په افغانستان کي د مشروطېت لپاره مبارزه
( دليکنې د دغه لړۍ درېمه برخه)
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره مشروطه اول منزل است
——————————–…—-
د نولسمي پېړۍ څخه د شلمي پېړې تر پېل پوري په افغانستان کي د ملوک الطوايفۍ شکل بدلون وموندۍ، ځکه د امير شېرعلي خان په وخت کي د فيوډالي اقتصاد په بهير کي، تجارتي پانګه هم را منځته سوې وه او د هغې له څنګه د نوي فرهنګ او صنعت نښي هم ليدل کېدلې.
د سيد جمال الدين افغان او دامير شيرعلي خان اصلاحاتي پروګرامونه د اتلسوه دريشپېتم کاله نه تر اتلسوه دوه اويايم کاله پورې دوام وکړ. بېلگې ېې د “شمس النهار” دجريدې خپرول اود “حربيې ښوونځى” پرايستل وو. خو انګريزانو په بېرته پاتي هيوادونو کي د مشروطيت او ډموکراسئ سره سخته دښمني کوله او د هر ډول پوهي او پر مختګ پر ضد وه، ځکه يې نو پر افغانستان د دوهم ځل لپاره تېرى وکړاو په دې توګه يې دخپلو نورو اهدافو سره د مشروطه اصلاحاتو کمبله هم ټوله کړه.
خو د حبيب الله خان په وخت کي له ۱۹۰۱څخه تر ۱۹۱۸ پوري په افغانستان کي بېلا بېل ا اصلاحات بيا پېل سول، شخصي مدرسې، کتابتونونه او جريدې منځته راغلې. سربيره پر هغه څرنګه چي د امير عبدالرحمن په وخت کي د دولت مرکزيت او سر تا سري امنيت د کرني د اضافي محصولاتو تجارت پراخ کړۍ و ، نو يې په ملي کچ د تجارتي پانګي د منځته راتلو زمينه هم برابره کړې وه او تجارت نور هم مخ په وړاندي تلئ، نو په مرکز او ځىنو ښارونو کي داسي ډير کسان را پيدا سوي وه، چي خارجي اخبارونه په لاس ور تلل، هغه يې مطالعه کول او د بيلو ورځپاڼو مالو مات يې يو له بله مبادله کول. Continue reading
Category Archives: Uncategorized
د ډيورنډ تړون
د ډیورنډ تړون
له ټول افغان څخه
احمدالله رحماني
د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولي کرښه چي د ډیورنډ په نامه یادیږي ، د امیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په دوره کي د انګرېزانو له خوا پر افغانستان د پیسو او وسلو په بدل کي و تپل شوه . په تاریخي لحاظ ویلای شو چي د افغانستان هغه سیمي چي د ډیورنډ کرښي په ها خوا پرتې دي ، د امیر عبد الرحمن خان له خوا پر انګریزي هند وپلورل شولي . د ډیورنډ کرښه د یوي معاهدې پر بنسټ چي د انګرېزانو له خوا سر هینري مورټایمر ډیورنډ ترتیب کړې وه ، د افغان او انګرېز د ګډ کمیسیون له خوا کش سوه . د پولی ټکي له واخان نه د ایران تر پولي پوري د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کي په هر ۸۰ کیلومیتري کي و ټاکل شوي . د کرښي د کشولو پر وخت پام ونه شو چي کرښه کوم کلي ، بانډونه اوکورونه نیمایي کوي . د کرښي د کشولو پر وخت که به کومو کورونو یا کلیو نیوکي یا اعتراضونه کول ، د انګرېز او افغان وسله والو له خوا به وهل ، ټکول او هم وژل کېدل .
