اعلاميه دارالانشای شورای مرکزی حزب ملی ترقی وطن

بسم الله الرحمن الرحیم

اعلامیه دارالانشای شورای مرکزی حزب ملی ترقی وطن

۲۲سرطان ۱۳۹۴

شهر کابل

در باره مذاکرات صلح با طالبان!

نشست هیئات حکومت وحدت ملی افغانستان با طالبان در پاکستان وآغاز مذاکرات میان طرفین  و تعهد آنها مبتنی بر ادامه مذاکرات و تبدیل آن به روند بین الافغانی، اتباع تشنه به صلح مارا  به تامین داعیه  صلح و امنیت بیشتر ازپیش در کشور امیدوار ساخته است.

حزب ملی ترقی وطن در حالیکه در اصول  از آغاز مذاکرات و حل اختلافات موجود میان دو طرف از راه مذاکرات و تداوم آن حمایت مینماید ازسوی دیګر  بر تامین صلح عادلانه و فضای امن در کشور ،همکاری های منطقوی و بین المللی تاکید می نماید وبه پذیرش ارزشهای دموکراتیک قانون اساسی توسط تمام جوانب درگیر بخصوص قبول  مشارکت فعال زنان در حیات سیاسی،اقتصادی،اجتماعی ، فرهنگی ،توسعه آزادی ،حقوق مدنی ،تامین عدالت اجتماعی وبلند بردن توانایی های  امنیتی و دفاعی کشور متناسب به شرایط منطقه یی ، و در گام نخست تامین آتش بس بدون قید و شرط را، از موارد ضروری و اجتناب ناپذیر می داند که می تواند صلح پایدار و تحکیم امنیت را  در کشور ممد واقع ګردد .

قابل ذکر است که ، انعطاف در مواضع دولت و طالبان از دیدګاه حزب ملی ترقی وطن  یک گام مثبت تلقی و راه را برای تداوم مذاکرات و مصالحه فراهم مینمایدو با اتخاذ موقف واحد، به فضای غبار آلود در این زمینه پایان میبخشد.

ما ازحکومت وحدت ملی می خواهیم  تا با توجه به تاریخ مناسبات گذشته پیچیده افغانستان و پاکستان از هوشیاری  و خرد سیاسی استفاده نموده وبه خاطر رسیدن به این داعیه ملی از فرصتهای لازم استفاده اعظمی بعمل ارند .

و من الله التوفیق

 

د وطن د ترقی ملی ګوند د دارالانشاء د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دوطن دترقی ملی ګوند

ددارالانشا

د غم شریکی او تسلیت پیغام

 

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواددسیاسی نهضت ځلانده ستوری ،تاریخی شخصیت ، دوطن دنا خوالو ،بی عدالتیو په وړاندی ،متین اونه ستړی کیدونکی مبارز دوطن دترقی ملی ګوند فعاله ،با دسپلینه سازمان ورکونکی او دخپل تخلص سره سم وفادار غړی ووچی دخپل ګران ژوند دځوانی ښی ورځی داستبداد او ټولنیزو بی عدالتیو پر ضد دمبارزی په لاره کی تیری کړی اوخپلی وروستی سلګی هم ددی لاری سره یو ځای کړی دتل لپاره په خپل ابدی خوب ویده شو .انجینر ګلرحمن وفا یوه تکړه مسلکی ماهر، د هېواد د پرمختګ او سمسورتیا د لارې نه ستړی کیدونکی مبارز او د وطن ترقی ملی ګوند د لوړو مرامی اهدافو د تحقق  د لارې غښتلی لاروی له دې فانی نړۍ څخه سترګې پټې کړې.. دوطن دترقی ملی ګوند غړی اودهیواد ټول وطندوستان به دملګری وفا دغه لوړ شخصیت هیڅکله له یاده ونه باسی اودتل لپاره به دده دویاړه ډکی لاری لارویان اوسی او ګام په ګام به یی دټولو قربانیو په منلو سره تعقیبوی او پر مخ به ځی ،دملګری وفا مړینه دوطن دترقی ملی ګوند ، دسیاسی نهضت او داروپایی سازمان اوپه ځانګړی توګه دبریتانیا سازمان لپاره درنه ضایعه بولی او ددی ګوند ټول غړی ، اجرائیه شورا ،دارالانشا او شخصا دګوند رئیس ، دخوږملګر ی مرحوم وفا درنی کورنی ته تسلیت وړاندی کوی او ده ته دبرین جنت ارزو کوی دمرحوم وفا روح دی تل ښاد وی.

