په جرمني کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر ، منظور پښت‎

په جرمني کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر ، منظور پښتين او نورو فعالينو د خوشي کولو لاريون :

ليکنه ــ اميرګران

په پيښور کي د PTM د مشرمنظورپښتين او د خوځښت د نورو فعالينو له غيرقانوني نيولو او بيا په زندان کي له بندي کولو وروسته په پاکستان ، افغانستان او د نړۍ په 23 هيوادو کي 730 لاريونونه شوي او د لاريونونو لړۍ به ترهغه وخته روانه وي ترڅو منظورپښتين او د غورځنګ ټول فعالين خوشي او هم د دوي قانوني ، حقوقي او انساني غوښتني ومنل شي ، د ديره اسماعيل خان له زندان څخه په ضمانت د منظورپښتين د خوشي کولو غوښتنه رد شوه ،

د پښتنو د مدني ــ سياسي خوځښت د رهبرانو او ډيرو نورو سياسي او ولسي فعالينو نيول د پاکستاني پوځي حاکم اشرافيت او استخباراتو ( ISI , IB , MI ) لخوا د ظلم ، زورزياتي او غيرانساني کړنو يو ښکاره مثال دي ، په پاکستان کي د پوځي ديکتاتورانو او د دوي د پراکسي کړيو لخوا په پښتنو ، بلوڅو او نورو قومونو باندي ظلمونه او د دوي د طبيعي حقونو غصبول به حالت نور هم خراب او کړکيچن کړي ، په پښتنو دا ډول فشارونه او زورزياتي به زيات شي ، وبه ځپل شي ولي تسليم به نه شي او هم د خپلو قانوني غوښتنو د لاس ته راوړلو او ژغورني لپاره به لا پياوړي ګامونه واخلي ، د پاکستان په لنډ 73 کلن تاريخ کي ياني د دغه هيواد له مصنوعي جوړښت 1947 م راپديخوا ، پاکستاني حاکم استبلشمنټ له پښتنو او نورو ليږکيو او مظلومو قومونو سره غيرانساني او ناوړه چلند کړي ، د دوي په طبيعي زيرمو ئي خيټه اچولي او له خپلو انساني حقونو ئي بي برخي ساتلي ، د پښتنو ستر او مبارز شخصيتونه او رهبران ئي زندانونو ته اچولي ، پښتانه لوټــل شوي ، وژل شوي او جـــبــرآ وطن پريښودو ته اړ شوي ، پر پښـــتــنو دا ناتار له 11/9 حادثي وروسته چي په 2001 م کي واقع شوه لا زيات او نوي بُعدونه ئي پيدا کړل ، په 80 ميلادي لسيزه کي په افغانستان کي د ” جـــهـــاد ” په نوم پروژه چي د تنظيمونو ، طالبانو او اوس مهال د داعش په نومونو رواني دي ، موخي ئي د ډيورند د تحميلي کرښي شاوخوا د پاکستان د سوق الجيشي استحکاماتو او ستراتيژيک عمق د پراختيا لپاره ده ، دا د ديکتاتور ضياء الحق او چارلي ويلسن د جهاد پروژي دي ،

چارلي ويلسن يوځل په 1980 م کال 30 مليونه امريکائي ډالر او بيا په 1986 م کي 630 مليونه امريکائي ډالر د مجاهدينو پروژي ته بودجه برابره کړه ، د عوامي نيشنل پارټي پياوړي او دروند مشر ارواشاد خان عبدالولي خان ماته په يوه ملاقات کي د ستر مشر پاچاخان خبره تکرار کړه چي ويلي ئي ول ” په افغانستان کي جګړه جهاد نه بلکه فساد ده ” د دغو پروژو د عملي کولو لپاره له امريکا سره د پاکستاني مزدور حاکم اشرافيت مرستي او د جيوپوليټکي اوږد مهاله اهدافو لپاره زمينه برابره ول د دي باعث شول چي د پاکستان فاشيستي پوځ په قبايلي سيمو کي خپل د يو لک په شاوخوا کي په سلګونو زره پښتانه ووژني ، کورونه او کلي ئي وران ويجاړ کړي ، بازارونه ئي وسوځوي ، د سيمي د خلکو د رپوټونو په اساس 80 زره ځوانان او بي ګناه خلک مړه شوي ، د 30 زرو په شاوخوا کي ورک دي ، د پوځ ، مليشو او د دوي د ګووډ طالبانو لخوا اوس هم Target Killings يا هدفي وژني په بي رحمۍ دوام لري ، جبري نيوني ، د خلکو بي درکه کيدل او د ماوراي عدالت Extra Judiciary قتلونه پاي ته نه دي رسيدلي ، که ووايو چي نژادي ، اقتصادي او کلتوري جينوسايد روان ده بي ځايه به نه وي ، د پاکستان پوځي جزوتامونه د امريکا په گرين سيگنال د ضرب عضب او اوس د ردالفساد عمليات شروع کړل او وتوانيدل چي قبايلي پټاره لاندي او خپل مورچلونه د خپلو جيوستراتيژيکو اهدافو لپاره مستحکم کړي او له دغو مورچلونو په افغانستان ، کشمير او سيمه کي خپلو تروريستي فعاليتونو ته دوام ورکړي ، او په لکونو د وزيريستان نارينه ، ښځينه ، ماشومان او سپين ږيري IDP يا غيرسکنه کړي ، له دوي سره ئي هرډول ظلم او وحشت وکړ او ادامه لري ،

