د خواخوږی پيغام
استاد بازمحمد ساپي د ژوند له کاروان سره مخه ښه وکړه
لا د ښوونځي د لومړنيو ټولګيو زده کوونکی وم چې په کونړ کې د واليبال د نامتو لوبغاړي (شوټر بازمحمد څوکيوال) له نامه سره اشنا وم، هغه وخت د بازمحمد د واليبال شوټ داسې افسانه وه چې زموږ همزولو به د واليبال په لوبه کې د توپ زورور ګوزار د بازمحمد له نامه سره تاړه او په هره توده جزباتي څپه کې به يې دا ناره کوله چې « وله بازه !».
په دې ډول د باز (استاد بازمحمد) د ژوند افسانه دده له کور او کلي، څوکۍ ولسوالۍ او کونړ ولايت څخه راپيل شوه چې ورپسې بيا د افغانستان د اولمپيک د واليبال د ملي ټيم غړی شو، لوړې زده کړې يې هم په سپورت او بدني روزنه کې پوره کړې او په هوايې پوهنتون کې يې د سپورت او بدني روزنې د استادۍ خدمتونه وکړل. Continue reading