     انالله و انا الیه راجعون  

             مرحوم ګل رحمان وفا د جون د میاشتي په ۱۹ مه نیټه د جمعي د ورځې د ماسپښین په ۳ بجو د لندن ښار د کوینز الیزابت په ښارکی د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپیښه شوی وه  د ۶۴ کلونو په عمر وفات شو . ارواښادوفا د خوست ولایت د متون په کلي کې دنیا ته سترګې غړولي او لمړنی زده کړي ئی د غرښت په ابتدایه  ښوونځې کې سرته رسولی وی  . هغه د بریښنا په رشته کې د خوست په میخانیکي لیسه او هم نورو تعلیمي موسسو ،  او په کابل کې یي د ټولنیزو او سیاسي علومو په انستیتیوت کې هم زده کړي وی . مرحوم کل رحمان وفا په ۱۳۵۷ کال کې د بلخ ولایت د کود او برینښا د رئیس په توګه او له هغې وروسته د کابل ښار د سب سټشنونو د لوي امر په توګه دندي سرته رسولي دی . ارواښاد وفا د افغانستان څخه د وتلو په وخت کې د بریښنا موسسي د مرستیالی په دنده بوخت ؤ . مرحوم وفا په ۱۳۴۷ کال کې ګوندي فعالیتونه پیل کړي ، هغه د پخوانې ډموکراتیک خلک ګوند د بلخ د ولایتي کمیټي غړی او هم د بريښنا وزارت د لمړنې سازمان منشي پاتې شوی دی . هغه د افغانستان د ملي ګوند په جوړولو کې زیاتې هڅې کړي او د وطن د ترقۍ د ملي ګوند د برتانیا د شورا او د هغه ګوند د اروپا د شورا غړی ؤ . برسیره پردي ارواښاد وفا په برتانیا کې د افغانانو د مشورتې بورد مالي مسول هم پاتې شوی دی. مرحوم وفا  په ۱۳۷۳ کال کې وطن پریښودو ته اړ او برتانیا ته کډوال شو  ، مرحوم وفا په لندن  کی د افغاني ټولني په ټولو سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده . هغه په افغانانو او انسانیت ډیر مهربانه وو ، میلمه پاله او مرستندویه انسان ؤ . هغه دوه ودونه کړي وه ۴ زامن او ۲ لوڼې لري . د هغه ناببره مړینه د افغانستان روڼ اندي نهضت او د وطن د ترقۍ ملي ګوند ته لویه ضایعه ده .                              

 روح دي تل ښاد وي                      

 

 

عبدالحی مالک

دوطن دترقی ملی گوند رئیس

کرزی او خبرياله اکسانا بويکه

د روسيې د RUSSIA TODAY   تلويزوني کانال د نړيوالو او سيمه ايزو روانوحالاتو په باب د افغانستان د مخکني جمهور ريئس ښاغلي حامد کرزي سره مرکه کړې ده چې بشپړ متن يې د لوستونکو د پاملرنې وړ دی.

ژباړونکی: شېرحسن حسن

 

د RUSSIA TODAY خبرياله اکسانا بويکه :   

د اضدادو پروګرام ته ښه راغلاست!

 افغانستان د امپراتوريو د هديرې په مستعار نوم خپل هويت رښتيانی کولې شي کنه، خو دغه هيواد تل د ځايي، سيمه ايزو او نړيوالو لوبغاړو د سيالۍ ډګر و. څه ډول به دغه هيواد د هغې سترې جيوپليتيکې لوبې څخه بريالی ووځې چې ددغه هيواد په جغرافيه کې روانه ده؟ موږ په دې باب د افغانستان د مخکني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره خبرې لرو.

ښاغلې کرزی ، لوی وياړ دی چې تاسې زموږ د پروګرام د مېلمبه پتوګه وينو!

حامد کرزي :

مننه، ددغو امکاناتو له کبله ډير خوښ يم!

خبرياله :

ښاغلی کرزی ، ځينو غربي خبري رسنيو څرګندوله چې تاسې د ولسمشر پتوګه په وروستيو کلونو کې له سياست څخه ستړي وئ او په خوښۍ د هغې ورځې په انتظار وئ  چې مسؤليت خپل ځايناستي ته پرېږدئ .خو د ولسمشر له چوکۍ څخه ستاسې تر ليرې کېدو وروسته تاسې ډير فعال ښکارئ، تېره مياشت تاسې هند ته سفر درلود او هلته مو له لومړي وزير  ښاغلي مودي سره وکتل، په دې مياشت کې تاسې پلان لرئ  چې روسيې ته راشئ او د يو لړ ليدنو کتنو په جمله کې له  ولسمشر پوتين سره هم وګورئ ، تاسې د پردې تر شا د افغانستان د چارو سموونکي ته ورته ياست، کوم هدف ته غواړئ ورسېږئ؟