د ظلم او وحشت پايله دا شوه چي ځپل شوي او سوځيدلي پښتانه په زخمي او دربدرۍ حالت کي د خپلو طبيعي او

قانوني حقوقو د اعادي ، سولي او باعزته ژوند کولو Live with dignity لپاره چــــــــــيــغــه پورته کړي ،

د دغه ستر او شريفانه نوښـــــــت مـــخــکښــــان بي له شکه منظورپښتين ، علي وزير ، محسن داوړ او نور دي ، منظور پښتين د حق او عدالت غوښتني چيغه لومړي د ” مسيد تحفظ موومنټ ” په نامه په 2014م کال له وزيريستانه را شروع کړه ، چي په پراخه کچه ئي ملاتړ وشو بيا ئي نوموړي خوځښت د پښتون تحفظ موومنټ PTM چي د پښتنو د تاريخي ـ ولسي حرکت ظهور او يو مدني ـ سياسي خوځښت دي په نوم ياد کړ ، بايد زياته شي چي د PTM غورځنګ په 2018 م کي د فبروري په مياشت کي د لومړي ځل لپاره په اسلام اباد کي د لسو ورځو لاريون وکړ له دغه لاريون څخه د پاکستان اکثريت سياسي او مذهبي ګوندونو ملاتړ وکړ او رهبرانو ئي د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورني د غورځنګ د حقوقي او قانوني مطالباتو کلک حمايت اعلان کړ او وروسته له لسو ورځو د مسلم ليګ ـ نواز ګوند حکومت د شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د دوي د غوښتنو د پوره کولو وعده ورکړه چي تر اوسه نه دي عملي شوي ، د توجه وړ ده چي د منظورپښتين په مشرۍ د پ ټ ام په مدني ـ سياسي خوځښت باندي

په بي ساري ډول لـــــــراو بـــــــر او په ټوله نړۍ کي افغانان / پښتانه را ټول او د دوي د حقوقو د احيا لپاره لاريونونه او مبارزه کوي ، له پښتنو سره د ظلم او زورزياتي دوام او د دوي د غوښتنو غږ نه اوريدل اوس پاکستاني فاشيستي پوځ او استبلشمنټ له واقعي ګواښ او چلنج سره مخامخ کړي دا ګواښ ساده او لنډمهاله نه دي دا د پاکستان بقا ګواښي او د دغه ميليوني خوځښت مخنيوي ستونزمن بريشي ، د پښتونخوا د سياسي شنونکو او تينک ټانک له نظره

له پښتنو سره د پوځ ښکيلتيا به پاکستان او پوځ منزوي کړي خو پښتنو زرګونه کلونه پر دي خاوره ژوند کړي ، انګريزي امپريل ښکيلاک او نورو زبرځواکونو سره ډغري وهلي چي ژوندي پاتي شي او همداسي به ژوندي او سرلوړي پاتي کيږي خو پاکستاني پوځي استبلشمنټ ، استخبارات او په مجموع کي پاکستان به د زوال په لور روان وي ، پاکستان نه وو او نه به وي خو افغانان / پښتانه وو او په همدي خاوره به پاتي وي ،

د PTM ځوان او سرورکونکي رهبر منظورپښتين ئي ولــــــــــــي ونيو :

۱ــ د پښتون ژغورني د غورځنګ لخوا په 12 د جنوري د مياشتي يوه پراخه او تاريخي جلسه جوړه شوي وه او منظورپښتين د پخوانيو غوښتنو ترڅنګ د پښتنو د يووالي او اتحاد ، د پښتنو په سيمو او افغانستان کي د جګړي د پاي ته رسيدو او د ژوند سخت او ستونزمن وضعيت په تړاو د پښتنو د لوئي جرګي د رابللو وړانديز کړي وو چي د پاکستان دولتي اداري له هغي جملي پوځ دا نه غواړي ،

۲ــ د وزيريستان د اتمانزيو د قبيلو پرلتونه چي د ړنګ شويو کورونو ، بازارونو او جايدادونو … د معاوضي لپاره ترتيب شوي او پوځ ئي نه مني ،

۳ــ پخوانۍ 5 غوښتني او د Truth and National Reconciliation Commission  د تشکيل چي تر اوسه نه دي عمل شوي ،

د پورتنيو غوښتنو خصوصآ د لوئي جرګي د رابللو د منظورپښتين د نيولو دلايل ياد شوي ،

دا هغه خبري وي چي ما د منظورپشتين په ملاتړ مظاهري کي چي په فرانکفورت کي د پاکستان د قونسلګرۍ په مخ کي ترتيب شوي وه کولي خو د زياتو ويناوالو د شتون له امله زما بيانيه هم لنډه وه ،

په پاي کي د پاکستان له پوځي ـ ملکي واکمنو څخه کلکه غوښتنه کوو چي منظورپښتين او د غورځنګ ټول فعالان ډير ژر خوشي او د دوي قانوني ـ حقوقي مطالبات ومنل شي .

 

Comments are closed.