی ، شرم وکړئ ! که له خدايه نه شرميږی له خلکو او انسانانو وشرميږئ !
* د طالبانو مور بی نظير بهوټو په ډاګه وويل چې : « د طالبانو پروژه د انګريز طرحه وه ، سعودي يې مالی ملاتړ وکړ ، امريکا هم ورته سر وښوراوه او پاکستان يې اجرايې مسؤليت په غاړه واخيست . اوس لازمه نه ده چې امريکا د طالبانو په ګناه يواځې پاکستان ملامت کړي . » د شرم د پاسه شرم ! طالبانو ، که د حياء په نوم څه پيژنۍ خولې مو بندې کړئ ! او کله چې د مزدور نوم اخيستل کيږي تاسو بايد اور واخلئ ! خو افغان ملت پوهيږي چې له تاسو نه افغانی غيرت په پنجاب کې پاتې شوی دی ، خو اسلامی غيرت هم نه لرئ .
* اوس بيا د طالبانو په نيتونو او ذهنونو کې خدای غائب دی . په زړونو يې د واک هوس او د دنيا تندې پنجې ښخې کړي دي . طالبان امريکائيانو او نړيوالو ته وايي چې دوی د پرون بی لکيو طالبان نه دي . دوی تغير کړی دی . آيا انتحاری بريدونو ته مو د مدينې د اسلامی فتوا ، د جاګارتا د اسلامی فتوا او د کابل د اسلامی فتوا مطابق ناروا وويل ؟ کله او چېرته ؟ ولې درواغ واياست؟ ولې ستاسو د بدمرغه واکمنۍ لاندې سيمو کې همدا نن او هره ورځ انسانی او اسلامی ضد جنايات ستاسو په ککړو لاسو ادامه لري ؟ هماغه صحرايي محاکمې ، هماغه دورې ، سنګسارونه هماغه کوتک او کيبلونه او هماغه طالبان ! تغير !؟ کوم تغير ؟
ولې درواغ واياست چې تاسو د امريکائيانو او خارجی عسکرو سره جنګيږئ ؟ په داسې حال کې چې د شمېرنو له مخې د څلورو کالو جګړو په جريان کې يواځې ۶۷ کسه خارجيان او ۴۵۰۰۰ کسه د افغانستان سربازان وژل شوي دي
چيرې دی ستاسو د افغان ضد او مسلمان ضد پليدې جګړې مشروعيت ؟
ولې مو خولې له اوبو ډکې وې کله چې بادار مو شاه محمود قريشی د هند د بريد په اړه د افغان د سولې بهير وګواښه ؟
ولې مو له تاريخی او سرلوړي افغانستانه د تروريستی پاکستان له پاره د هند پر ضد مورچل جوړ کړی دی ؟ ولې ؟ څنګه پاکستانی واکمن وايي چې طالبان مو د مذاکراتو ميز ته راکش کړل ؟ او ولې ستاسو د راکشولو مليونی او ملياردي باج پاکستان آخلی؟ او ولی ستاسو د راکشولو په خاطر بايد پاکستانی جلادان له امريکايي وحشی ترامپه د بلوچستان د مسلمان ملت د تباهی مجوز واخلی ؟ طالبه ستا جګړه ، ستا په لاس د افغان د وينو رودونه د کشمير په سودا کې ځي. نو دا ته څنګه افغان يې ؟ طالبه که ته افغان وي او د مذاکراتو ميز ته راتګ دې ملياردونه ارزش ولري ، نو دا ملياردونه ولی د افغانستان پر ځای پاکستان آخلی ؟
وايي خبرې ډيرې دی او سر يې يو دی . شرمونه مو ډير دی ، خو تر ټولو لوی شرم مو دادی چې طالبان ياست !
طالبانو ! تاسو واياست چې مرګ او ژوند د خدای په حکم او د تقدير پر بناء دی . نو بيا ولی د افغانانو د بلنو سره سره اسلام برباد ، مسکو او تهران ته منډې وهی او خپل سرلوړی هيواد افغانستان او خپل ښايسته کابل ته نه راځئ ؟ او د خپلو وروڼو سره جوړه نه کوې ؟ که مونږافغانان سره يو شو ، سوله تأمين شی په يوه خوله او يوه ځواکمن غږ به پر خارجی لښکرو غږ وکړو چې زمونږ هيواد پريږدي او خپلو هيوادونو ته ستون شئ ، بيلې ستونزو به زمونږ هيواد پرپږدي .
پوه شئ چې ستاسو او د آی-اس-آی شريک بريد پر مجاهدينو او د امريکا او مجاهدينو شريک بريد په طالبانو د داخلي نفاق پايله وه .
نور د خپل ملت تراژيدۍ او ماتم ته د پای ټکئ کيږدئ او له پردو لاس واخلئ ! افغانيت او اسلاميت ته راوګرځئ ! د خارجی دولتونو او حکومتونو سره يواځې او يواځې افغان دولت او افغان حکومت د خبرو آترو او اړيکو د جوړولو انحصاری حق لری ، نه ډلې ، ګوندونه او غير دولتی کړئ ! پای

 

Comments are closed.