د نوی کال د مبارکۍ پیغام

د نوی کال د مبارکۍ پیغام

د وطن د ترقۍ ملي ګوند رهبري د نوی ۱۳۹۳ لمریز هجری کالدرارسيدوله امله په داخل اوخارج كي ټولوهیواد والو، سیاسی فعالینو، مدنی ټولنو او د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټولو مبارزو غړو ته مبارکي وړاندې کوی. خدای د وکړي چې دا کال د افغانستان له پاره د سولې د راتلو، امنیت د ټینګېدو، د جګړې د پای ته رسیدو او د ټولنیز پرمختګ او عدالت په لوری د زغردو ګامونو د اخیستلو کال وی.

۱۳۹۳ لمریز هجری کال زموږ د هیواد له پاره ځانګړي اهمیت لری. په هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو له پاره انتخابات کیږی او د لومړي ځل له پاره د سیاسی ځواک د سوله ایز انتقال پروسه ازمویل کیږي. ددې ټولو بدلونونو په پایله کې زموږ ګران هیواد د سیاسی، اقتصادی او نظامی لحاظه پخپل ځان باندې د تکیه کېدو پر لور ګامونه پورته کوی. دا حالت له ټولو افغانانو غواړی چې په دې کال کې په را روانو پروسو کې فعاله ونډه واخلی او پرې نږدی چې د هیواد راتلونکی برخلیک د څو محدودو کسانو په لاس وټاکل شی او یوځل بیا ورته د کورنیو شخړو د رامنځته کولو، د ولس ترمنځ د نفاق د اچولو او ډول ډول دسیسو د جوړلو له لارې د شخصی ګټو د ترلاسه کولو له پاره موقع په لاس ورشي.

په هیواد کې روانه انتخاباتی پروسه د ټولو نیمګړتیاوو سره سره زموږ د ملت په راتلونکي حالت ستره اغیزه ښندی. له دې کبله د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ټولو هیواد والو غواړی چې ددې پروسې په سمه پرمخ بيولو کې فعاله ونډه واخلي. د انتخاباتو په آزادۍ، سریت او شفافیت باندې ټینګار وکړی او له دولت څخه وغواړي چې د هیواد په هر ګوټ کې د رښتینو آزادو، عادلانه او رڼو انتخاباتو له پاره شرايط برابر کړي.

په افغانستان کې د سولې، ټولنیز عدالت او ملی یووالی د ټینګښت په هیله!  

 

د وطن د ترقۍ ملی ګوند

د فرهنګ او زده کړو کمیسیون

 

پیغام

د افغانستان د ولسمشرۍ د ۱۳۹۳ کال ټاکنو له پاره

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم څخه د ملاتړ غونډي د ګډونوالو

پیغام

په برتانیا کې د اوسیدونکو افغانانو ټولنه ، په تیره بیا افغاني سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیز نهادونه ، د اقتصادي ساحي د فعالیتونو خاوندان او مینه وال او خپلواک شخصیتونه د افغانستان په تاریخ کې د واک د لمړي ډموکراتیک لیږد اود رڼو ټاکنو د سرته رسولو له پاره ورځې شماري. موږ باور لرو چې ډیري کمزوري ټاکني د یو پیاوړي انتصاب په پرتله د خلکو په وړاندي د مشروعیت له پلوه ډیر ارزښت لري.زموږ په اند د افغانستان د ولسمشرۍ د ۱۳۹۳ کال ټاکنو له پاره ټول نوماند ټیمونه د درناوي وړ دي. په ځانګړي ډول د ډاکټر اشرف غني احمدزي نوماند ټیم چې دعلمي او کاري توانمندۍ لوړ معیارونه لري او د میثاق ملي په څیر یوه علمي ، هراړخیزه او پلي کېدونکي برنامه یي تر لاس لاندي نیولي ده . د نورو نوماندانو او د هغوي د کاري برنامو د ژوري کتنې او پرتلي وروسته موږ دي پایلي ته ورسیدو چې : لمړۍ د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم او دهغې د برنامي څخه ملاتړ وکړو ، دویمه دا چې د ولسمشرۍ په روان ټاکنیز کمپاین کې د ټیم د بریالي کیدو او د هغې د برنامي د پلي کېدو له پاره عملي ملا وتړو. د ۲۰۱۴ م کال ټاکني د افغانانو له پاره ډیري مهمې دي ، ځکه چې له یوي خوا د ناټو او نړیوال سوله ساتې ځواکونه له افغانستان څخه وځې او هېوادوال د خپلواکي دفاع تجربه خپلوي او له بلي خوا په ډموکراتیکه توګه واک لیږدول کیږي. که دا تجربه بریالئ راووځې د هېواد او وطنوالو ملي پرستیژ په بین المللي ډګرکې ډیر لوړیږي. زموږ په باورکه ټاکنې رڼې وشي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي نوماند ټیم ټاکنې وګتي ، د دي امکان شته چې د اوسنې فساد ، Continue reading