د امیر عبدالرحمن خان او سر هینري مورټایمر ډیورنډ تر مینځ د تړون متن په ددې ډول وو :
د افغانستان او هندوستان تر مینځ د پولي په اړه ځیني پوښتني را مینځ ته شوي دي . د افغانستان د امیر او د هندوستان د حکومت هیله ده چي دا پوښتني د پولي د ټینګېدو په موخه ددوستۍ په فضا کي حل شي . ددې لپاره چي په راتلونکي کي ددواړو دوستوحکومتونو تر مینځ د واک د سیمو په اړه نورد نظر اختلاف را مینځ ته نه شي ، پر لاندي تړون موافقه کیږي Continue reading
د ګندمک تړون
د ګندمک تړون
احمد الله رحماني
کوم وخت چي امیر شیر علي خان په مزار شریف کي وفات شو او پر ځای یې امیر
محمد یعقوب خان په کال ۱۸۷۹ کي د افغانستان د امیر په توګه وټاکل شو ، په دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ . د خیبر له لاري ، د کرمې (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري .
امیر محمد یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بندتېر کړی او په رواني ناروغي اخته شوی وو ، هماغه د پخوا فکر یې نه درلود . کوم وخت چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو ، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني »عایشې« زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور وو ، د ولیعهد په توګه و ټاکه . د ا کار د امیر محمد یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ . له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ . له بند نه تر خلاصیدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه .
کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ شو چي د انګریزانو سره سوله وکړي . دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته شوه . امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي ، لاسلیک کړ . دا تړون د افغانستان له خوا امیر محمد یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک کړه . د تړون متن په لاندي ډول وو Continue reading
ځوان شخصيت ، اراده او پرېکړې
ځوان شخصيت، اراده او پريکړي
دوهمه برخه – د بشر د پرمختگ نه چا گټه وکړه؟
په اروپا کي د رينسانس، “ريبرت” يا بېا زېږندي په مرحلې کې ډېر پرمختگونه راغلل، خود بشر …دغه پرمختګونه يوازي د غربي هيوادونو په نصيب وه ځکه، اروپايي استعمارچيانو، افريقا او اسيا هيوادونو ته د رينسانس د اغيزو د رسيدلو نه يوازي مخه ونيوله ، بلکي هغوي يې د رينسان په زور د نويو اوږدو سفر کونکو کښتيو او وسلو په مرسته تر خپل استعمار لاندي را وستل. د اسيا، په تيره بېا د افريقا زيات هيوادونه او د هغوي خلګ يې د نويو وسلو په زور نيول، مرېان کول او يا يې په نورو هيوادونو په تېره په امريکا کي پلورل.
استعمار چيانو، نورو هيوادونو ته د رينسانس د اغيزو د لارو تر بندولو سربېره، تر خپله وسه د ټولو هيوادونو د طبعي ودي امکانات هم له منځه وړل او د نوي وسلو په زور يې د ځان غلامان کول، چي په ډيرو ځايونو کي يې اغيزې تر اوسه ادامه لري.
