حکيم روان
خوست په وير او ماتم کې
څو لسيزې سر په سر زمونږ تاريخي او لرغونی هېواد د بيسارو غمونو او تراژيديو توپان په سر اخيستی دی . د وېرې او وحشت تورو څپو د خوښيو او آتڼونو ، ګډاګانو او نڅاګانو هېواد په ويروونکی ماتمځای بدل کړی دی . بې شرمه او بی حياء غمونه د نابللو مېلمنو په څېر يو په بل پسې را روان دی او زمونږ د کورونو دروازې ټکوی. د اخترونو له ټاټوبی خوښيو او نېکمرغيو کډې کړی دی . دلته له ژونده سا خيږي. دلته د مرګ خپسو ژوند له ستونی نيولی دی ، چغې او ژړاګانې ، آهونه او فريادونه د خپسو په تورو منګولو کې خاموش دی . دلته د ويرونو او ماتمونو په تورو او اوږدو شپو کې لمر ورک دی . دلته انسان ميرات دی او خونې ورانې دی .
دلته وزرماتی ناهيد ، انګيزه او فرخنده د رڼا په څرک پسې ولاړې ، څو د پيړيو تيارو وهلو ته د رڼا څرک راوړي خو لاهم ژوره او وحشتناکه تياره خوره ده. دلته د سرو ګلابو او غاټولو ، ريديو او کشماليو له هېواده د دوزخ بوی ځي . ويرونه او ماتمونه ، ژړاګانې او واويلاوې د ژوند په نورم او دستور بدل شوی دی .
دلته د خدای په نوم د خدای له نومه سره جوخت بم چوي او وينې فوارې کوی او د خدای په نوم سرونه غوڅيږی . دلته د خدای په نوم د خدای سره جنګ روان دی . دلته تور لښکر په تورو توغونو او تورو نقابونو د خدای او د خدای دخلکو او مخلوق مقابله کوی Continue reading