حامد کرزي :

له بده مرغه دا رښتيا ده چې افغانستان د دوو پيړيو په اوږدو کې د سترې لوبې د پاليسۍ ډګر پاتې شوی دی، له دې درکه  هم پخپله دا هيواد او هم  شاوخوا سيمه له ډيرو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.  ستاسې خبره رښتيا ده، زه په ډيره بې صبرۍ  په انتظار وم چې د افغانستان د اساسي قانون سره سم د ولسمشر په توګه زما د کار دوره پای ته ورسيږي او عادي ژوند پيل کړم. زه سياست نه کوم  خو د يو افغان په توګه  غواړم خپل ټو ل وس او توان ددې سيمې د ارامۍ لپاره په کار واچوم . Continue reading

يوه بل سرتېری ميړنی او د ډګرونو اتل له ژند سره وداع وکړه

يوه بل سرتېری ميړنی او د ډګرونو اتل

 له ژوند سره وداع وکړه

د جون شلمه ۲۰۱۵ کال

 

تل به نه وي شګفته ګلزار د عمر ـ  نه به جوړ وی هميشه بازار د عمر

لکه سيند د آباسيند په غورزی درومی ـ هسی يون دی په تلوارتلوار دعمر

سرکشی لری تر هسې حده پورې  ـ  چې نيوئ نه شی هيڅوک مهار د عمر

په ساعت د سلو کالو ياری پرې کا ـ بی وفا په هسې رنګ دی يار د عمر

 

زمونږ د مورچلونو او غورځنګونو يار، د سنګرونو او رزمونو اتل د ايمان او آرمان له يارانو سره مخه ښه وکړه او د تلپاتې ابديت سره غاړه غړئ شو .

ګل رحمن « وفا » يادوو ، هغه د څيرو ګريوانونو ، پښو ابلو ببرسرو، خيرنو او په ژړاګانو او فريادونو د ستړو ماشومانو عاشق ، د بی اسرو ، بی شتو او بی هيلو افغانو کونډو او رنډو د اسويلو ترجمان يادوو. هغه چې د پرهر پرهر هيواد او ربړيدلی ولس نه د دفاع په سنګرونو کې يې د سود او زيان څخه بی خياله سر په ورغوی کې ګرځاوه . هغه « وفا » يادوو چې غوښتل يې تيارې په رڼا، نا اميدی په اميد ، ژړا په خندا او موسکا او زاړه زبيښلی دنيا په نوی غوړيدلی او بسيا نړۍ واړوی . هغه نر او ميړنئ يادوو چې د انسانيت او عدالت څخه د دفاع توغ يې تر وروستی دمه پر مځکه کښېنښود .

ګل رحمن « وفا » په بی ساری ميړانې سره خپله چټه ځوانی او ټول شته د لوړو انسانی آرمانونو د تحقق لارې ته وقف کړل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې د منځنيو پېړيو د جهالت تيارې تعقيب کړې او د ورسره مشعل د رڼا په پوپنا کوونکو وړانګو يې تری تم کړې . « وفا » د بيدار شئ ! را ويښ شئ ! راپاڅئ  ! په چيغو سره د پيړيو خوبولی را ويښ کړل او د انسان او انسانيت څخه د دفاع د سوبمنو پلتنو سره يې يو ځای کړل .

ګل رحمن « وفا » د لوړو انسانی فضائلو ، اخلاقو او سجاياؤ خاوند وو . د ټولنيزو بې عدالتيو د مختلفو ډولونو سره نا پخلاکيدونکی دښمن وو.

 په ګران هېواد افغانستان کې يې د روان ناورين په وړاندې خپله کرکه او غوسه نه شوای پټولای او لکه زمرئ به پر بی عدالتيو او قانون ماتونو بلوسيده.

ګل رحمن « وفا » د خپلو يارانو او خلکو په منځ کې ، مهرابانه ملګری ژمن دوست ، ملاتړۍ او غمشريک وو . د تقواء او پرهېزګارئ ، ايمان او باور هڅو او هاند ، ايثار او سرښندنې له پلوه نمونه او مثال وو .

ګل رحمن « وفا » د خوست ولايت په متون کې په يوه وطنپاله کورنۍ کې زيږيدلی ، لومړنی زده کړې يې د غرغښت په ليسه او د خوست په ميخانيکی ليسه کې تر سره کړی وې . « وفا » د برېښنا په رشته کې زده کړې کړی او په وياړلی کابل کې يې د ټولنيزو او سياسی علومو له انستيتوت څخه برئ ليک تر لاسه کړی دی .