نخستین چرخش احمد ضیاء مسعود بعد از مرگ مارشال فهیم
به گزارش خبرگزاری پژواک در کابل، احمد ضيا مسعود، معاون اول زلمى رسول ديروز در کابل گفت: کسانى که درتنظيم ها اند و ميخواهند قدرت را بدست بگيرند کشور را به سوى بحران خواهند بُرد. وی افزود نبايد به تنظيم ها و گروه هاى قومى اجازه داده شود که قدرت را به دست بگيرند، زيرا آن ها معتقد به اهداف تنظيم ها و حرکات قومى که در اين ١٢ سال وجود داشت، نيستند.
وى گفت: ما معتقد به يک حرکت سياسى فراگير هستيم که منافع تمام مردم را در نظر داشته و زندگى آن ها را به سوى خوشبختى و ترقى سوق دهيم .”
مسعود تصريح کرد: ما حاضرهستيم با تمام گروه هاى شورشى به ميز مذاکره نشسته و هيچوقت ايديالوژى شخصى خود را بر مردم تحميل نکنيم.
این سخنان درحالی صورت می گیرد که ضیاء مسعود خود یکی از مسئولان رده اول «تنظیم» جمیعت اسلامی به شمار می رود. این اظهارات همزمان با پایان رایزنی های جمیعت اسلامی با دولت صورت گرفته است که درنتیجه ی آن، سترجنرال بسم الله محمدی وزیر دفاع ملی با حفظ مقام خود به حیث معاونت اول ریاست جمهوری گزینه شده است. سخنان مسعود شکاف درونی جمیعت وهمچنان فاصله ی میان جناح های مختلف موسوم به «مجاهدین» دولتی را عمیق تر خواهد کرد.‬

رپوټ

ولسمشرۍ ته د ډاکټر اشرف غنی احمدزي

د نوماند ټیم د ټاکنیز کمپاین د ملاتړ غونډي

رپوټ

په برتانیا کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولني یو شمیر سیاسي ، ټولنیزو ، فرهنګي او د اقتصادي ټولنو استازو ، خپلواکو شخصیتونو او په ټوله کې ولسمشرۍ ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ( تحول او تداوم ) ټیم ملاتړو او مینه والو د ۲۰۱۴ م کال د مارچ د میاشتي په ۱۰ مه نیټه د مازدیګر په ۵ بجو د لندن د ښار په زړه وړونکې کوندیش بنکوتینګ هال کې یوه لویه غونډه جوړه کړي وه . غونډه په داسې حال کې چې د هغې ګډونوالو ، د افغاني ټولني د ټولو روښانفکرانو د ګتګوریو استازیتوب کولو او په خپل نوعیت کې د ملي یووالي د تمثیل له لحاظه لمړنۍ با اهمیته افغاني ناسته وه ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم د ټاکنیز کمپاین څخه د ملاتړ او هغې ته د معنوي ځواک بښلو او عملي مرستو د رسولو په موخه رابلل شوي وه .

په داسې حال کې چې غونډه د محترم معارج له خوا پر مخ وړل کېدله  ، په لمړي سرکې د قران عظم الشان څو مبارک ایاتونه ولوستل شول . وروسته له هغې غونډي ته چې شمیر یي څو سلګونو تنو نارینه او ښځو ته رسېدو ، د ولسمشرۍ له پاره دتحول او تداوم د پیاوړي نوماند ټیم مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په ژوندي بڼه په پنځو برخو کې ډیره علمي اوعملي هر اړخیزه ویدیویي وینا واوروله . په وینا کې د ټولو افغانانو له پاره که د هېواد دننه دي یا بهر څرګند پیغامونه موجود وه ، یاني هغه دي ته ګوته ونیوله چې که  بریالی شي د بهرنیو چارو په وزارت کې دبیروکراسۍ د له منځه وړلو په موخه افغانانو ته د سفر په نیت د پاسپورتونو د اعتبار موده لسو کلونو ته پورته کوي او هم بهر میشتو افغانانو ته د دي زمینه برابروي چې د هېواد په ټاکنو کې خپله رایه وکارولی شي . همدارنګه هغه په بهر کې ځوانانو ته د زده کړي او کاري زمینو د پېدا کولو ژمنه وکړه . هغه زیاته کړه چې د هغه په حکومت کې به هیڅ افغان له بل افغان څخه لوړ ، او هیڅ افغان به له بل افغان څخه  کښته نه وي . په ټاکنو کې د بریالي کېدو په صورت کې به د هېواد دري لږکیو یاني ښځو ، ځوانانو او نیستمنو ته  ځانګړي پاملرنه کیږي . ښځو ته به په لمړي ګام کې د مور  ، خور او ماندیني په توګه درناوئ کیږي . په واک کې د ښځو ، ځوانانو او د ټولني د نیستمني طبقي  ګډون په واقعیت کې په واک او دولت کې د خلکو د ګډون مانا لري .