دغه خبره بايد روښانه وي چي د اروپا خلگو ، پوهانو او پرګنو نړۍ ته د علمي، اقتصادي او اجتماعي ودي لپاره د رينسانس په نامه نوۍ انقلاب را ووړ ، خو اروپايي استعمارچيانو او استثمار چيانو، چي لکه نن د ټولنې ېوه سلنه ده ، د هم دغه نوي علم په مرسته د افريقا او اسيا د ګڼو خلګو د وژلو لپاره وسلې او وسايل جوړ کړل چي د هغوي په مرسته يې د نړۍ خلګ د ځان غلامان کول او د خپلو هيوادونوخلګ اوزيار ايستونکي يې هم په نه څه امتيازونو،او نورو وسيلو د ځان نوکران کول چي دغه کار يې تر ننۍ ورځي ادامه لري. سربيره پر هغه استعمار چيانو نورو هيوادونوته د رينسانس د اغيزو د رسيدلو مخه بنده کړله. ليکن په افغانستان د انګريزي استمار زور ونه رسيدۍ نو يې د امان الله خان ملي دموکراتيک دولت د افغاني فيوډالانوپه تېرايستلو او نورو لاسپوڅو په مرسته را وپرزاوه او سخت استبدادي دولت يې ټينګ کړ او خلګ يې په زور او غولونو داسي وځپل، چي اغيزې يې تر اوسه پاتي دي، ان نن هم د هيواد بشپړ اکثريت بې سواده او هر قوم، که په ظاهره هم ونه وايي خو په زړه کي فکر کوي چي د دوي د قوم غړي د نړۍ ممتاز انسانان دي. Continue reading
د يمن د بحران په اړه
عبدالرشيد هاوند
د يمن بحران او افغانستان
دیمن دجنګ دیوه طرف پرحمایه باندي ملحوظات :
دخارجي ملکونوسره دافغانستان اړیکي یودبله دمتقابل احترام اوپه داخلي اموراتو کي د نه مداخلي پربنسټ بنا دي اوپه بین المللي متنازعومسائلوکي افغانستان دملي ګټوپراساس باید موضعګیري اختیارکړه سي . اوس نوکه چیري وګورو د یمن جنګ دمذهبي منافرت نتیجه نه ده بلکه په یمن کي علی عبدالله صالح دبرطرفۍ وروسته چه منصورهادی دهغه ځایناستی سوو نوموړي دملت سره د۹۰ورځو په جریان کي دعمومي ټاکنووعده کړیوه چه ترسره یی نه کړه همدا سبب ؤچه ټولې مخالفی قبیلي چه دژوند مشکلات یی تر پخوا ډیر سویوه ورته یولاس اومتحد سول اوپرحکومت دخلګواعتمادله منځه ولاړهغوی داحتجاج په شکل ددولت په مقابل کی ودریدل ، ددولت اومخالفینوترمنځ دټکرونوپه نتیجه کی امنیتي ارګانونو ددفاع توانایی له لاسه ورکړه چه مخالفینو دمختلفومنطقوترنیولو وروسته منصورهادي سعودي ته فراری کړ اوسعودی هم دیمن دحوثي شیعه قبایلو دټکوني په نیت دهغه دستي حمایت اوپرمخالفینویی هغه وخت بمباری وکړې چه دهیواد اکثره برخي دمخالفینو لاسته لویدلی وي .
دسعودی حکومت اودهغوی ائتلاف ، امریکا اواسرائیل داجنګ دشیعه سني فرقوجنګ تبلیغوي اوپدی تبلیغ هغوی دمسلمانانو ترمنځ وجنګ ته لمن وهي . داصحیح خبره ده چه دحرمینوشرفینو ساتنه دټولومسلمانانو مذهبي وجیبه ده خودلته دحرمینو اشغال اوله منځه وړل طرحه نه دي ځکه چه حرمین ودواړو هم سني اوهم شیعه ووته محترم اومقدس دي ولي داخبره چه شیعه قبیلي پرحرمینودحملي خیال لري په دې اړه مستند شواهد وجود نلري . سعودی سلطنت په نړی کي یومذهبي دولت دی چه په مذهبي تعصب باندي ولاړیوداسي رژیم لري چه د مذهبي تندلاروپه حمایه متهم دی اوایران هم دشیعه فرقي متعصب رژیم لري اودشیعه تندلاروپه حمایه متهم دی نواوس که چیري ددغه متعصبو رژیمونوڅخه دیوه حمایت کوو آیا داددی معني نه ورکوی چه موږ په فرقوي جنګ کي افغانان ښکیلوو؟ آیا ملي ګټي دا ایجابوي ؟ آیا دیمن جنګ دمسلمانانو وفرقوي اختلافاتوته دفرقوي جنګونودپراخولو اووسعت ورکولو په مفهوم نه دی ؟
موږ پدی جنګ کی څه ګټه لرو؟
که داسلام اومسلمانی څه ددفاع مسئله وي خوترټولو ښه شعار داسلامي اخوت او ورورګلوی ږغ پورته کول دی نه په جنګ کي دیوه اړخ ملګرتوب . موږ څه مکلفیت لروچه دسعودي دسلطنتي خاندان دساتني اوحفاظت دپاره خپل اخلاقي اقتدار ته نقصان ورسوو اوپه ملک کي وفرقه وي جنګوته لاره خلاصه کو ؟