مرحوم ګل رحمان « وفا » په ۱۳۵۷ کال کې د بلخ ولايت د کود او بريښنا د رئيس وروسته د کابل ښار د سب ستيشنونو د لوی آمر په توګه دندې سر ته رسولی دی . د ګران هېواد څخه د جلا کيدو او پرديسی ته د اوښتون په موکه د برېښنا مؤسسې د مرستيال په دنده بوخت وو .

مرحوم « وفا » د ۱۳۴۷ کال را په دې خوا سياسی هلې ځلی پيل کړی ، د پخوانی د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د بلخ د ولايتی کميټې غړی او د اوبو او برېښنا وزارت د لومړنی ګوندی سازمان د منشی په توګه پاتې شوی دئ .

« وفا » د افغانستان ملی ګوند په تأسيس ، غښتلتيا او پراختيا کې نه هېريدونکی ونډه درلوده او په بيساری ميړانه سره يې د دې ګوند د ټولنيز بنسټ د پراخيدو په لاره کې جوړوونکی هڅې او هاند وکړ. مرحوم « وفا » د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا او د دې ګوند د برتانيا د شورا غړی هم وو . برسېره پر دې ارواښاد « وفا » په برتانيا کې د افغانانو د مشورتی بورد مالی مسؤل هم پاتې شوی دئ . مرحوم « وفا » په پرديسی کې د هېواد سره تاوده مينه پاللی او ګاللی ده او په برتانيا کې يې د مهاجرو افغانانو په ټولو سياسی فرهنګی او ټولنيزو هڅو کې فعاله او آغيزمنه برخه لرلی ده .

 ارواښاد «وفا» د هېواد د نږدې څلوېښت کلن ناورين د ناوړه پېښو تر آغېز لاندې د خپل ولس په دردونو کړيدلی دی ، په ځانګړی توګه د هيواد د مليونونو مهاجرينو د ستونزو او کړاؤونو سره يې له نږدې اړيکې درلودې او تل د هېواد د راتلونکی په اړه انديښمن وو . 

خدای بښلی ګل رحمان « وفا » د روان کال د جون د مياشتې په ۱۹ نېټه د جمعې ورځې د ماسپيښين په ۱۵:۰۰ بجو د لندن د کوينز اليزابت په روغتون کې د ور پېښې شوی اوږدې ناروغۍ له امله د ۶۴ کالو په عمر له فانی نړئ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون .

د ارواښاد ګل رحمن « وفا » مړينه د هغه درنې کورنی ، د وطن د ترقی ملی ګوند او د هېواد د روڼ آندې نهضت له پاره نه جبران کيدونکی ضايعه بلل کيږی .

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا ددې درنی ضايعې له امله په درنښت سره  د خپلې بيساری خواشينۍ او تسليت تاوده مراتب د مرحوم «وفا » درنې کورنئ ، د وطن د ترقی ملی ګوند مشرتابه ډلې او ددې ګوند ټولو وطنپالونکو غړو ، د هيواد رون آندی نهضت او اتل افغان ولس ته وړاندې کوي او د مرحوم روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .

روح دې ښاد وی ، تل دې ياد وی .

 

 

دولتهای تروريست پرور با بازيهای آتومی

بی بی سی به نقل از چندین منبع گزارش داد که عربستان سعودی در طرح های سلاح های هسته ای پاکستان سرمایه گذاری کرده است.
در حالیکه این تلاش عربستان اغلب در چارچوب مقابله با برنامه هسته ای ایران مطرح بوده است ، اکنون این امکان وجود دارد که سعود
ی ها بتوانند به سرعت چنین سلاح هاییرا مستقر کنند….
یکی از تصمیم گیرندگان ارشد ناتو قبلا به بی بی سی گفته بود که وی اطلاعاتی را مشاهده کرده است که سلاح های هسته ای که از طرف عربستان در پاکستان ساخته شده اند اکنون آماده تحویل هستند.
آموس یادلین رئیس قبلی اطلاعات نظامی اسرائیل ماه گذشته در کنفرانسی در سویدن مدعی شد:”اگر ایران به بمب هسته ای دست پیدا کند ، سعودی ها یک ماه هم صبر نخواهند کرد. آنها قبلا پول بمب را پرداخت کرده اند. عربستانی ها به پاکستان می روند و آنچه می خواهند همراه با خود خواهند آورد.”