غونډي ته د وطن د ترقۍ ملي ګوند په استازیتوب نوروهاب څپاند ، د خلیل زاد د ټیم په مشرۍ همایون تاچ ، د حق او عدالت د ګوند په مشرۍ حبیب الله جانبدار ، د ملي اسلامي جنبش په مشرۍ همایون سرخابي ، د اسلامي وحدت ګوند په استازیتوب  شریفي ، د کلتوري فرهنګي ټولني په استازیتوب غلام محمد کامه وال ، د افغان سوشل کلب په مشرۍ سمسور فیض ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم په استازیتوب ضمیر میهن پور ، د علي احمد جلالي د ټیم په استازیتوب  احمدزي  ، د افغاني میرمنو په استازیتوب  زرکي خور او یو شمیر نورو افغانانو د مستقلو شخصیتونو په توګه ویناوي وکړي . هر وینا کوونکي د خپل اړوند نهاد او یاهم د خپل ځان په نمایندګۍ د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم او د هغې د ټاکنیز کمپاین څخه کلک ملاتړ اعلان وکړ او په دي برخه کې یي د هر ډول بریالیتوب د ممکن کولو وعدي ورکړي . غونډي ته د وینا کولو له پاره ډیرو افغانانو ځانونه ثبت کړي وه ، اما د وخت د لږوالي له لحاظه ځینې ویناوي ونه شوي  ،  په هر حال موږ ته د دغو وینا والو وطنپالونکۍ احساس له ورایه څرګند دی .

په پاي کې محترم امین عصمت د غونډي پیغام ولوست  . په پیغام کې د ټاکنو په اهمیت ، په هېواد کې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو په اړتیا او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم د ټاکنیز کمپاین د بریالیتوب په هوډ ټینګار شوی ؤ .

غونډه د ماښام په ۱۰ بجو د اجندا د پلان شوي موادو د موفقانه پلي کولو په ترځ کې پاي ته ورسیده . 

په درناوي

د غونډي د تدارک کمیسیون

 

 

 

کرزی گلهای تازه را به آب داد

ابتلای آقای کرزی به توهمِ توطیه

ماندگار : آقای کرزی در روزهای پایانی مأموریتش به عنوان رییس‌جمهوری افغانستان، مسایلی را مطرح می‌کند که ده سالِ پیش کاملاً خلافِ آن‌ها را بر زبان می‌آورد. آقای کرزی در تازه‌ترین گفت‌وگویش با واشنگتن‌پست گفته است که «القاعده، یک افسانه‌ بیش نیست و امریکا فقط برای تأمین منافعِ خود و متحدان غربی‌اش، به افغانستان حمله کرده است».
این سخنان حامد کرزی، از چند جهت قابل تأمل و بررسی‌اند:
‌۱ـ افسانه خواندنِ القاعده به عنوان یک گروه تروریستی
اگر القاعده واقعاً افسانه باشد، پس این‌همه سروصدا برای چیست؟ آیا امریکایی‌ها صرفاً بر بنیاد یک افسانه وارد افغانستان شده‌اند؟ اگر القاعده آن‌گونه که آقای کرزی می‌گوید افسانه است، پس بن‌لادن رهبر این گروه واقعیت خارجی نداشته است؟
آقای کرزی با طرحِ این مسأله نمی‌خواهد بگوید که القاعده واقعاً وجود خارجی ندارد؛ بل منظور او از افسانه خواندن القاعده، چیز دیگری است. او می‌خواهد به امریکایی‌ها بگوید که القاعده دست‌پروردۀ خودتان است و شما آن را برای اهدافِ مشخصی ساخته‌اید و رهبری می‌کنید.

Continue reading