شماره تازه(شماره دهم سال سوم/شماره مسلسل سی وچهارم)ماهنامه حقیقت زمان ارگان نشراتی حزب ملی ترقی مردم افغانستان از چاپ برآمد.دراین شماره میتوانید مطالب جالب وارزنده سیاسی ،اجتماعی وفرهنگی را بخوانش بگیرید این ماهنامه را از انتشارات بیهقی و از دفاترحزبی حزب ملی ترقی مردم افغانستان درمرکز و ولایات بدست آورده میتوانید.همچنان فایل پی دی اف این ماهنامه در لینک ذیل قابل دانلود میباشد:
Category Archives: فرهنګي
شعر
په یووالی کې قوه ده
ژوندی حــــــرکــــت وکــــړه چــی بـــدلــــه زمـانـــه ده
او پـــاتـه ځـنې نــــه شــې دا روانــــــه قـافــلـــه ده
چې لویـږې بیا جګــېږه مخ په وړانـــدې حـرکــت کــړه
قــوي انســان هــغـه دی چـــې ئې ټـیـنګـــه اراده ده
نن پام کړه د پـرون غوښتنې نــــــورې زړې ښــکاري
ځــان نوی کـړه افـغــانـه د ژوندون نوې خواسته ده
د سولې په لـور درومه د مشکل ګــریوان کړه څــیرې
واحـــد شه ســره یـوشـــــه چې یــووالي کې قــوه ده
پرمخ ځه وړاندې ګــوره په شاتـګ کې ګــټـــه نشـــته
بـدل ویــنم ځـــواکــــونــه نـــوې رنګ مــبـارزه ده
هدف چې ژوندکې نه وی هغه ژوند خوشې عبث وي
په مړو کې ئې شمیره چې ئې زړه کې مړه اسره ده
مأیوس نه شې هیڅکله (غفوری) متانت غواړي
د ســتر مـرام لــپاره ضرور ســتره حوصله ده
شعر
زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم
ډیر ظلمونه، استـــبداد او نا کــــردې په ما وکـــول نامـــردې زمــــــــانې
په غمونو کې پیدا سختو کې لوی شـوم په زحمت کې تـــیروم لا ورځـې، شپې
په سړو او په ګرمو او شکــنجو کـــی فلک وکړې په ما ډیرې تجـــــــربې
لا هــــنوز که د ثبات امــتحان اخلی؟ ور پــه ګـوته بـه کـــړم نورې نــښا نې
پریږده پریږده چی ارمان ئی پاته نشی هــره خـوا دې را تـــه بلې کــړي لمبې
زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم څوک چی څه کوی هغه د کړی نخری!
خیر که ته ئی رانه بیله زې تنها کړم
را ســره دی ســتا د مینی خاطـرې
5.06.1982
بلغاریاــ صوفیه
معرفی کتاب:(هگل،هوسرل ،هاید گر وپدیدارشناسی) اثر پوهاند داکترمحمدداوود راوش
از نویسنده این اثر درگذشته کتابهای تحت عنواین افغانستان دومین مرکز تمدن بوداییان جهان،اندیشه های هستی،شناخت شانیک ناصرخسرو،فلسفه معاصرغرب(کتاب درسی) و ….به نشر رسیده است.همچنان بیش از هفتادمقاله در مجلات پوهنتون کابل،اکادمی علوم و نشرات معتبرعلمی برون مرزی زیورچاپ یافته است.
کتاب هگل،هوسرل،هایدگر وپدیدارشناسی که به تازه گی ها از چاپ برآمده سیری از افکار سه فیلسوف بزرگ را به بررسی گرفته که بیشترینه تمرکز آن در باب اندیشه های پدیدار شناسانه در دهه های پسین قرن بیستم در فلسفه،فیلسوف بنام قرن مارتین هایدگر میباشد.
کتاب دارای (۳۶۶ ) صفحه و(۵) فصل بوده باقطع وصفحه ارایی زیبا درمطابع معتبرایران به چاپ رسیده است.اثرمذکور به صفت کتاب ممد درسی در مضمون فلسفه معاصر غرب مورد استفاده دانشجویان بوده وسایرعلاقمندان نیز ازآن مستفید میگردند.
قابل تذکار است که در رسانه های کشور برنامه های ویژه رونمایی آثار محترم پوهاند داکترمحمد داوود راوش استادکرسی فلسفه معاصر پوهنتون کابل نیزصورت پذیرفته، که مورد توجه علاقمندان فکر وفلسفه بوده است.
دا وطن یې د بچیانو همت ساتی
د ځوانۍ مې بهارونه راغلل تیر شول
په وطن مې خزانونه راغلل تیر شول
زموږ خاوره د جنګونو لابراتوارشوه
رنګارنګ پرې یرغلونه راغلل تیر شول
له زخمونو د قربان شمه وطنه
په تا ډیر عظیم دردونه راغلل تیر شول
ستا د ویش ارمان به ګورته سره یوسي
د دښمنو لښکرونه راغلل تیر شول
دا وطن یې د بچیانو همت ساتي
د ویشلو یې پلانونه راغلل تیر شول
اې لار ورکو د آرمان درنو ملګرو
لمر راخیژی ما ښامونه راغلل تیر شول
حوصله د لاسه ورنکړې افغانه
د تاریخ د غم موجونه راغلل تیر شول
نورمحمد غفوری